Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-13 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
وينه راوتل او راايستل په اودس ماتولو کي فرق نلري :
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۶۰۶) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : مولوي محمد حسن /کابل /أفغانستان .
و جامع المعقول و المنقول ، صاحب القوة القدسية علامه معين الدين ابوالفضل (صانه الله من شرور الحاسدين) ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي ددې ستر خدمت أجر او ثواب تا او محترم خالد صاحب ته له الله پاک څخه غواړم او الله مو نور هم مو موفق لره . ځما استفسار له تاسو محترم څخه دادئ چي د فقهي له کتاب «هدايه» څخه دا فهمول کيږي چي که د سړي پر يو اندام باندي دانه وي او هغه دانه په زوره کښيکاږي او وينه ورڅخه راووځي نو پدې سره اودس نه ماتيږي ، بلکي اودس په هغه وینه سره ماتيږي چي په خپله راووځي نه په هغه سره چي د سړي په زور سره راووځي ، نو ايا دغه معتبر قول دی او که معتبر قول ددې پر خلاف دی ؟
الجواب و هو الملهم للصواب
محترمه وروره ! که څه هم «هداية» په حنفي مذهب کښي خورا د اوچت مقام کتاب دئ خو په ځينو ځایو کښي فتوا د هدايې د قول پر خلاف باندي وي ، يو له هغو څخه همدغه ځائ دئ ؛ ځکه چي مفتی بِه قول دادئ چي وينه وغيره که پخپله له ټپ او دانې څخه راوبهيږي او که د سړي په زور او کښيکښلو سره راووځي اودس په ماتيږي .
ځکه چي يو خو په «اخراج» (راايستلو) کښي خروج «راوتل» موجود دئ ، او بل که يو سړئ رګ ووهي «مثلا» پدې سره اودس ماتيږي ، نو کچيري په اخراج (راايستلو) د نجاست سره اودس نه ماتيدلائ نو بايد په رګ وهلو سره هم اودس نه وائ مات سوئ ؛ ځکه چي دلته خو هم کومه وينه چي راووځي مُخرَجه «راايستل سوې) بلل کيږي نه خارجه (راوتلې) .
[الدر المختار علی هامش رد المحتار ، وردالمحتار ج۱ ص ۱۰۱] .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ