مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

شريعت او طريقت څه فرق سره لري ؟

دارالأفتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۶۱۲) . 

 
مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

 مستفتي  :  عبدالرحمن   / له کناډاڅخه   .
 
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته محترم اوقدرمن مفتي صاحب الله جل جلاله دي دا د فيوضاتو بهير ګړندي لري اوالله جل جلاله دي  ټول مسلمانان ورڅخه مستفيدوګرځوي  ، محترمه  ځماپوښتنه په دې ډول ده چي دشريعت اودطريقت په منځ کي فرق شته اوکه څنګه ؟ اوکه وي نوڅه ډول فرق يې دی دجواب په انتظار  .

 

 الجواب و هو الملهم للصواب  :

نحمده ونصلې علي رسوله الکريم
محترمه وروره! دشريعت اوطريقت په منځ کښي علماؤ په ډېروډولوسره فرق کړئ دئ چي شرح او تفصيل يې پدې ډول دئ:
(۱):اول فرق يې په اعتبارد اجمال اوتفصيل دئ،يعني شريعت اوطريقت په اصل کښي يوشئ دئ مګر شريعت نسبت وطريقت ته مجمل دي اوطريقت يې تفصيل دئ ؛ ځکه طريقت اومعرفت چي څوک حاصل کړي نوشريعت علما اوعملا په تفصيل او  ډېر وضاحت سره منکشف اوښکاره کيږي .
(۲):دوهم فرق يې داستدلال او دکشف په اعتبار دئ  ، پدې ډول چي شريعت استدلالي دئ دشريعت په لحاظ د هر شرعي حکم  دپاره ددليل معلومول ضروري دي ، اوکله چي صحيح عمل په شريعت وسي اوانسان دمعرفت اودطريقت خاوندوګرځي نودشريعت  هرحکم وده ته بديهي ګرځي او ودليل ته يې حاجت نه پاته کيږي،لکه مولاناجلال الدين رومي رحمه الله تعالي چي فرمايلي دي:
ګر  باستدلال کاردين بودي      فخررازي  رازدار دين بودي
پاي استدلال پاچوبين بود     پاي چوبي سست وبې تمکين بود.
(۳):اودريم فرق يې دغيب اودشهادت په اعتباردئ،يعني شريعت دغيب په درجه کښي دئ،اوپه طريقت کښي ګواکي ټول شيان په سترګوليدل کيږی .
(۴):اوڅلورم فرق يې په اعتباردتعمل اوعدم تعمل دئ،يعني کله چي طريقت حاصل کړسي نوپه شريعت باندي عمل ډيراسانه وي اوکله چي طريقت نه وي حاصل سوئ نوپه شريعت عمل په تکليف سره راځي.
(۵):اوپنځم فرق يې دادئ چي طريقت حقيقت او معرفت د ولايت لار ده ، او شريعت د نبوت لار ده ، علمآؤ ذکر کړيدي چي د ولايت لار ډيره مشکله ده ، او د نبوت لار اسانه او د يو عامي لاري حيثيت لري  .
(۶)  : شپږم فرق يې دادئ چي شريعَت مَخدوم دئ ، او طريقت يې خادم دئ ، لکه چي ځموږ په دیني عقايدو کښي دا عبارت راځي چي : «الشريعة متبوعة ، والطريقة تابعة»  . يوه بزرګ عالم فرمايلي دي  :
هم حقيقت هم طريقت را بدان        خادمانِ شرع نئ مقصود دان 
توضيح ددې خبري داده چي شرعي أعمال او عقايد پر اخلاص باندي موقوف دي ، په کوم ايمان او عمل کښي چي اخلاص نه وي نو د الله (جل جلاله) په دربار کښي مقبول نه بلکی مردود دئ  .
طريقت د اخلاص خدمت کوي ، د طریقت په ذريعه په انسان کښي صحيح اخلاص پيدا کيږي ، حتی چي د احسان و مرتبې ته رسيږي  .
(۷) : اوم فرق يې هغه دئ چی امام حجة الاسلام أبوحامِد غزالي (رحمه الله) ذکر کړئ دئ ، ده ويلي دي چي تصوف او شريعت دواړه هر يو له علم او عَمل څخه جوړ دئ ، خو ددوۍ په منځ کښي فرق دادئ چي په شريعت کښي اول علم دئ بيا عمل ، د مثال په ډول يو څوک چي لمونځ کوي نو اول به لمونځ ايزده کوي ، د لمانځه په ټولو أمورو به عِلم راولي بيا به د لمانځه عمل کوي   ، او په تصوف کښي اول عمل دئ بيا علم دئ ، یعني په شريعت باندي له عمل کولو څخه وروسته بيا يو قسم علم وسړي ته حاصليږي چي علمِ وَهبي او لدُني ورته وايي ، لکه چي نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : «مَنْ عمِلَ بمَا يعلم ورثه الله علمَ مَا لمْ  يعلم»  [حلية الاوليآء ج ۱۰ ص ۱۵/ مشکوة المصابيح /مثنوي دلاويز و مآرِب ]  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery