دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر ( ۶۱۵) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : مولوي عبدالحق /پاکستان /لورلايي .
شيخ الشريعة والطریقة ، صاحب اليد الطولی في العلوم علامه أبوالفضل (حفظه الله) ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي د ښه صحت او روغ ژوند په هيله ، ځما له محترم المقام څخه پوښتنه داده چي د مرګ په اړه په قرانکريم کښي درې اياتونه دي چي يو له بله په معنی کښي سره ټکر دي نو د تطبيق وجه يې څه ده ؟ اول آيت : «الله يتوفی الأنفسَ حينَ موتها» دوهم آيت : «و يتوفکم ملکُ الموت» دريم آيت : «وتوفته رُسُلنا» ستاسي له درانه حضور څخه د جواب په انتظار .
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه مولوي صاحب ! ستا د پوښتني جواب په لاندي ډول دئ :
ــــــــــــــــــــ د قرآنکريم د دلاندي درو مبارکو اياتو په منځ کښي د تضاد او ټکر وجه :
اول آيت : د سورتِ زمر په (42 ) مبارک آيت کښي الله پاک فرمايي «اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا الخ» يعني الله پاک د نفسو روحونه قبضوي په وخت د مرګ ددوۍ کښي .
دوهم آيت : د سورتِ السجدة په ۱۱ مبارک آيت کښي الله پاک فرمايي : «قُلْ يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ الخ » یعني او ورته ووايه چي قبضوي اروحونه ستاسي د مرګ فرشته (چی عزرائيل ع) دئ .
دريم آيت : د سورت الأنعام په ۶۱ مبارک آيت کښي الله پاک فرمايي : «وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُمْ حَفَظَةً حَتَّى إِذَا جَاءَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا يُفَرِّطُونَ (61) يعني او دَئ (الله پاک) هغه ذات دئ چي غالب دئ سربيره پر بندګانو خپلو ، او ليږي دَئ (الله پاک) پر تاسي باندي ساتونکي (چي کرام الکاتبين ملائکه دي) تر هغه پوري چي راسي و یوه له تاسي ته مرګ ، قبضوي روح دده رسولان ځموږ (يعني فرشتې ځموږ) او دوۍ هيڅ تر اندازې کمئ (کوتاهي) نکوي (د الله پاک د حکم په تعميلولو کښي) .
نو د مذکورو مبارکو اياتو په منځ کښي د ټکر وجه داده چي اول قول پر دې دلالت کوي چي روحونه الله پاک پخپله قبضوي ، او دوهم قول پر دې دلالت کوي چي د روحونو قبضونکئ تنها حضرت عزرآئيل (عليه السلام) دئ ، او دريم قول پر دې دلالت کوي چي د روح قبضول د ډيرو فرشتو په واسطه تر سره کيږي .
ـــــــــــــــــ د مذکورو اياتونو په منځ کښي تطبيق او د ټکر دفع :
علامه آلوسي (رحمه الله) ددې تطبيق پدې ډول کړئ دئ چي نسبت د قبضولو د روحونو و الله پاک ته پدې وجه سوئ دئ چي خالق د قبض د روح او مُوجدِ حقيقي يې الله دئ ، او عزرآئيل ته يې پدې وجه نسبت سوئ دئ چي په ظاهره دَئ د قبضولو د روح مُباشِر دئ ، او نورو فرشتو ته يې پدې وجه نسبت سوئ دئ چي دوۍ له عزرائيل (عليه السلام) سره د روح په راکښلو کښي (له پلو ، هډوکو ، غوښو او رګو څخه) کومک کوي . والسلام .