مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-05-11   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د احمد او محمد په نومو کښي کوم يو أفضل دئ ؟

دارالأفتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر ( ۶۱۸) . 

مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  :  سيد نصيب الله  .

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  . محترم مولانا صاحب ځما پوښتنه داده چي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په نومونو کی چي أحمد او محمد دی کوم يو افضل  دی  ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :

محترمه ! پدې باره کښي د علمآؤ اختلاف دئ ، ځينو ويلي دي چي د «محمد» نوم د «أحمد» په نامه باندي أفضل دئ ، او ځينو بيا ويلي دي چي د «أحمد» نوم أفضليت باندي لري ، هر يو پر خپله مُدعی باندي دليلونه لري  .
د اول قول دليلونه پدې شرح دي :
حَموي په شرحُ الأشباه کښي ويلي دي چي د «محمد» نوم ډير مشهور او أفضل دئ پر ډير صحيح قول باندي (انتهی) .  دليلونه د أفضليت دادي  : 
(۱)  : اسم د محمد د الله پاک له نامه سره د توحيد په کلمه کښي راغلئ دئ  .
(۲)  : اسم د محمد پر عرش باندي ليکلئ دئ ، لکه چي بيهقي په «دلائلُ النبوة» کښي ددې روايت کړئ دئ .
(۳) : اسم د محمد د جنت پر دروازو باندي ليکلئ دئ  .
(۴)  : اسم د محمد پر پاڼو باندي د درختو د جنت ليکلئ دئ  .
 ــــــــــــــــــــ   او د دوهم قول دليلونه دادي  :
اول  : د أحمد نوم د وضع او ايښودلو په اعتبار پر ده مبارک (صلی الله عليه وسلم) باندي تر محمد ړومبئ دئ ، لکه چي حَموي وغيره له کافيجي څخه نقل کړئ دئ چي ده ويلي دي چي بېشکه الله پاک حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د أحمد په نامه سره نامداره کړئ دئ تر دې له مخه چي په محمد سره يې مسمی کوئ  ، له وجي ددې قول د خدائ (جل جلاله) چي  : «وَمُبشرًا برسولٍ يأتيْ مِنْ بَعدِ اسمه أحمد»  .
دوهم  :  د أحمد نوم په دنيا او آخرت کښي (يعني د تحقق د معنی په اعتبار) تر محمد ړومبئ دئ ، په دنيا کښي هم دَئ مبارک يو وار أحمد ؤ بيا محمد سو ، او په آخرت کښي به هم يووار أحمد وي (يعني يووار به زيات حمد ويونکئ د الله [جل جلاله] وګرځي) بيا به محمد سي (يعني ټول کآئنات بې حمد ، ثنآء او ستاینه وکړي  [کذا في شرحِ الشفآء ]  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery