مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-05-11   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د شهودي او عُرفي تواضعِ ترمنځ فرق :

دارالأفتآء أبوالفضل .

  فتوی نمبر ( ۶۲۲) . 


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :   مولوي عبدالستار  /کابل /افغانستان  .

 

محترم عاليقدر مولانا صاحب ماته يو ځای په يوه کتاب کی دا خبره ومخي ته راغله چي تواضع او خاکساري کومه چي د مسلمان دپاره د دنيا او اخرت د عزت او سعادت او رفعت ضمانت کوي پر دوه قسمه ده يوه شهودي او بله عرفي ، نو په دې نه پوهيدم چي تواضع شهودي او عرفي په خپل منځ کښي څه فرق سره لري  ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :

محترمه ورور! الله پاک دي موږ او تاسي پخپل فضل او کرم سره په کامله توګه د تواضع په دواړو قسمو سره مُشرف او موصوف وګرځوي ، او الله پاک دي پخپل لطف سره د عُجَب ، کبر او غرور له شيطاني او بربادونکو خويو څخه نجات رانصيب کړي  (آمين ثم آمين)  .
ستاسي د پوښتني وجواب ته راځم عُرفي تواضع او خاکساري ودېته ويله کيږي چي انسان پخپل زړه کښي ځان د لوړي مرتبې والا بولي خو له دغه لوړتيا څخه د خلګو په مخ کښي تنزل کوي ، او د کښتي مرتبې والا ځان ښکاره کوي ، او له عاجزي څخه کار اخلي  .
او شهُودي تواضع بيا د خاکسارۍ او عاجزي لوړه مرتبه ده ، کوم چي «استِصغَارُ النفس» هم ورته ويل کيږي  ، يو سړئ که څه هم هر څونه د لوړ مقام والا وي ، خو دَئ له دغه خپل لوړوالي څخه غافل وي ، او خپل ځان په ظاهر او باطن کښي تر نورو کمزورئ او عاجزه  ګڼي  .

[في فتح العليم ص ۳۰۵ : التواضع نواعانِ : أحدهما عرفي ، وهذا لايبني علی شهودِ صاحبِه نفسَه دونَ جميع الجلسآء ذوقًا ، ولا علی غيبوبة مقامه عن قلبه و تصوره بل يکونُ فيه تنازلٌ من مقامه العالي وهو تواضعِ العوام وهوَ المعروف المشهور . والثاني حقيقي يبني علی ذوق شهودٍ متقدم ، وهو تواضع الخواص ] .

 عارف کبير شيخ عبدالوهاب شعراني (المتوفي سنة ۹۷۲هــ )   په  «لطائف المنن ج۲ ص ۱۸۲» کښي د تواضع شهودي په ارتباط داسي ذکر کړيدي  : «ومما أنعمَ الله تبارک به عليّ  شهودي في نفسي أنني دونَ کل جليسٍ منَ المسلمين کشفًا و ذوقًا ، لاتواضعًا منِيْ ، فانّ لفظ التواضع يدل علی أن صاحبه أثبت لنفسه مقامًا عاليًا ثم تنازل نفسه الی جليسه »  .

                                               والسلام   .  

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery