مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-06-26   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعبدالمطلب صاحب خوب زموږ دنبي(ع)په باره کښي:

دارالافتاءابوالفضل.

فتوی نمبر (۲۷۱ . 

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:انجینیرسردار


زماپوښتنه داده چي زموږ دګران نبي (صلی الله تعالی عليه وسلم) نيکه عبدالمطلب صاحب چي زموږ دګران نبي په باره کښي کوم خوب ليدلئ وو اوبيادقريشوکاهنانو دهغه خوب تعبيرورته ووايه نوهغه په څه ډول اوپه څه کيفيت وو
• الجواب ومنه الصواب.

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم.


• پوه سه!چي داسی ويل سويدي چی عبدالمطلب  دنبي (صلی الله تعالی عليه وسلم) نيکه يو وخت خوب وليدئ،کله چي له خوب څخه راويښ سونوپه سخته وېره کښي وو اوروان سو،حضرت عباس (رضي الله تعالی عنه) فرمايي چي زه په دغه وخت کښي هلک وم په ده پسي له شاروان سوم ، نودَيْ دقريشوو کاهنانو ته ورغلئ او ورته وې ويل چي ماداسي خوب ولېدئ چي له ملاڅخه مي يودسروزروځنځير راووزي اودغه ځنځيرڅلور طرفونه لري، يوطرف يې ومشرقي طرفودمځکي ته رسېدلئ وي اوبل طرف يې ومغربي ځايودمځکي ته رسېدلئ وي ، اوبل طرف يې واسمان ته رسېدلئ وي ، اوبل طرف يې تر ثراء تېرسوئ وي ، نوپه دې مابين کښي چي زه ودغه ځنځير ګورم دغه ځنځيرزرغونه نوراني درخته وګرځي ، په دې مينځ کښي دوه سپين ږري وماته راشي ، نوزه په دوۍ کښي ويوه ته ووايم چي ته څوک ئې، دَيْ راته ووايي چي زه نوح نبي يم ، بياوهغه بل ته ووايم چي ته څوک يې هغه راته وويل چي زه ابراهيم خليل الرحمن يم ، بياراويښ سوم، نودغوکاهنانو ورته وويل چي کچيري ستادغه خوب رښتياوي نوخامخابه له تاڅخه داسي نبي پيداسي چي داسمانو اودمځکي خاوندان به په ده باندي ايمان راوړي ، اوداځنځير پردې باندي هم دلالت کوي چي دده پيروان اومددګاران به ډېروي ؛ ځکه چي دځنځيرحلقې يوه له بل سره  تداخل لري اوداچي دغه ځنځير درخته وګرځېدئ نوداپردې باندي دلالت کوي چي کاربې ډېرمحکم وي اوذکر بې ډېرلوړوي، اودنوح عليه السلام ليدل پردې باندي دلالت کوي چي کوم خلګ چي پرده باندي ايمان رانه وړي نو هغه به هلاک اوبربادشي ، او دابراهيم عليه السلام ليدل پردې باندي دلالت کوي چي دابراهيم عليه السلام ملت به په ده سره ښکاره اوغالبه سي.
پوه سه! چي ودغه خوب ته نبي عليه السلام په هغه شعر کښي اشاره کړېده کوم چي دحنين په غزا کښي يې ويلئ دئ چي :         اناالنبي لاکذب ..... اناابن عبدالمطلب.[روح البيان].

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery