مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-07-18   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دشک دورځي روژه :

 


فتوی نمبر (۶۰۰)

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:نسيم حقاني.
کله چي دشعبان دمياشتي ديرشمه شي اومياشت ونه ليدل سي نوپه دې ورځ کوم چي يوم الشک بلل کيږي روژه نيول څنګه دي؟ ستاسودجواب په هيله.

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
 
محترمه وروره! ديوم الشلک روژه نيول فقهاوو مکروه بللې ده ، صحابه وو رضي الله تعالی عنهم  هغه څوک  چي ديوم الشک  روژه ونيسي  عاصي بللئ دئ ، لکه چي په يوه روايت کښي راغلي دي : « من صام يوم الشک فقد عصی ابالقاسم».ترمذۍ

خودغه مکروهوالي په دوه صورته کي دئ:

 اول کچيري  په دغه ورځ کي دفرضي روژې نيت وکړي نوبيايې روژه نه ده صحيح اوګنهګاره دئ .

دوهم کچيري نيت په دې ډول وکړي چي کچيري درمضان مياشت داخله وي نوفرضي روژه به سي اوکه درمضان مياشت نه وه راداخله نوبه نفلي  روزه سي ،نو يې هم روژه صحيح نه ده مکروه ده البته که وروسته  داثابته سي چي داورځ درمضان وه نودغه روزه ئې له رمضان څخه ګرزي،او که صرف نفلي نيت وکړي نوبيا يې روژه صحيح ده اودادخواصوروزه بلله کېږي، بالفرض کچيري درمضان مياشت داخله سوېوه نوداروژه له رمضان څخه ده اوکه نه وه داخله نو نفلي ده .

 ردالمحتارکتاب الصوم مبحث في يوم الشک ج۲ص۱۲۱.
والسلام ومن الله التوفيق.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery