مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-08-27   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له علي (رض)سره د«کرم الله وجهه ويل:

دارالافتاءعلامه ابوالفضل.


فتوانمبر(۶۰۵)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي: محمد سرور له کنړه .


محترم عاليقدرمولاناابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
هيله ده چي جوړ اوروغ ياست . زماپوښتنه داده:چي داڅه وجه ده چي له نورو صحابه کرامو سره (رضي الله عنه) ويل کيږي اوله علي سره (کرم الله وجهه) ويل کيږي ‎؟

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره علامه ابن حجر هيتمي (رحمه الله په فتاوی حديثيه کښي ذکرکړيدي چي ددې وجه داده چي حضرت علي په کوچنيوالي کښي ايمان راوړئ دئ اوهيڅ وخت يې وبت ته سجده نه ده کړې .
اوځينو علماوو ويلي دي چي کافرانو به دډېري دښمنئ له وجي دده مبارک له نامه سره داسي ويل چي:«سوَّدالله وجهه» يعني تور دي وګرځوي خدائ پاک مخ دده ، نومسلمانانو دکفارو په مقابل کښي دده مبارک له نامه سره د«کرم الله وجهه» جمله رواج کړه يعني عزمتند اوشرافتمند دي وګرځوي الله پاک په انوارو سره مخ دده.
اوامام نووي (رحمه الله) په شرح کښي دمسلم ويلي دي چي: کله چي مروانيان وخلافت ته ورسېدل دوئ دحضرت علي (کرم الله وجهه) سخت دښمنان ول ، نودحضرت علي (کرم الله وجهه) دنامه له ذکرکولوسره بې داسي ويل:«سودالله وجهه» ، نو په دې وجه حقاني علماوو ددوۍ په مقابل کښي دحضرت علي له نامه سره د«کرم الله وجهه».جمله رواج وګرځوله.

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery