فتو انمبر(۶۱۲)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي:بلال وحيد.کابل.
ومحترم استاذ علامه ابوالفضل صاحب ته سلامه وايم السلام عليکم بعد له سلامه زماپوښتنه داده چي يوڅوک فاقد الطهورين سي يعني نه اوبه پيداکړي چي اودس په وکړي اونه داسي شي وي چي په هغه سره تيمم صحيح وي اووخت دلمانځه وي نو په دغه وخت کښي به دغه سړي څه کوي.
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره دفاقدالطهورين په باره کښي دمسلمانانودامامانو اختلاف دئ چي تفصيل يې په دې ډول دئ:
دامام ابوحنيفه مذهب دادئ چي داسړي به لمونځ نه کوي بلکي وروسته به يې قضايي راګرځوي.
اودامام احمد په نزد به داسړي په دغه وخت کښي لمونځ کوي اوبيايې قضاءهم نسته .
اودامام مالک په نزد له داسي چاڅخه لونځ ساقطيږي نه په هغه وخت کي لمونځ ورته ضروري دئ اونه وروسته قضاء باندي واجبه ده.
اوله امام شافعي څخه په دې باب څلور قوله نقل سويدي
اول دامام صاحب دقول مطابق ، دوهم دامام احمد دقول مطابق ، دريم :قول يې په دې ډول دئ چي:«يصلي استحبابا ويقضي وجوبا».
يعني په داسي وخت کښي لمونځ کول مستحب دئ اوقضاراوړل يې واجبه ده .
اوڅلرم قول يې دادچي:«يصلي ويقضي» يعني هم به لمونځ کوي او هم به قضاراوړي.
دا اخيري قول دامام شافعي په قولو کښي ډېر صحيح قول دئ. ددوی په مذهب کي،شروح الترمذي.
والسلام