Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-01-10 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
تنها دجمعې په ورځ روژه نيول:
فتوي نمبر(۶۷۱):
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي :محمدنسيم /کابل.
محترم مولوي صاحب ! زماپوښتنه داده چي صرف دجمعې په ورځ په حنفي مذهب کښي څه حکم لري .
له ځينو احاديثو څخه خوداسي معلوميږي چي يوازي دجمعې په ورځ روژه نيول مکروه ده...
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
په حنفي فقه کښي تنها دجمعې روژه نيول په راجح قول مکروه کار نه دئ ، البته کوم حديثونه چي په منع کښي ددغي روژې راغلي دي ، نو علماوو دهغو په باره کښي داويلي دي چي يوخو دغه حديثونه ضعیف دي ، اوبل محمول دي پرهغه صورت باندي چي دروژې دنيولو په وجه له سړي څخه دجمعې په لمانځه کښي تغير راځي .
ردالمحتار /ج۲/ص۹۱. الفقه الاسلامي وادلته/ج۲/ص۵۹۲. خلاصة الفتاوي/ج۱/ص۲۶۵.والسلام
والسلام ومن الله التوفيق.
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ