دارالافتاءابوالفضل.
فتوي نمبر(۶۷۴):
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي: حبيب الرحمن،تهران/ايران.
وجنت ته ددنيآ کوم کوم حيوانات ورداخليږي ؟.
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
ددنياله حيوانانو څخه لس حيوانان وجنت ته ځي: (۱): اول دحضرت صالح عليه السلام اوښه(۲): دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم) اوښه.(۳):داصحاب کهف سپي. (۴): دابراهيم عليه السلام ګیلګي کوم چي وملائکوته يې حلا کړ.(۵):دبلقیس هدهد(ملاچرګک).
(۶):دعزيرعليه السلام خر. (۷): دسليمان عليه السلام ميږئ ، (۸): داسماعيل عليه السلام پسه کوم چي دده په فديه کښي له جنته راړل سو.
(۹): ديونس عليه السلام ماهي ، کوم چي دَيْ يوڅه موده په نس کښي وو ، (۱۰):دموسي عليه السلام اودبني اسرائيلو بقره(غوا).
[تفسيرروح البیان۵/ص۲۲۶ ، اشباه ونظائر/ج۳/ص۱۳۱ ، شرح شرعة الاسلام /ص۴۹۹].
والسلام ومن الله التوفيق.