مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-04-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

داحسان الله ددوو پوښتنو جواب:


فتوي نمبر(۷۱۳)مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي احسان الله ذکي

اوله پوښتنه : محترم مفتې صاحب السلام علیکم
داسلامي شریعت له نظره په رحم کې داولادزیانمول څه حکم لري اوپه کوموحالاتوکې داولادزیانمول جوازلري اوکه څوک داکاروکړي څه جزاورته اسلامي شریعت ټاکلې ده .
دژرجواب په هیله مننه په لوی خدای موسپارم ننګرهاراسلامي پوهنتون.

دوهمه پوښتنه : محترم مفتی صاحب دږیرې پریښود ل په شریعت کې څه حکم لري ؟اوهغوي چې ږیره لنډه وي اویایی هم کلي وي څه وعیدورته شته که نه ؟
بینواتوجروا
محترمه وروره ! اسم محض اولقب دي دواړه ډېر مبارک دي  خدائ دي وکړي چي له اسم محض څخه دي موږ هم برخورداره سو .
محترمه وروره ستاداولي پوښتني جواب له مخه موږ په بېنواکښي دجوابونو په سلسله کښي کړئ دئ :
ستاداولي پوښتني جواب: 

دحمل ساقطول دضرورت په وجه :
 که یوه  ښځه ماشوم ولري او هغه د۸ میاشتو وي او د مور یې بل ماشوم په نس سې، د هغې میړه راضي نه  وي چی بل کوچنئ پیدا کړي ، او دا  دغه کوچنئ د درملو په واسطه و غورځوي ، مخکي د څلويښت ورځو ، نو دا دشریعت له پلوه څه حکم لري ؟
                                                                                                                 الجواب ومنه الصواب  :
  په  هغه صورت کښي چي عذر وي نو بيا دغه کار روا دئ، مثلاً ددې خطره وي چي دغه شيرخورکوچنئ به د حمل په وجه زيانمن سي ، او يا داښځه مثلا ناجوړه وي او د دغه حمل په وجه ددې خطر وي چي مرض يې نور سخت سي ، نو د داسي  عذرو په وجه تر هغه پوري دحمل ساقطول  روادي چي دغه حمل دمور په  نس کښي ژوندئ سوئ نه وي ، او د حمل ژوندي کېدل  د مور په نس کښي د ځينو ښځو دوڅلويښت ورځي کېدائ سي لکه چي په يوه حديث کي هم دغه ډول راغلي دي ، اوغالبادحمل ژوندوروسته له څلورو مياشتو منځته راځی اوبې ضرورته د حمل ساقطول بهر صورت حرام دي ، هم له مخه تر ژوند حرام دئ او هم  وروسته تر ژوند . [الفقه في ثوبه الجديد : ج۲ ص۴۰] .
د فتاوی ابن تيميه دڅلورم جلدپه  ۲۱۷مخ کښي  راغلي دي : «اسقاط الحمل حرام باجماع المسلمين من الواد الذي قال الله تعالي فيه  : واذاالموءدة سئلت،بأي ذنب قتلت » .
او د ابن حزم  په «المحلی ج۱۲ ص۲۷۸» کښي داسي راغلي دي « الجنين الذي استبان بعض خلقه بمنزلة الجنين التام »  .  / دقاضي خان په کتاب الحظروالاباحة کښي داسي راغلي دي : «ولا يخفي انها تاثم اثم القتل لو استبان خلقه ومات بفعلها» .
د شيرخور بچي او د رمور د صحت پخاطر د دوهم حمل اسقاط :
پوښتنه :  اوریدلی مې دي چې یوه ښځه که خپل ماشوم ته شیدې (تئ) ورکوي، نو هغه پدې (دوه کالو) موده کښي نه حامله کیږي، اما ډیر وخت مې داسې لیدلي چې همدا میرمن ډیر ژر بل حمل اخلي او کوچنی ماشوم یې د یوه کال شاوخوا عمر لري چې دوهم  ماشوم یې په کور کي تولد کیږي ، چي هم د مور او هم یې د دواړو ماشومانو د روغتیا لپاره  ښه نه وي ، نو اوس که یو شخص له ځینو دواګانو څخه ګټه وانخلي او بیا یې میرمن حامله شي ، نو آیا د شریعت له نظره د حمل په لومړی وخت کي د سقط مجوز شته او که نه؟ او که وي نو تر کومي مودې پوري به وي او که نه وي نو دا شخص باید د ژر ژر حمل دمخنیوي په موخه څه وکړي. الله مو اجر په دنیا او آخرت کي نصیب کړه .
                                                                                                                         الجواب ومنه الصواب  :
  داخبره خو بېځايه ده چي دښځي شېرخوره کوچنئ وي نوداپه دووکالوکښي حمل نه اخلي بلکي کېدائ سي چي ديوه کوچني له  زېږولوڅخه وروسته په لنډ وخت کښي تازه حملداره وګرځي خو له حملداره  کېدو وروسته مختلف صورتونه دي :
اول صورت دادئ چي دغه نوئ حمل دمور په رحم کښي ديوې ټوټې غوښي په شکل کي وي او انساني اعضاء يوهم نوي پکښي ښکاره سوي . دوهم صورت دادئ چي ځيني اعضاء يې هم ښکاره سوي وي لکه لاسونه ياپښې . دريم صورت يې دادئ چي ټول انساني بدن يې کامل سوئ وي خو روح لانه وي پکښي داخله سوې  . څلورم صورت دادئ چي روح پکښي داخله سي .
بې ضرورته دحمل ساقطول پدغوڅلورو صورتوکښي ناروادئ،او د ضرورت په وجه له اخيري صورته ماسواپه نوروصورتوکښي دحمل اسقاط جائزدئ  .
د فقهآؤ د قول مطابق ړومبني درې صورتونه د څلورو مياشتو د پوره کېدو له مخه منځ ته راځي او اخيري صورت د حمل دڅلورمي مياشتي په جريان کښي تحقق پيداکوي ، خو د احاديثو له رويه له ځينو احاديثوڅخه داسي فهميږي چي له دوڅلويښتو ورځوڅخه وروسته کوچنئ په رحم کښي ژوندئ کيږي ، اوله  ځينواحاديثوڅخه داسي فهميږي چي له حملداره کېدوڅخه څلورمه مياشت وروسته کوچنئ حيات پيداکوي  [مرقات : ج۱ / الفقه في ثوبه الجديد] . 
د فتاوی ابن تيميه دڅلورم جلدپه  ۲۱۷مخ کښي  راغلي دي : «اسقاط الحمل حرام باجماع المسلمين من الواد الذي قال الله تعالي فيه  : واذاالموءدة سئلت،بأي ذنب قتلت » .
او د ابن حزم  په «المحلی ج۱۲ ص۲۷۸» کښي داسي راغلي دي « الجنين الذي استبان بعض خلقه بمنزلة الجنين التام »  .  / دقاضي خان په کتاب الحظروالاباحة کښي داسي راغلي دي : «ولا يخفي انها تاثم اثم القتل لو استبان خلقه ومات بفعلها» .
والسلام ومن الله التوفيق.
اوکومه پوښتنه چي دي دږيري په باره کښي په دوهم نوبت کښي کړېده نو محترمه وروره اوس په لنډو الفاظو کښي درته وايم چي دږيري پرېښودل داسلام له نظره واجب دئ اوترقبضې لنډول اوياخرېېل يې حرام دي ، او عذاب يې دقيامت په ورځ داسي دئ لکه څوک چي په اسلام کښي يو واجب يافرض عمل پرېږدي.
 که تاسی ودې ته اړتیا لري چی دږيري په باره کښي مکمله اسلامي تشريح وسي نو بيا  ددوهم وار دپاره پوښتنه تکرار کړئ. والسلام .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery