دخپریدو نیټه : 2005-01-11 مخپرونکئ : عزیز احمدلمر
د موميايي مړي د موندنې دعوه بيا شوې ده
١٣٨٣ د مرغومي ٢٢
کابل : په تېرو څو اوونيو کې په دوهم ځل د يوۀ لرغوني موميايي شوي مړي د موندنې خبر ورکړی شوی دی .
دا ځل د بلخ ولايت په يوې ولسوالۍ کې د موميايي شوي مړي خبر ورکړل شوی دی چې د ځايي چارواکو په وينا به کابل ته راليږدول کيږی .
دوه اوونۍ وړاندې د بدخشان له ولايت څخه هم يو خبر راغلی و چې ګواکې هورې هم دوه موميايي شوي مړي موندل شوي دي .
د هغو په اړه لا تر اوسه نور څه نه دي په ډاګه شوي چې په رښتيا هم موميايي شوي مړي و که د بدخشان په سړه هوا کې روغ رمټ پاتې شوي مړي .
د طالبانو په واکمنۍ کې د يوۀ موميايي شوي مړي په باب هغه وخت د درو هيوادونو ترمنځ لانجه پيدا شوه چې ايران او پاکستان په افغانستان کې د پيدا شوي يوۀ ظاهرآ موميايي شوي مړي په سر دعوه وکړه .
د هغۀ مړي په اړه وروته وروسته خبر خپور شو چې ګواکې موميايي نه و .