مکمل غیر سیاسي: ایا زمونږ اوسنې
حال خو همداسې نه دې!
د التمش لیکنه
دایمان پلورنکوداستان
دوهمه برخه
د اصلي قصې د اوریدو تر
مخه دا اړینه ده چی ددی پیښی د مخه وختونه تر نظره تیر کړل شي. د صلاح الدین ایوبي د نوم ،
په اسلامي تاریخ کې دهغې دکړونو د ستروالي او ځاې او سرښندونو څخه په څوک خبر نه وي؟
اسلامی امت خو یې هیڅکله هم نه شي هیروالایې . او مسیحی نړۍ په یی هم د تل له پاره په یاد
ولري . په دې اساس دا اړینه نه بریښې چی د صلاح الدین ایوبي د نسب شجره دی په تفصیلي توګه بیان
کړل شي . مونږ چی کومې پیښې ددلته لو ستونکو ته تر مخ ږدو نو هغه دومره پراخه دي
چی د تاریخ لمن سره را ټولوي. دغه تقصیلات د پیښو د لیکونکو او د قلم د خاوندانو
په ریکارډ کÛ
ثبت وي ، او څه د یوی سینی د سلولونو څخه د بلی سیني سلولونو
ته ور رسیدلي دی . د تاریخ په لمن کی یواځې د صلاح الدین ایوبي کړنې یاد کړل شوي دي او د
هغو سازښونو په هکله لږ څه مومو چې دهغې خپلو دهغې پر خلاف کړی دي . او دهغي د ورځ
په ورځ زیاتیدونکي شهرت او ستروالي دداغداره کولو له پاره یی هغه د ښکلو نجونو په یوه
داسی جال کی د را ګیرولو بیا بیا هڅې کړی چی د هغوی په ښایست کی طلسماتي اغیز
و.
د اسلامی تاریخ د ا ریښتوني ډرامه په ۲۳ د مارچ ۱۱۶۹ زیږدیز کال کی پیلیږي . یعني
هغه وخت چی صلاح الدین ایوبي د مصر وایسراي او د فوځ اعلی قوماندان و ټاکل شو. هغه
ته دومره ستره رتپه په دی خاطر ورکړل شوه چی هغه تر هر څه لمړې د حکمرانې کورنۍ نوی
نیالګې و او دویم دا چی چی هغه د خپل عمر په لمړیو کی د جنګ او ځپلو د فن ماهر ګرزید
ی و . عسکریت ورته په میراث کی پاته شوی و . دهغی په ذهن کی حکمرانی د بادشاهی
په معنی نه ، بلکه د اسلام د ساتنی او د قوم د ستروالي او د خیر ښیګڼې په خاطر وه . کله چی د
هغی شعور را بیداره شو نو په لمړی ځل یي محسوس کړه چ
ی په مسلمانو حکمرانانو
کی نه یواځی یووالی نشته بلکه یو له بله سره د کومک او بسپنی کولو څخه هم ډه ډه کوي
. هغوی عیاش ګرزیدلی و . شرابو او ښکلو نجونو اوښځو که له یوه اړخه دهغوی
ژوند رنګین ګرزولی و، خو هلته یی د اسلامی امت او د اللهج د دغه ستر مذهب راتلونکی
دتیاری سره مخ کړی وه . د هغوی دامیرانو،وزیرانو او مشاورینو ناست ځایونه د
نامسلمانه ښایسته نجونو څخه ډک شوی و. له دوی څخه ډیرې نجوني یهودی او عیسایي وې چی
د ځانګړو زده کړو وروسته یی دی ناست ځایو ته ور داخلي کړی وی . د حیرانوونکي ښایست او د اداکا
ۍ د فن هنرمنداني دغه نجونې د Ù
�سلمانانو حکمرانانو او پادشاهانو کÚ
ې او د هغوي ملی
غرور د لرګی د چینجي (دیمک ) په څیر رژاوه.
ددې پایلې دا شوي چې صلیبیان چی فرینک (فرنګیان)
په کې په ځانګړې ډول د یاد ولو وړ دې ، د مسلمانانو ځمکی ټوټی ټوټې یو پر بل
پسي د کومي تیرې کړې او ان تر دې چی یو شمیر مسلمان حاکمان فرنګیانو (اوسني انګلیسانو ) ته
کلنی محصول ( ټیکس) او جزیه ورکونکی وګرزیدل .دا محصول د بدمعاشۍ د محصول تر نامه لاندی هم
یادیده . صلیبیانو به د خپل فوځی ځواک په زور او هم د کوچنیو کوچنیو یرغلونو په شکل
کی دا حکمرانان ویرول ، په لږی سیمی باندی به یی قبضه کوله ، تاوان او ټیکس به یی
اخسته ، او موخې یی داوی چی په کلار کلار اسلامی امت د کومی تیر کړی . مسلم
انو Ø
�کمرانانو به د خپلو رعایاو د وینی په څکلو د هغوی څخه محصول تر لاسه کاوه
او صلیبیانوته په یی ورسپاره ، دهغوی هدف داو چی د هغوی د عیش او عشرت په ژوند
کی کوم اخلال منځته را نشي .
هلته یی د قوم پالني تخم هم و شینده ، او تر ټولو خطرناکه ډله یی
د حسن صباح تر نامه لاندی جوړه کړه .دغه ډله د صلاح الدین ایوبي د ځوانۍ څخه نژدی یوه پیړۍ
مخته دهمدی موخو د تر لاسه کولو له پاره جوره کړل شوی وه . دا د ګټه پالو ډله او فرقه وه
، بی حده خطرناکه او د اسرارو نه ډکه ، . ددی فرقی اړوندو به ځانته «فداییان » ویل .
خو وروسته د حشیشین په نامه په دی خاطر مشهور شول چی دوی به د حشیش دنشه کونکي
بوټی د موادو په اساس نور خلک په خپل جال کی را نښلول .
صلاح الدین ایوبي د نظام
الملک په مدرسه کی ښوونه او روزنه تر سره کړی وه . پخپله نظام الملک د اسلامی نړۍ په
یوه مملکت کی یو وزیر و ، ددی مدرسی بنسټ همهاغه ایښودی و . په دی مدرسی کی به
اسلامی ښوونه او روزنه ورکول کیده او کوچنیان به د اسلامی تاریخ او نظریاتو څخه
پوره پوره خبریدل .
د یوه تاریخ پوه « ابن الاطهر» د وینا په اساس ، نظام الملک پخپله د حسن
صباح د فداییانو لمړنې ښکار و. ځکه چی هغه د رومیانو د پراخ غوښتنو په مقابل کی لکه دغره په څ
یر ولاړ و . رومیانو هغه په ۱۰۹۱ زیږدیز کال کی د همدی فداییانو په لاسو وواژه ، خو
مدرسه یی په خپل ځای پاته شوه . صلاح الدین ایوبي همدلته ښوونه او روزنه وکړه . په همدی عم
ر کی یی د عسکریت روزنه هم د خپلو مشرانو له خوا تر لاسه کړه . نورالدین
زنګي هغه ته جنګي تاکتیکونه ورزده کړل ، د هیواد د نظام د پر مخبیولو روزنه یی و
کړه ، او په ډپلوماسۍ کی یی ښه پوهه ور و ښووله . دغي ښونو او Ø
�وزنو په هغی
کی هغه جذپه را پیدا کړه چی وروسته یی بیا همغه د صلیبیانو له پاره د برق د تا
ونو په څیر و ګرځوله ، هغه د ځوانۍ په پوړ کی هغه ډول ذهانت او وړتیا تر لاسه کړې وه
چی د یوه ستر سالار له پاره اړینه وي .
صلاح الدین ایوبي د جنګ اوځپلو د فن ترڅنګ د جاسوسۍ
(Intelligence) ، کمانډو او غلچکي بریدونو(Commando and Guerilla operation) ته هم ځانګړې پاملرنه وکړه . هغه به کتل چی
صلیبیان د جاسوسۍ په ډګر کی ډیر مخته تللي دي ، او هغوی د مسلمانانو په نظریاتو باندی په ډیر
هنر سره یرغلونه کوی . صلاح الدین ایوبي غوښتل چی د نظریاتو په سنګر کی و جنګیږي ، هلته
چی د توری د استعمال اړتیا نه و ی . په دی قصه کی به تاسي مخته ووینئ چی د هغی دتوري
وهنه ډیره درنه او ژوره وه او دهغی د مینی ګذار خو د هرڅه سخت وهل کولاې شول . د
هغي له پاره د زغم او تحمل اړتیا وه چی هغي د خپل عمر په لمړنیو و
ختو کی
په خپل ځان کی پیدا کړی وه .
کله چی هغه د مصرد وایسراې او د عسکري ځواکونو د عمومی قوماندان
په څیر مصر ته و استول شو، نویوشمیر هغو منصبدارانو ستره غوغا جوړه کړه چی ددی
رتبی له پاره کلونه کلونه منتظر ناست ول . د هغوي له انده صلاح الدین ایوبي لا تر
اوسه د مکتب شاګرداو کوچنې هلک و خو کله چی د مکتب دا شاګرد دهغوی مخته راغی ، دهغی
خبری یی واوریدی ، نو دهغوی احتجاج په ټپه و درید. د« لین پول » تاریخپوه له مخي صلاح ا
دین ایوبي په ډسیپلین (Discipline )باندي ثابت او ولاړ وخوت . هغه د خپل ځان او خپل فوځ له
پاره تفریح ، عیاشي او ارام کول حرام و ګرځول ، هغه خپل دماغي او جسمØ
�نی
ځواکونه یواځي په دی باندی راټول کړل چی اسلامي سلطنت نور هم غښتلې کړي او
صلیبیان ددی مځکو څخه بیرون وشړي . هغه په هر قیمت په فلسطین باندی بیرته سلطه
پیدا کول عوښتل او همدا موخی یی خپل فوځ ته هم ورکړی. د مصر د وایسراې په څیر به
هغه وویل : [ الله ماته د مصر مځکه را کړې نو دهمغی ستر ذات به ماته فلسطین هم
را و بښي] خو مصر ته په ورسیدو سره هغه ته په ډاګه شوه چی د هغې مقابله یواځی د صلیبیانو س
ه نه ده بلکه خبلو مسلمانانو ورونو هم دهغي په لاره کی ډیر ښایسته ښایسته جالونه
غړولې دي او دا جالونه د صلیبیانو د موخو او د هغوی د فوځي ځو
اک څخه هم خطرناکه دي
.
******(۳)
هغو فوځي او قومی مشرانو چی مصر ته په ورسیدو سره د هغه ښه راغلاست ووایه په
هغوی کی ناجی نومی یو عسکری سالار ډیر د اهمیت وړ و. ایوبي ټول د سر نه تر پښو پوری و کتل ،
دهغه په شونډو خندا او په ژپه یی دمیني او محبت خواږه ټکي. یو شمیر پخوانیو افسرانو
هغه ته داسې و کتل چی دهغوی کتنه د طنزاو تمسخر نه ډکه وه . هغوی د صلاح الدین ایوبي
یواځی نوم اوریدلی و . او یا د هغي په هکله همدومره پوهیدل چی هغه د حاکمی کورنۍ غړی او
دخپل د کاکا د زوي ځای ناستې دې . هغوي په دی هم پوهیدل چی د نورالدین زنګی سره د هغه
اړیکی څه ډول دی ! د هغوی له انده د صلاح الدین ای
وبي اهمیت یواځی د هغی دکورنۍ له
اړخه دی ، او یا یی په دی خاطر هغه ته اهمیت ورکړ چی هغه د مصر دفوځي وایسرای په څی
راغلی دې . ددی پرته هغوي صلاح الدین ایوبي ته هیڅ ډول ارزښت ورنکړ. یو زوړ
فوځی سالار په خپل څنګ کی ولاړ د یو بل سالار په غوږ کی وویل [ کوچنې دی ، مونږ به یی
پالنه کوو ]
تاریخ پوهان او دهغي وخت د پیښو لیکونکي دا نه شي ویلایی چی صلاح الدین ایوبي د هغې
خلکو په آندونو پوه شوی هم و او که نه . هغه د ښه راغلاست په دی هجوم کی یو کوچنی
معلومیده ، خو کله چی د ناجي سره د ښه راغلاست په وخت کی تم شو نو د ایوبي په مخ کی بدلون را
پیدا شو. هغه غوښتل ناجي ته لاس ورکړی خو ناجي چی دهغي د پلار په عمر و د ټولو تر مخه د دربا
ي غوړه مالو په څیر ټیټ شو او بیا د ایوبي سره ور غاړیوت. د ایوبي تندی یی ماچ کړ او
ویی ویل : [ زما د وینی اخرین څاڅکی به هم ستا د ځان د خوندي ساتلو په خاطر توییږي . ته له ماسره د«
زنګی »او « شرکوه» امانت یې.]
(زما ځان د اسلام د عظمت نه ډیر ارزښتناکه نه دې.!) صلاح الدین
ایوبي د ناجي لاس ښکل کړ او زیاته یی کړه (درونده ! د خپلی وینی یو یو څاڅکی
خوندي و ساته ، صلیبیان د تورو وریځو په څیر په امت را خپریږي . )
ناجي ورته په
ځواب کی یواځی موسکې شو، داسی لکه د صلاح الدین ایوبي څخه یی چی کومه ټوقه اوریدلی وي
.داسي بریښیده چی په غالب ګمان صلاح الدین ایوبي د دغه تجربه لرونکي سالار د خندا اهم
یت نه وي درک کړې . ناجي د فاطمي خلافت څخه راپاته یو روزل شوې سالار و . هغه په مصر کی د
ساتونکو (Body guards) د ډلی قومندان و . د نفرو شمیره یی نژدی پنځوس زره (۵۰۰۰۰) تنو ته
سیده . دغه وګړی ټول سوډانیان ول ، دا ډله دهغی وخت په نوو او عصری وسلو سنباله
وه. چی اوس د ناجي په لاسو کی یوه درنده ځپونکي وسله ګرزیدلی وه، او دهمدی ډلی په مټو ناجي د
یوه بی تخته پادشاه په څیØ
± خپل حکومت کاوه . دا وخت د ګټی پالني او سازښونو وخت و . د اس
امی نړۍ مرکزیت له منځه تللې و .د صلیبیانو تخریي کارونه هم په ډیره زړه وړونکی
توګه روان و . د زرپالنې او عیش او عشرت دوره وه . هر چا چي لږ ځواک هم درلوده نو
هغه یی دخپلي واکمنی د ټینګښت او د مال او شتمنۍ د راټولولو په خاطر مصرفاوه . دسوډاني ساتونکو د
ډلی مشر او قومندان ناجي د مصر د حکمرانانو او نورو مشرانو له پاره یو ویرونکي خوب ګ
زیدلی و. الله هم هغه ته دغسی یو شیطانی دماغ ورکړی و. هغه ته به یی په هغه وخت کی پادشاه
جوړونکی وایه ، په جوړولو او ورانولو کی یی ځانګړی پوهه درلودÙ
‡ ، هغه صلاح الدین ایوبي و
کوت نو په
® یی هماغسی خندا را خپره شوه لکه څنګه چی یوه کمزوري میږه د
یوه ځواکمن لیوه غاښونو ته ور لویږی . ایوبي دغه د زهرو ډکه خندا نه وه
درک کړې . هغه ته تر ټولو مهم وګړی پخپله ناجی و . ځکه چی هغه د پنځوس زره
ساتونکو د ډلی قومندان و او صلاح الدین ایوبي ته ددی فوځ اړتیا وه .
صلاح الدین ایوبي ته
وویل شول چی : درونده مشره ! د ډیر لری ځای څخه دی تشریف راوړې ، لمړې ارام
وکړه! خو هغه ورته وویل :[ هغه لنګۍ چی زما پر سر ایښوول شوي ،زه د هغی وړ نه ووم
، دغی لنګۍ زما خوب او ارام له منځه وړې ،ایا تاسې درانده شخصیتونه به ما د
هغی چت سیوري ته بدرګه نه کړئ چیری چی زما دندی (فرایض) زما انتظار کوی ؟]
(ای
حضور! دکار د پیل د مخه غذا ته میل نه لرې؟ یوه نایب یی تری و پوښتل .) صلاح الدین
ایوبي لږڅه فکر او ځنډ وکړ او بیا له هغه سره ولاړ . دهغې ودانۍ په مخکې
چی غذا په کی تیاره شوی وه دواړو لورو ته ځواکمن شکله ساتونکی ولاړ ول .
ایوبي ددغه ګارډ او ساتونکو قد، شکل او وسلي و کتلی نو پر مخ یی روښنایی را پیدا شوه .
خو دا روښنایی د ودانۍ دروازی ته د ور رسیدو سره سم پایی ته ورسیده . هلته څلور
ځوانی نجوني چې په جسمونو یی نری لباس او په اوږو یی خپری زلفی را پرتې
وې او د ښایست نمونی یی له ځانو جوړی کړی و ی ، په لاسو کی یی د ګلونو د پاڼو
ک
ی ټوکرئ نیولی ولاړې وې . هغوی د صلاح الدین ایوبي په قدمونو کی د ګلونو د
پاڼو په ښیندلو پیل وکړ ، او تر څنګ یی د ډول او رباب اوازونه د اغیزمنو نغمو سره یو
ځای را پورته شول . ایوبي په خپله لاره کی د ګلانو د پاڼو په لیدلو سره خپل قدمونه بیرته
اته کړل ، ناجي او دهغی معاون یی دواړو خواو ته روان و . هغه دواړه ورته ښکته
ول او ایوبي ته یی د وړاندی تګ بلنه ورکړه . دا هغه تګلاره وه چی مغلو پادشاهانو په هندوستان
کی رواج کړی وه.[ ایوبي د ګلونو د پاڼو د مروړلو او بښو لاندی کولو له پاره نه دی راغلی .]
ایوبي په داسی خندا کی دا خبره وکړه چی خلکو به ډÛ
�ره کمه ، کله هم د چا په شوڼدو کتلی وÙ
(مونږ له اسمانه ستوری هم د حضور په لاره کی را شکولی او غوړولی شو) ناجي ووی
.
[که چیری زما په لار کی څه غوړول وي نو هغه یواځی یو شی دې چی زما زړه
خو شحالوي ] صلاح الدین ایوبي وویل .
(تاسی حکم وکړئ ) نائب وویل : ( هغه کوم شې دی چی د حضور
زړه پری خو شحالیږي .). [د صلیبیانو لاشونه !] ایوبي ورته سمدستي په خندا شو او ځواب
یی ورکړ. خو سمدستي یی خندا ورکه شوه ، د هغې د سترګو څخه د اور بڅرګي را ووتل او په ټیټ
اواز یی ،چی قهر او غضب په کی پټ و ، وویل :[د مسلمانانو ژوند دګلونو غنچه نه ده ، زه نه پوهیږ
م ، صلیبیان اسلامی سلطنت د مږو او مږکانو په څیر خوري ، اوپو هیږم چی هغوی ولی بریالی کیږی .
دا یواځی په دی خاطر چی مونږ د ګلونو په پاڼو تګ پیل کړی دی . مونږ خپل بچیان لوڅ کړی او
دهغوی عصمت او عزت مو تر پښو لاندی کړی ، زما سترګي په فلسطÛ
�ن لګیږی ، تاسی زما تر
پښو لاندی د ګلونو په شیندلو سره د مصر څخه هم د اسلام جنډا را کښیباسئ،.......] هغه ټولو ته و کتل
او په پوره دبدبې سره یی وویل :[ زما له لاری دا ګلونه پورته کړئ ، که ما پری قدم
کښیښود نو زما روح به په اغزیو سورې سورې شي . د غه نجونی زما له لاری
لری کړئ ، هسی نه چی داسی و نه شي چی زما توره ددوی په زړه وړونکو زلفو او ښایسته
ویښتانو کی په نښتو سره بیکاره پاته شي .]
(د حضور دبدبه او ......)،
[ ماته حضور مه وایی ]
صلاح الدین ایوبي ویونکی داسی و ټوکه ، لکه په توره چی د کوم کافر غاړه وهل کیږی. هغه
وویل [حضور هغه دی چی تاسی یی کلیمه لولئ ، او زه یی هم غلام یم ، زما ځان دی
دهغی حضورص څخه ځار شي چی پاک پیغام یی ما په خپلی سینی کی لیکلی راوړی .
ما همدا پیغام له ځانه سره مصر ته راوړی ، صلیبیان غواړی زماڅخه دغه پیغام واخلي او د روم
په بحیره کی یی ورډوب کړي ، په شرابو کی یی ور و منډي ، زه د پادشاه په څیر نه یم راغلی
.]
نجونو د چا دسترګو په اشارو سره د ګلونو پاڼي راټولی او دهغې ځایه لري شوې . صلاح الدین ایوبي په
چټکۍ سره ددروازی له لاری دننه ولاړ ، یوه پراخه سالون و چی یو اوږد میز په کی
ایښوول شوې و. د میز پاسنۍ برخه په رنګ رنګ ګلونو ښایسته کړل شوې وه، دګلونو تر منځ د ګ
و او وزو وریتې کړل شوی برخې ، پوره پوره وریت کړل شوې چرګان ، او .... نامعلوم
ه چې څه څه ډول خوراکونه ځای په ځای شوې و. صلاح الدین ایوبی ودرید او د خپل
نائب څخه یی و پوښتل [ ایا د مصر هر اوسیدونکې همدا ډول غذا خوري ؟] ( نه حضور!) نائب ورته
ځواب ورکړ . غریب خلک خو داسې غذا په خوب کی هÙ
… نه ویني .
[تاسې ټول د
کوم قوم خلک یاست ؟ صلاح الدین ایوبي تری وپو ښتل . ایا د هغی خلکو قوم بل
کوم دی چی داسی غذا په خوب کی هم نه ویني ؟ کله یی چی دهیڅ لوری څخه ځواب و نه م
وند نو ویی ویل : [ دلته چی څومره کارکونکي دی ، او څومره عسکر چی په دنده مشغول دي
هغوی ټول دننه را وغواړئ او دا غذا پر هغوی و خوروئ. هغه لاس ښکته کړ او
یوه وچه ډوډۍ یی را پورته کړه . دهغي له پاسه دوه دری د غوښی ټوټې
کښیښودې . او په ولاړه ولاړه یی وخوړې . په ډیره بیړه یی یوه ډوډۍ و خوړله او یو ګی
اس اوبه یی پسی و چښلې . او د ساتونکو قومندان «ناجي» یی له ځانه سره کړ او
د
کمرې څخه ووت او هغه سالون ته ولاړ چی د وایسراې د کار ځای و.
دوه ساعته و
وسته ناجي بیرون را ووت ، په منډه ولاړ او په خپل آس سپور شو. آس ته یی لغته و
کړه او په لږه شیپه کی د سترګو پټ شو.
د شپې ناجي په خپلې ځانګړې کوټه کی دخپلودوه
قومندانانو او د راز باوري ملګرو سره ناست و، د شرابو پیالې یې په لاسو کی ، مست ول ،
ناجي ورته وویل : ( د ځوانۍ جوش دې ، په لږو ورځو کی په یی یخ کړم. کمبخته چی هره خبره
کوی وایی چی د کعبې په رب می سوګند چی د اسلامی سلطنت څخه د صلیبیانو په بیرون
کولو به ارام تر لاسه کوم )
صلاح الدین ایوبي !! یو قومندان په طنزکونکی توګه
وویل : دومره نه پوهیږی چی د اسلامی سلطنت نه هوا ختلي ده ، اوس به سوډانیان حکومت کوي
.
(ایا تا هغه ته نه دی ویلی چی دغه پنځوس زره لښکر ټول سوډانیان دي ؟ یو بل قوم
ندان د ناجي څخه و پوښتل، او دغه لښکر چی هغه یی خپل فوځ ګڼي ، دصلیبیانو پرخ
اف هیڅکله هم جنګ نه کوي .)
«اورشه » ! ستا دماغ درست دې ؟ ناجي وویل: زه هغه
ته همدا خبره کوم چی دغه پنځوس زره د سوډاني زمریانو لښکر به ستا په
یوي اشارې سره صلیبیان ټوټي ټو ټې کړي . لیکن ...... ناجي چپه خوله شو او په څه فکر
کی ډوب شو.
خو څه ؟
«هغه ماته حکم کړې چی د مصر د اوسیدونکو یو لښکر تیار کړم ، ناجي
وویل ، هغه ویلی چی د یوه هیواد فوځ باندی تکیه کول مناسب نه وي ، هغه غواړي د مصر خلک
په فوځ کی واخلي او زمونږ د فوځ په لیکو کی یی را ګډ کړي .»
نو تا څه ځواب ورکړ؟
ما
ورته وویل چی ستا حکم به د سر په سترګو پلې کیږي . ناجی ورته ځواب ورکړ. خو زه به دداسي حکم
تعمیل و نه کړم.
د مزاج له اړخه څه ډول شخصیت دی؟ اوروش تری و پو ښتل .
پوره ضدي مع
ومیږې ، ناجي ځواب ورکړ.
ستا د پوهي او تجربی په مخ کی هغه هیڅ هم نه بریښي ، یو بل
قومندان وویل ، د مصر نوی نوی حکمران ټاکل شوی او راغلی تر یو څو ورځو پوری به دا
نشه د هغې په مغزو کی موجوده وي .
زه به دهغی دا نشه هیڅ کله هم کښیوتو ته پری نږدم . ناجی
وویل ، هغه به په همدی نشې کی بدمسته او له منځه یوسم .
ترډیره وخته پوری دغه دریواړو
د صلاح الدین ایوبي پر خلاف خبری کولی او په دی ستونزې یی غور کاوه چی که چیری صلاح ا
دین ایوبي د ناجي بی تاجه پادشاهۍ ته خطره پیدا کړ نو بیا به دوی څه ډول تګلاره خپلوي ! ه
ته صلاح الدین ایوبي خپل نائیبین په خپل مخکی کښینولی او هغوي ته دا ورپه یادوي چی هغه دحکومت کو
و له پاره نه دی راغلي او نه به چاته د حکومت کولو اجازه ورکړي . هغه هغوي ته وویل چی
هغه ته د جنګي ځواک اړتیا ده . او هغه دا هم وویل چی هغه ته ددی ځای دغه فوځی جوړښتونه له یوه
سره د منلو وړ نه دي . دلته پنځوس زره سوډانی ساتونکي دي حال داچی مونږ باید
د هری سیم
ی اوسیدونکو ته دا حق ورکړو چی هغوی دی زمونږ په فوځ کی خدمت وکړی ، خپلی وړتیاوی دی وښائي او د
غنیمت د مالونو څخه دی خپله برخه پورته کړي. ددی ځای د خلکو د ژوندانه سطحه همدا ډول پورته
کیدای شي . صلاح الدین ایوبي هغوی ته وویل : [ما ناجي ته ویلی دی چی هغه دی په عامه توګه
د فوځی خدمت له پاره خلک را وبولي .]
(ایا ته ډاډمن یی چی هغه به ستا دحکم منلو ته غاړه
کښیږدي ؟] یوه ناظم تری وپو ښتل.
[ایا هغه به د حکم د منلو څخه غاړه ورغړوي ؟]
هغه غاړه
رغړولای شي ! یوه ناظم ورته وویل ، فوځی امور همغه ته سپارل شوی دی . هغه د چا څخه په دی هکله ح
کم نه اخلي بلکه څنګه یی چی خوښه وي همغسي کوی .
صلاح الدین ایوبي پټه خوله پاته شو.
داسی لکه هیڅ شي چی پری اغیز نه وي کړې. هغه ټول رخصت کړل ، او یواځی علی بن سفیان یی له
خپله ځانه سره پریښود. علی بن سفیان د جاسوسۍ او د ځوابي جاسوسۍ د فن لوبغاړی و. هغه صلاح الدین
ایوبي د بغداد څخه له ځانه سره یوځای راوړی و. د پاخه عمر سړی و، په اداکارۍ ، کالیوبد
ولو او غوړه مالۍ کی یی پوره پوهه درلوده . هغی په جنګونو کی جاسوسي هم کوله او جاسوسان
یی هم نیول . دهغی خپله ډله داسی وه چی د اسمان څخه یی ستوري هم را شکولای شول. صلاح الدین
ایوبي د جاسوسۍ د اهمیت نه پوره پوره خبر و . په علی کی د دی فنی پوهو څخه Ø
�خوا
هماغه جذبه موجوده وه چی په صلاح الدین ایوبي کی لیدل کیده .
[علی تا واوریدل ؟ صلاح الدین
ایوبي ورته وویل . دغي خلکو وویل چی ناجي د چاڅخه حکم نه اخلي ، خپله خوښه په خلکو تپي.]
«هو!» علی ځواب ورکړ. ما واوریدل ، که چیری زه د مخونو په پیژندګلوی کی غلطی ونه
کړم نو زما د آنده د ساتونکو دډلې دغه قومندان چی نوم یی ناجي دی ، دکرغیړن ذهن انسان
دی . ددی په اړوند ماته د پخوا څخه معلوما ت شته . دغه فوځ چی زمونږ د خزانی څخه
تنخواه اخلی، په اصل کی د ناجی شخصی فوځ دی . هغه په حکومتي کړیو کی داسی داسی سازشونه کړي
چی دهغی له مخی ددولت اداری جوړښت تر ډیره کمزوری شوی دی . ستا دا پریکړه بلکل
پر ځای ده چی په فوځ کی د هری سیمی عسکر باید موجود وی ، زه به تاته ډیر ژر تفصی
ی معلومات را غو نډ کړم . زه شکمن یم چی سوډانی فوځ زموÙ
�ږ نه بلکه د
ناجی وفاداره دی . تا ته به ددی فوځ ترتیب او تنظیم کی بدلون را وستل اړین وي او یا به ناجي ددی
کاره لری کوې .»
«زه په خپلو لیکو کی خپل دښمن نه پیدا کوم » صلاح الدین ایوبي ورته وویل ،
«ناجي د کور په رازونو پوه دی. دهغې په لرې کولو هغه د خپل خان له پاره دښمن ګرځول په
هیڅ توګه د عقل او پوهې کار نه دي . زمونږ توری د پردیو له پاره دی . د خپلو د وینو د توی
و له پاره نه دی . زه د ناجی ذهنیت په مینه او محبت بدلولای شم ته د هغی د فوځ د ذهنیت د
معلولو هڅه وکړه . ماته صحیح معلومات راکړه چی فوځ تر کومه ځایه زمونږ وفادار دې
.»
خو ناجي دومره خام سړې نه و . دهغی ذهنیت د میني او محبت د وړانګو څخه ازاد و . هغه ته چی د څه
ی سره مینه وه نو هغه د خپلی واکمنۍ او شیطانت سره وه . په دی اساس هغه یوه تیږه وه
خو څوک به یی چی په خپل جال کی را نښلول غو ښتل نو دهغی تر مخی به د موم په څیر ویلی کیده .
هغه د صلاح الدین ایوبي سره هم همدا تګلاره خپله کړی وه . هغه به د هغه په مخکی نه کښیناست . دهغي
حکم ته به یی د هوکړی غږ کاوه ، هغه د مصر د مختلفو سیمو څخه د ایوبي د حکم په مطابق په
فوځ کی د خلکو ورننویستل پیل کړل . په داسی حال کی چی دا کار دهغی د خوښی او ارادې پر خلاف و . ورځی
تیریدی، صلاح ال
دین ایوبي هم هغه تر ډیره ځایه پوری خوښاوه . ناجي هغه ته یقین ورکړی و
چی سوډانی ساتونکی فوځ د حکم منتظر دی. او همدا فوځ به د ولس د امیدونو پوره ځواب ورکوي .
ناجي دوه دری ځله صلاح الدین ایوبي ته ویلی و چی هغه غواړی د ساتونکو له اړخه هغه
ته بلنه ورکړي او فوځ د هغی د عزت له پاره د جشن د لمانځلو له پاره ناقراره دې. خو صلاح
الدین ایوبي د خپلو ورځنیو مصروفیتونو له مخی دغه بلنه نشوه منلای.
نوربیا