مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-10   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي (۳ برخه )

علامه محمد معين الدين أبوالفضل

دريم ( ۳) له محاسنو د اسلام څخه دادئ چي  اسلام و خپلو ټولو پيروانو ته دا درس ورکوي چي  ـــ هميشه به تاسي له يوه او بل سره په هغه صورت کښي کومک کوۍ چي د بِر او د تقوی ، دخير او د نيکۍ کار وي  .  او په هغه صورت کښي به تاسي د يوه او بل مرسته او إمداد نه کوۍ چي کار د شر اوفساد ، د ګناه اود ظلم وي   . لکه چي الله (جل جلاله) فرمايلي دي : 

       ( تعاونوا عَلی البِرِّ والتقوی  ، و لا تعاونوا علی الإثمِ و العُدوان )
يعني  ه يوه او بل سره په خپل منځ کښي د نيکۍ او د تقوی پر کارو باندي مرسته او کومک کوۍ !  ، او يو له بل سره د ګناه او د ظلم ، تيري پر کارو باندي کومک او مرسته  مه کوۍ  .
او پرته له اسلامه د نورو ټولو ملتو او قومونو صورتحال په دې ډول دئ لکه چي يو شاعر ويلي دي  :

      و مَاانَا اِلا مِن غُزَيَّةَ إن غوَت              غَوَيتُ و اِن تَرشُد غُزيَّةُ أرشُدُ
 يعني نه يم زه ، م ګر له (غزية) قبيلې څخه ،  که چيري دغه زما قبيله ګمرهي کوي نو زه هم ګمرهي کوم ، او که هغه سم کار کوي نوهم   زه سم کار کوم  .

له اسلام څخه پرته د ټولو قومو صورتحال په دغه ډول دئ لکه دغه شاعر چي ويلي دي  .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery