مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پوځي تلپاتي اډې ،ګټې او زيانونه

پښتون زرغون - کليفورنيا

پښتون زرغون – کليفورنيا

 

 د روانې مياشتې ( کب – فبروري ) په لومړۍ اوونۍ کې د متحدو ايالاتو د مشرانو د جرګې يوۀ پلاوی کابل ته سفر درلود چې له څو پلوه د پام وړ و .  امريکايي پلاوي يو وار  بيا ټينګار وکړ چې له افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانان به بيا يوازې نه پريږدي . دا هغه څه و چې نه يوازې د ولسمشر حامد کرزي بلکه د ميليونونو افغانانو د زړۀ غږ و.

 

په دغۀ امريکايي پلاوی کې د نيويارک سناتوره هيلرې کلنتن هم وه چې د افغانستان په ليدو يې وروسته ورځپاڼه ليکونکو ته خوښي وښووله . د پخواني ولسمشر  بيل کلنتن ميرمن هيلرې د ډيرو په ګومان د ديموکراتانو له لورې ښايي د راتلونکو ټاکنو يوه کانديده وي .  له ميرمن کلنتن سره يو بل مخکښ سناتور جان مکين و. ښاغلي مکين په خپلو خبرو کې ياده کړه  متحد ايالات غواړي چې د افغان حکومت په ملګرتيا په دغۀ هيواد کې دايمي يا تلپاتي پوځي اډې جوړي کړي .

 

احساساتي مساله 

افغان دولت تر اوسه  د ښاغلي مکين پر وړانديز کوم دريځ نه دی ښوولی . د پټې خولې دغه دريځ يې د سياسي چارو ځينې شننونکي معقول بولي . داسې مسايل بايد ولسي جرګه وڅيړي . ولس بايد دا حق ولري چې په دا ډول مسايلو کې د هو او نه رايه ورکړي . ځينې ښايي استدلال وکړي چې په احساساتي مسايلو کې د هغۀ ولس نظر ښايي له ولولو ډک وي چې  نژدې درې لسيزې يې په جګړو تيرې کړي دي .

 

د تلپاتو  ګډو پوځي اډو مساله ځکه احساساتي ده چې په تيرو پيړيو کې دغه ډول يو عمل ښکيلاکګر بلل شوی او ثابت شوی دی . افغانان تر بل هر چا د ښکيلاک په وړاندې  ټينګ دريدلي او پر ځای مقاومت يې کړی دی . ليکن د اينټرنيټ پېر د ښکېلاک زاړۀ مفاهيم  بدل کړي دي . اوس  يو هيواد پاس په هسک کې د سپوږمکيو په مټ هم  د بل هيواد څارلی شي ، د اقتصادي مرستو او ژمنو په خوږو يې اړ ايستی شي چې د هغوی له زړۀ سره سم پل واخلي . بنآ  د يوۀ هيواد ښکېلول يوازې پوځي حضور او د پوځي اډې شته والی نه دی .

 

زيانونه

د جنګ ځپلي ولس احساسات پر هغو مسايلو ژر او په اسانه پاريدلی شي چې په سترګو يې ويني . ګاونډيانو ته  چې د تيرو درو لسيزو له افغان تنارۀ يې ډوډۍ ګرمه وه ، د دا ډول پلمې په لاس ورتلل ښه وسيله ده چې پرګنې  وپاروي . حکومت مخالفې سياسي ډلې ټپلې هم د ولس له احساساتو څخه په ګټې اخيستو همدا مساله غټولی شي .  د دولت هره تېروتنه په اسانۍ سره د پردو لښکرو له پاتې کيدو سره تړاو موندلی شي . په دې توګه ولس له دولت څخه پکې واټن پيدا کولی شي .

 

ګټې

د سناتور مکين په خبرو کې د (( ګډو پوځي اډو )) خبره د پام وړ ده .  ښاغلي مکين دا نه وايي چې دغه اډې به يوازې د متحدو ايالاتو وي بلکه افغان پوځ به ورسره ګډ وي . د دې ګټه دا ده چې ډير ژر به افغان پوځ په رښتينې مانا مسلکي پوځ شي . د نړۍ تر ټولو غښتلي او منظم پوځ سره که څوک شپه او ورځ تمرينات کوي ناشونې ده چې اغيز پرې ونه لري . يو غښتلی مسلکي پوځ او د نړۍ د تر ټولو غښتلي ځواک شته والی کورني جنګسالاران يا ټوپکماران د تل لپاره غلي کولی شي . 

 

په سيمه کې ګڼ داسې هيوادونه شته چې پوځي او اقتصادي توان يې  تر افغانستان څو ځلي ډير دی . د نړيوال او غښتلي ملګري ځواک په نشتوالي کې افغانستان بيا د دغو سيمه ييزو ځواکونو د اوزلوبې په ډګر بدليدی شي . موږ داسې ګاونډيان هم لرو چې که يې وس ورسيږي نو  زموږ  خاوره جلا کوي او ملي يو والی مو ماتوي . ځينې نورو سره بيا لانجمنې کرښې ترمنځ لرو چې هغوې يې د نړيوالو پولو په توګه پر موږ تپي . خو د غښتلي ځواک شته والی نه يوازې د همدې ويرو مخنيوی کوي بلکه نړيوال پانګه وال هم هڅوي چې په يوۀ باثباته هيواد کې چې پوتانشل يا توان يې هم ډير دی پانګونه وکړي .

 

پايله

د امريکايي سناتورانو خبرې ته دقت پکار دی . دا بايد جوته شي چې په رښتيا هم واشنګټن دغه ډول کوم هوډ لري او که تش د يو نيم سياست وال هيله ده چې له خواخوږۍ يې وايي . دولت بايد ملت وغږوي . ولس او سياسي استازي يې بايد دې مسالې ته ژور وګوري . ظاهري او احساساتي اړخونه بايد پر اوږدمهالو ملي ګټو ښه ونه بولي . که دغو ټولو اړخونو ته پام وشي د ميرمن کلينتن او نورو امريکايي سناتورانو دغه لنډ سفر ښايي موږ او زموږ راتلونکي کهول ته د تلپاتې سوکالۍ زيری ولري .    

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery