مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-06   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

محرم الحرام او د کربلا شهيدان ( ۶برخه ) .

علامه محمد معين الدين أبوالفضل

دحضرت امام حسن اوامام حسين رضي الله عنهما مناقب ا وفضائل:
( ۱ ) : داسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث کښي فرمايلي دي :
ان جبریل يعين الحسين واني احب ان اعين الحسن  ( انتهی مختصرًا ) .
اخرجه الحارث بن ابي اسامه عن محمد بن علي کذافي الخصائص الکبری ل سيوطي جلـ۲ـد صفحـ۴۶۵ـه.
يعني بيشکه جبريل وحسين ته کومک ورکوي اوبيشکه زه نو داخوښوم چي وحسن ته کومک و کړم.
 دا مبارکه خبره داسلام پيغمبر هغه وخت وکړه چی حسنينو غيږ سره ايستله اورسول الله صلی الله عليه وس م دامام حسن پرطرف خبره کوله نوفاطمي رضي الله عنهاورته وويل چي اي دخدائ پاک رسوله ته له حسن سره کومک کوي که چي دي ترحسين درباندي ګران دئ .
( ۲ ) :ابن عساکر له حضرت ابن عُمر څخه روايت کړئ دئ چي ده مبارک فرمايلي دي :
کان علی الحسن والحسين تعويذانِ فيهما زغبٌ مِن زَغبِ جناح جبرئيل ( کذا في الخصائص الکبری في الصفحة المذکو ة ) .
يعني پر حسن او حسين باندي دوه تعويذونه راځړيدل چي له وړو او ميده بڼو څخه د وزر د جبريل (ع) ول .
( ۳ ) : له حضرت أبي هريرة (رض) څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
مَن أحبَّهما فقد أحبني و مَن أبغضهما فقد أبغضني  ( رواه الإمام أحمد ، کذا في البداية والنهاية ج۸ص۶۰۲ ) .
يعني هر چا چي مينه او محبت وکړ له حسن او حسين سره ، نو په تحقيق سره هغه له ما سره مينه او محبت وکړ او هر چا چي بغض وکړ له دوۍ دواړو سره نو په تحقيق سره هغه له ما سره بغض وکړ  .
 ( ۴ ) : له حضرت أنس بن مالک څخه روايت دئ چي له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه پوښتنه وسوه چي ستا په أهل بيت کښي کوم يو وتاته ډير محبوب دئ ؟ نو ده مبارک په جواب کښي ورته وفرمايل چي حسن او حسين .
( رواه أبو يعلی الموصلي ، کذافي البداية والنهاية في الصفحة المذکورة  ) .
( ۵ ) : له حضرت أبي سعيد څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
الحسن والحسين سيدا شِبابِ أهلِ الجنة إلا ابني الخالة : يحيی و عيسی  ( رواه أبوالقاسم البغوي ، کذافي البداية ) .
يعني : حسن او حسين دوه س داران د ځوانانو د جنت دي ، مګر ماسوی له دوو نفرو چي د خالة ځامن دي چي هغه حضرت يحيی او عيسی ( عليهماالسلام) دي . 
محترمو وروڼو ! اوس د حسنينو د هر يوه تنها تنها په مختصر ډول څه فضایل درته ذکر کوم :
اول إمام حسن ( ضي الله تعالی عنه) :
حاکم له عبدالله إبن عبيدالله څخه روايت کړئ دئ چي حضرت إمام حسن پنځويشت حجه پياده او د پښو په تګ کړيدي ، سره له دې چي سورلۍ او مرکبونه به هم په زياته اندازه ورسره ول  ( کذا نقله السيوطي ) .
إبن سَعد له علي بن زيد څخه روايت کړئ دئ چي إمام حسن دوه کرته خپل ټول جايداد په داسي ډول د خدائ د رضا لپاره صرف کړ چي له ده سره به هيڅ شئ په کور کښي پاته نسو ، او دارنګه يې درې کرته بيا د خپل جائداد نيمئ د خدائ د رضا لپا ه صدقه کړ تر داسي حده چي خپله يوه چوټه بې خيرات کړه او بله بې پريښووله  او يوه موزه بې خيرات کړه او بله بې پ يښووله  ( ذکره السيوطي ، کذا في النبراس ) .
په « شواهد » کښي ذکر سويدي چي د أهلبيتو له دوولسو إمامانو څخه دوهم امام حضرت إمام حسن (رضي الله عنه ) دئ ، إسم کنية دده مبارک أبو محمد ؤ او لقب يې تقي او سيد وو  ، په دريم کال د هجرت درمضان مبارک په نيمايي کي په مدينه منوره کښي دده مبارک تولد وسو  .

کله چي د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) دده مبارک له زوکړي څخه خبر سو نو يې د فاطمة الزهرآء وکورته تشريف وروړ او له حضرت علي (ک م الله وجهه) څخه يې پوښتنه وکړه چي پر ده باندي مو کوم نوم ايښئ دئ ؟
حضرت علي ورته وفرمايل چي ستا بې مشورې خو موږ دا د ځان حق نه بلئ چي پر ده باندي نوم کښيږدو ، البته ځما په زړه کښي دا خوښه ده چي د « حرب » په نامه سره يې مسمی کړو !
د إسلا پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل چي زه بيا د الله (جل جلاله) بې اذنه نسم کولائ چي پر ده باندي نوم کښيږدم ، په دې وخت کښي حضرت جبريل (ع) راغلئ او د إسلام و پيغمبر ته يې وويل چي :
 اې محمده ! الله پاک پر تا باندي سلام وايي او بيا فرمايي چي حضرت علي نسبت و تاته داسي دئ لکه چي حضرت هارون نسبت و موسی (ع) ته ؤ ، نو د هارون (ع) ځوۍ « شبر» نوميدئ نو ته هم بايد پر دغه مبارک لمسي باندي او د حضرت علي پر دغه عاليقدره ځوۍ باندي د شبر نوم کښيږدې !
د إسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي ځموږ ژبه خو عربي ده او شبر خو د عبري زبان کلمه ده !
حضرت جبرئيل ورته وويل چي په عربي کښي د شبر معنی « حسن » ده ، نو په دې سبب يې پر ده مبارک باندي د حسن نوم کښيښووئ   .


د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د حضرت إمام حسن په ښي غوږ کښي اذان او په چپ غوږ کښي إقامت وکړ ( البته د نامه تر ايښودلو له مخه ) بيا يې دده مبارک عقيقة په دوو سپينو پسو سره چي ليږ توروالئ يې هم درلودئ ( چي په عربي کښي أملح ورته ويل کيږي ) وکړه ، او د يوه پسه ورون يې دده مبارک و قابلې ته ورکړ او دده د سر مبارک د وريښتانو په وزن يې سپين زر خيرات کړل .
حضرت إمام حسن له سينې څخه بيا تر ککرۍ پوري تر ټولو خلګو د إسلام له پيغمبر سره ډير مشابه ؤ  .
شيخ فريد الدين عطار (قدس سره) په خپل کتاب کښي چي د « ګل وهرموز » په نامه دئ د  إمام حسن په شان کښي دا ډول فرمايلي دي  ، مثنوي :

    إمامي کو امامت را حســـــــن بود         حسن آمد که جمله حسن ظن بود
    همه حسن و همه خلق و همه حلم         همه لطف و همه جودو همه ع م           
   شب از زلف سياهـــش تيره مـانده         ز رويش مــاه روشن خيره مانده
    لبش قــــ ائم مقام حـــوض کــــوثر        که بودي چــــشمه نـــوش پيـمبر
    چـــنان نوشي بزهر الــود کــردن د         دلش خــون و جګر پالوده کردند
    ز زهرش چون جګر شد پاره پاره         ز غصه ګشت خونين سنګ خا ه   .

همدارنګه يو بل بزرګ د حسنينو په بار کښي داسي فرمايلي دي ، مثنوي :

            هست بر أهل معرفت روشن         صفت حضرن حســـين و حسن
            آن يـــکي اختريست ـتــابنده         وان ديګر ګــوهريست رخشنده
             آن يکي نور ديـــدهء  نبوي         و ان يکي شمع جان مرتضوي
           روي آن صاف تر زلمعهء بدر       ګيــسوي اين نمونهء شب قـدر
              آن يکي ماه آســم ان کمال          وان دګر  سرو بوســـتان جمال .

( کذا في روضة الشهدآء للکاشفي )  .
صاحب د نبراس د نب اس په ص۵۱۶ کښي فرمايلي دي :
و مِن أعظمِ مناقبه تسليم الخلافة حفظًا للدمآء مع ما کان معه من عساکر کالجبال .
يعني بعضي له ډيرو غټو مناقبو د إمام حسن دادئ چي ده و حضرت معاويه ته په دې وجه خلافت تسليم کړ چي د مسلم انانو وينه تويه نسي ، سره له دې چي د غرو په ډول فوج او لښکر ورسره وو  .
 په « صواعق » کښي ذکر سويدي چي دده مبارک ښځي په امر د يزيد بن معاويه وده مبارک ته زهر ورکړل ، يعني چي د هغو زهرو په وجه دَی مبارک په شهادت و سيدئ  .

نور بيا ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery