دخپریدو نیټه : 2016-01-25 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
په 614هلمندي کورنيو مرستي وويشل شوي دا لړۍ روانه ده
جلالزی - خالد هادي
د بينواويپ پاڼي مسولينو دکاب�
� په قمبر څلور لاري کى پرهغو ١٥٠هلمندي کورنيو نغدي مرستي وويشلي چى په دي ورستيو کي د هلمند له ګرشک،
نادعلي،سنګين او يو شمير نورو سيمو د جنګ جګړو او فقر له کبله را کډي شوي دي. دغه مرستي په بهر کي د يو شمير
افغانانو له خوا بينوا ويب پاڼي ته رسيدلي وي چي دغه لړۍ لا هم روانه ده.د يادوني وړ ده چي د دغو مرستو زياته ب�
�خه له ناروي څخه نذير محمد منګل او په کابل کي ملي سوداګر اودافغان يونايتد بانک مشر حاجي محمد له خوا برابري
شوي وي. د بينوا ويب پاڼه هڅه کوي چي د مرستو د را جلبولو او انسجام پروسه چټکه او هغو اړينو کورنيو ته يي و�
�سوي چي د کابل په سړه هوا کي تر پري پري خيمو لاندي د مرګ شيبي شميري. د بينوا ويب پاڼي مسولين به صبا د چهار�
�نبي په ورڅ هم په ٣٥٠کورنيوهغه مرستي وويشي چي له بهر څخه د بااحساسه پښتنو له خوا برابري شوي او د بينوا
اداري ته را رسيدلي دي.
======================
د بینواویب پاڼي ادارې مسولینو نن په نژدو 200 کورنیو نغدې م�
�ستې وویشلي. دغه مرستې د یو شمیر بااحساسه بهر میشته پښتنو له خوا وروسته تر هغه د بینوا ویب پاڼي ادارې ته را
رسیدلي وې چې بینواویب پاڼي د لومړي ځل لپاره د هلمند ولایت د دغو بي وزلو بي ځایه شویو او دردیدلو کورنیو غږ �
�ا پورته کړ . دغه مرستې په هغو اړمنو کورنیو وویشل شوي چې په کامله دربدرۍ کې ژوند کوي او تر بل هر چا زیاتو م�
�ستو ته اړتیا لري . دبینوا ویب پاڼي مسولینو دغه مرستې په خپل لاس کورنیو ته ورکړي او له زیاتو شمیرو کډوالو
سره یې له نژدې خبري وکړي او د هغوې د حال جاج یې واخیست . په ورته وخت کې دغو کسانو چې پکې بوډۍ میرمني، ناروغ ما�
�ومان، معیوبین، تنکي ځوانان، عاجزې پیغلي او جنگ ځپل نارینه شامل ول له ټولو هغو افغانانو مننه وکړه چې دغه م�
�ستي یي دوي ته را لیږلي دي . د هلمند ولایت دغو بې وزلو کورنیو په وار سره ټولو مرسته کونکو ته دعا وکړه او د�
�وی خدای له دربار څخه یې غوښنه وکړه چې په خپل دربار کې د هري روپۍ په بدل کې لک روپۍ ورکړي.
===============================
د کابل په قمبر څلور لاري کې له میشتو هلمندي کورنیو سره د بینوا ویب پاڼي په همکا�
�ۍ د یو شمیر با احساسه پښتنو وروڼو مرستي وویشتل شوي. دغه مرستې ۲۳۷ کورنیو ته چې د هلمند له ګرشک،ناوه،نادعلي
او د کندهار له ژیړۍ ولسوالۍ څخه دغلته را کډه شوي توزیع شوي. د بینوا ویب پاڼي مسولینو د دغو کورنیو حال له
نژدې وڅارل او د اړتیا سره سم یې ورته نغدي مرستې وویشلي. د یادوني وړ ده چې د بینوا ویب پاڼي په نوښت له دغو
اړمنو پښتنو کورنیو سره د مرستې لړۍ څه باندې شل ورځي دمخه پیل شوي او لا هم زمونږ د بهر میشتو افغانانو وروڼو
په مرسته او همکارۍ روانه ده. هغه کورنۍ چې ورسره دغه مرستي وشوې د لوی خدای له دربار څخه یې ټولو مرسته کونکو ته
د ښه صحت،بریالي توب او سر لوړي غوښتنه وکړه. له دې سره د هغو کورنیو شمیره چې ورسره مرستي شوي څه کم ۶۰۰ کو�
�نیو ته رسیږي. د بینوا ویب پاڼي اداره هڅه کوي چې دغو بي وزلو، ناروغانو او کوچنیو مظلومو ماشومانو او د هغوي
کورنیو ته نوري مرستي هم را ټولي او تر زیاته بریده د هغوي ژوند پرې وژغوري. په ورته وخت کې د بینوا ویب پاڼي
مسولینو هر یوه خالد هادي حیدري او میرویس جلالزي د مرستو د ویش پر مهال یو ډاکټر هم هغو خیمو ته وروست چې پکې
یو شمیر ناروغ ماشومان، ښځي او د زیات عمر لرونکي سړي پراته ول. دغه ډاکټر د ناروغانو نومونه لیست کړل او ژم
نه یې وکړه چې ورته به د معایني او دارو درملو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
===============================
له �
�ندن څخه یوه با احساسه پښتانه ورور عبدالناصر ریشااود هغه ملګرو د کابل په قمبر څلورلاري کې له میشتو هلم
ندي کډوالو سره نغدي مرسته وکړه. دغه کډوال له څو میاشتو را پدې خوا د کابل په قمبر څلورلاري کې د پرې پرې خیم
و لاندي په سړه هوا کې په اوږي نس د فقر او در بدرۍ ورځي شپې تیروي.دغه مرستې په ۱۴ کورنیو چې د ټولو کورنیو د غړو
ټولیز شمیر ۸۰ تنو ته رسیده وویشل شوي.هر هغه خوار ماشوم او هرې هغي پښتني
بي وزلي مور په خپل وار سره ښاغلي
عبدالناصر ته د دعا لاس پورته کړ او هغه ته یې د لوي خدای له دربار څخه د آرامه، له خوښیو ډک او بختور ژوند
غوښتنه وکړه. بی بی زره چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکي ده، او ځوان زوی یې د ایتلافي ځواکونو په ړنده بم
بارۍ کې شهید شوی، یوه له هغو کسانو ده چې ورته د عبدالناصر مرسته ورکړل شوي ده.
هغې عبدالناصر ته دعا وکړه
او د بینوا ویب پاڼي همکار ته یې وویل چې هیڅ کله به هم د عبدالناصر مرسته هیره نه کړي.
===============================
په دغه پنډغالي کې چی ټول ټال 770 کورنۍ د خپل ژوندانه تر ټولو سختي شپې
صبا کوي او د کابل د ساړه ژمي د یخنۍ له لاسه یې هره ورځ ژوند د مرگ له گواښ سره مخامخ دی ٠بینواویب پاڼه هڅه کوي
چې په بهر کې د بااحساسه افغانانو دمرستو دغه روانه لړۍ نوره هم روانه وساتي تر څو د ژمي په ځپونکي موسم کې د
دوي لپاره د ژوندانه لومړنۍ اسانتیاوي برابري کړي او د هغوې ژوند له قطعي مرگ څخه وژغوري .
بینوا ویب پاڼه د دغو کډوالو په استازي توب له ټولو بهر میشتو افغانانو څخه چې تراوسه یې مرستي کړي او
یا یې کوي د زړه له کومي مننه کوي او د دې نه هیردونکي احساس ستاینه یې کوي او پر ټولو افغانانو یو ځل بیا ږغ کوي
چې په خپلو سیمو کې د دغوکډوالو لپاره هر راز مادي او معنوي مرستې را ټولي کړي او تر دغو اړمنو کسانو پوري له ه�
�ی لاري چې وي را ورسوي .
بهر میشته افغانان کولای شې چې خپلي نغدي مرستي په لاندنۍ پته را ولیږي .
که
چیري تاسي خپلي مرستي رالیږل غواړی او یا په دې هکله معلومات مو په کار وي زموږ سره پر دې پته اړیکي ټنګولای �
�ی :
AFG Phone # +93 700 043967
AFG Phone # +93 707 414549
AFG Phone # +93 786 909000
دبهرڅخه د مرستو رالیږولو لپاره
لاندي پته وکاروي
Bank Name : Afghan United Bank
address : AUB Building Zarghona Maidan, Shahrenaw, Kabul Afghanistan
Acc
No: 200401
Acc Name : Khalid Hadi
Swift : AFGUAFKA