مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څوسياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٣مه ) برخه

ميرزاعلم حـيدي - هالنډ

ژباړه او غورچاڼ - ميرزاعلم حميدي - هالنډ

نوی کابل

 

د نوي کابل لپاره ځای خوښول د ښار جوړولو په کار پوهانو پورې اړه لري، ښکاره ده چې  کوم ځای د نوي کابل لپاره ټاکل کیږي باید پریمانې اوبه ولري اود ښې هوا درلودونکی وي . په لومړي نظر کیدای شي چې دا ډول ځای بګرام یادکړو ؛چیرته چې د سالنګ، غوربند او پنجشیر سیندونه سره غیږې په غیږې کیږي او مخ مچي سره کوي . له یوې خوا دغه سیمه له اوسني کابل څخه دومره لرې نه ده او له بلې خوا د بګرام هوایې ډګر ته ورنږدې ده او هم یوه تاریخي سیمه ده او بله ارزښتمنه خبره داده چې  د کابل سیند غوندې یې د سیند وچولو امکان نه شته . کیدای شي چې ددغه ښکلي او څپاند سیند په دواړو غاړو یو ښایسته مډرن ښار د «نوي کابل » په نوم چې کانالیزسیون،پارکونه، شنه سیمه،د هستوګنې سیمه، د سوداګرۍسیمه،ددولتي دفترونو سیمه، دباندنیو سفارتونو سیمه،د ښوونځیو، وړکتونونو او پوهنتونونو سیمه، د روغتونونو او کلینکونو سیمه ،د سپورټ سیمه،د موټرو درولو سیمه،  او داسې نورې او نورې سیمې ودانې شي . داخبره هم تر ټولو اړینه ده چې ددغه نوي ښار په نخشه باندې باید ډیر اوږد او ژور فکر وشي او د داسې مډرن ښار جوړولوته هم باید اوږده موده په نظر کې ونیول شي . ددې وړاندیز په یادولو سره ارومرو دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې د دومره سترې ، مډرنې او تاریخي پروژې لپاره لګښت له کومه شي ؟

یوه سرچینه یې هغه افغانان دي چې د باندې ژوند کوي په تېره خو هغه افغانان چې په امریکا،اروپایې هیوادونو، اسټرلیا، کاناډا، نیوزیلنډ او عربي هیوادونوکې دایمي ژوندکوي . بله سرچینه هغه کسان دي چې د جنګ په مهال یې زښته ډیره پانګه پیدا کړي ده. همدارنګه باندني پانګه اچوونکي، نړیواله ټولنه او دولتي پراختیایې بودجه او داسې نورې  . څه شی چې ډیر مهم دي هغه د نخشې جوړول، د سیمو ټاکل او د پروژې تخنیکي او مالي څېړنه ده . نخشه جوړونکي باید ددغه ښار ټول لګښت مالوم او د هرې نومبرې په بیه یې د تقسیم له مخې ټول لګښت ور زیات کړي او ددغه پروژې لپاره یوه او یا څو باندنیو تعمیراتي بانکو ته هم د پرانیستلواجازه ورکړي .

بیا د نمبرو بیه ،دخرڅلاو، ودانولو او د نخشې شرایط په ډاګه شي . باور دی چې کورني او باندني پانګه وال به د نمبرو په اخیستلو کې سیالي سره وکړي او ډیر زر به خرڅې شي چې په دې ډول به له یوې خوا دولت د خپلې پراختیایې بودجې لپاره پریمانې پیسې تر لاسه ګړي اوله بلې خوا به په لنډه موده کې د نوي کابل څښتن شي او د نوي کابل په ودانولو سره به د زړه کابل ستونزې هم اوارې شي . 

                        دا ویده خلک به  را بیدار  شي

دا وران وطن به ګل و ګلزر شي

دا شوني نه ده چې یو ملت دې

په یوه څپېړه ګور ته روان شي

           «له سپرغکې څخه»

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery