مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هیوادد اقتصادي څرنګوالي په هکله یوه لنډه شننه

قريب الرحمان سعيد - ناروې

 استاد قریب الرحمن سعید (ناروې) ٢٦ وری ١٣٨٤

 اوسلو پوهنتون د ټولنيز اقتصاد عالي انستيتوت 

 

لمړۍ برخه

دپورونو اخستل او غیر دولتي مو سسې

 

نژدې دوه اونۍ د مخه د افغانستان د ماليې وزارت  د نړیوال بانک سره د اتیا میلیونو امریکایي ډالرو د پور یو تړون لاسلیک کړ چي ددغه پور څخه به د افغانستان په شمالي او شمال لويديځو سیمو کي  ددوه لري  پرتو ولسوالیو تر مینځ سړک  چي په دایروي  شکل  د هیوا د داقتصادي پر مختګ له پاره اړین ګنل شوی پوخ  (قیر ) او و غځول شي .  که څه هم دغه پور به د را تلونکو څلویښتو کالو په اوږده موده کي  بیرته ادا کړل شي خو پو ښتنه داده چي ایا د نړیوالو کومکونو ددغه ستر بهیر سره  چي  زمونږ هیواد ته را روان دی ز مونږ دولت ولي دې ته اړ شو چي دغه ډول  اوږود مهاله  پورونه  د لو یو لارو دجوړښت او غځوني  په خاطر تر لاسه کړي . غواړم په دې هکله په لنډه توګه  څو مهمو ټکو ته اشاره و کړم .

 

۱ -  د غیردولتي موسسسو موجو دیت .

 

د ۲۰۰۲ میلادی کال را هیسي یعني هغه وخت  چي په هیواد کي یو ډیر ستر بدلون را مینځته شو نو نړیوالو اقتصادي ځو اکونو او نوري نړۍ هم  د خپل وس او توان په اندازه زمونږ د هیواد د بیا رغوني له پاره په میلیاردونو ډالره د بسپني کولواعلان وکړ او تر اوسه پوري دغه بسپني  را رواني دي . د یوې حیرانونکي اندازې له مخي تر اوسه پوري افغانستا ن  ته د ۸ میلیارډو ډالرو  څخه ډیري نقدي  او جنسي  مرستي راغلي  . ترڅو د هیواد په بیا رغونه کي ترې ګټه  واخستله  شي .  د ۲۰۰۱ میلادي کال  د بن د تړون را هیسي یعني  هغه وخت چي ښاغلي کرزي  ته واکمني په مؤقته او یا دایمي تو ګه تر لاسه شوې دغه بین المللي کومکونه ا وبسپني هم پیل شوي  خو هغه  ستونزي چي ددې بسپنو سره یو ځای د کرزي حکومت  ته را پیدا شوي هغه د ډونر  یا  مرستندویه  هیوادونو  د ډاډیني کمښت  دی ، بسپنه ورکونکو هیوادنو ددی پر ځای چي  خپلي مرستي په مسقیمه تو ګه  د مرکزي دولت  په و لکه کي ورکړي او یا دا چي  د مرکزي  دولت د سترګو او تفتیش  لاندي یې په  مصرف ورسوي  د خپلي ډاډیني او اطمینا ن په خا طر یې ددغه مرستو  د ویش له پاره د غیري دولتي مو سسو په نوم مصرف کونکي ادارې  هم جوړي کړي دي . د یوې خپرې کړل شوي احصایې له مخي ددغه غیر دولتي مو سسو شمیره  چي په ۲۰۰۲ زېږديز کال  کي یې  ګڼه  یوازي  څو  سوو  ته  رسیده  د طو فان د باد په څیر په ډیره ګړندۍ تو ګه پر مخ ولاړه او د هیواد د اقتصادي پر مختیا پر ځای دغه مو سساتو دومره چټکه  پر مختیا وکړه چي او س یې  شمیره د یو ۲۵۰۰ کړیز زنځیر  په شکل د هیواد په ټولو ادارو او شتمنیو  را چا پیره شوې ده .

 ددولت د یوه پخواني وزیر بشرمل د وینا په اساس د غه غیر دولتي مو سساتو اوس د دوکانونو او مارکیټونو حیثیت خپل کړی .  البته زه دا نه وایم چي ګو یا ټولي غیر دولتي مو سسې به په هیواد کي د بیا رغوني پر ځالي د بیا شکوني پالیسي اختیار کړې وي  خو کیدا ی شي  چي یو شمېر مو سسو ښه کارونه هم کړي  او  یایې  په را تلونکي کي و کړي . دا چي غیر دولتي موسسو په کارونو کي کوم پر وګرامونه شامل دي په لنډه تو ګه یادوم :

 

الف، اړوند ځایونه .

_ د سړکونو د غځولو ، پخولو (قیرولو) او د لارو او کوڅو د جوړولو کارونه

_ د ښوونځيو، درس ځایونو او طبي اسانتیاو  د ورانو ویجاړو ترمیمو ل او یا د نوي سره د هغوی جوړښت

_  د خورا ک څښاک  او د پاکو اوبو برابرول  او د ګند او کثافت  څخه د لارو پاکول .

_ د راستانه شوو  مهاجرینو له پاره اسانتیاوي  برابرول او هغوی ته د سر پناه جوړول او د هغو په خپلو پښو درول .

_ د بې وسلې  شوو جنګیالیو  له پاره ددولت د سر پر ستۍ لاندي  د ښووني او روزني  کورسونه جوړول  او دهغوی سره مالي مرستي کول .

_ د بې سرپرسته یتیمانو او یسیر انو  له پاره  ځانګړي پال ځایونه  جوړول او ددولت تر سر پر ستۍ لاندي د هغوی د ښووني او روزني  او نشو نما  له پاره  ښه چا پیریال جوړول  ................

 او په همدی  تو ګه نور.

 

ب ،

د نا دولتي مو سسې کار ځایونه  باید ویشل شوي وي . دغه مو سسې که د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندي وي او یا د مر ستندویه هیوادنو  تر نظارت لاندي وي باید د هر یوه کار ډاګیزه  او د کار زبیښی  یې  د خلکو تر مخه وي . که چیري دغه  ۲۵۰۰  کړیز زنځیر د هیواد په ولایاتو وویشل شي نو نژدې ده  چي هره ولسوالي  به که د سلګونو  نه وي نو د لسګونو  مو سسو  میزباني به په خپله غیږ کي  و لري او بیا هلته که د هر ي موسسې کار معلو م وي نو په دې ډاډ من یم  چي دغه  هیواد به په کلونو کي نه بلکي په میاشتو کي  د یوه ستر او پر مختللي هیواد بڼه اختیار کړي . ددې تر څنګ که په هر  ولایت  کي د کرهڼيزوچارو  تر څنګ  د صنعتي چارو  پر لور پاملرنه  و کړل شي او همدغه مو سسې چي د مرستندویه هیوادنو پوري تړلي دي د خپلو اړوندو هیوادو  څخه ماشین الات  که هغه حرفوي وي ، که کرهڼيز او یا نور صنعتي  الات وي  را وارد کړي نو د کار کولو ساحه به پراخه شي او ټول هغه کسان چی تبر یې  په لاس   وي  او د شنه ځنګل  ښایسته وني پرې د خپلو اړتیاو د پوره کولو له پاره  را پرې کوي به هم په کار و ګمارل شي او هم به د ټولني سالم انسانان تر ې  جوړشي .

 

ج ،

د نادولتي مو سسو بو دجه هم د ملګرو ملتونو د احصاییو له مخي او هم د هیوا دد مسولو خبر ځایو  له مخي غیر دولتي مو سسې د کال ددوه او دوه نیم میلیاردو ډالرو په شاوخوا کي بو دجه لري .  او دغه ټوله بو دجه د هیوا د  د بیا رغوني تر نامه لاندي را ځي او بیا په موسساتو   ویشل کیږي . په دې کي هیڅ شک نه شته چي دغه مو سسا ت به خپل اړوندو  بسپنه  ورکونکو ته د خپلو مصارفو را پور ورکوي او د ا ضرورت  هم دی ځکه د مخکنیو مصارفو  پرته هغو ی نوره بو دجه  نه شي تر لاسه کولای . خو په دې مصارفو کي  لکه څنګه  چي په نظر را ځي  ډیر یې یوازي  او یوازي  کا غذي بڼه لري .  ځکه چي په  هیواد کي په عملي تو ګه ددې مو سساتو د  عملي پر مختګونو څخه  ډیر لږ  څه په نظرا را ځي . ددې مو سساتو ځیني داسي دي  چي د خپلو ورسپارل شوو کارونو پر ځای په نورو شیانو کي ګو تي و هي . که د ټاکنو فرصت را پیدا شي نو بیا د ملکانو او قوماندانانو  پسي ګر ځي تر څو د خپلي خو ښي و کیلان  و ټاکي  او بیاد دوی له پاره ناندرۍ ووهي . کله په هیوا کی د را ډیو  ګانو د سټیشونونو په ویشلو کي مصرف شي او د ا دترقۍ او پر مختګ له پاره  یو ښه اساس ګڼي کله بیا د ښځو په مسایلو کي د حد نه ډیر ه دلچسپي اخلي  تر څو خپل ډونر هیوادونه راضي او خوښ و ساتي یعني په داسي ځایونو کي  بوختيږي چي ددوی د کار د ساحي څخه ډېرليري وي .

 

د ،

په لویو ښارونو کی ددوی ټوله د معلوماتو له مخی ددغه ۲۵۰۰ زیاتو کمو  موسساتو  څخه نژدی د ټولو مرکزی دفترونه د کابل په ښار کي او یا نورو لو  یو ښارونو کي لکه ننګرهار ، مزار ، قندهار او هرات کي مو جو ددي .  چي دغه  کار عامو وګړو ته د اسانتیاو د برابرولو پر ځای ستونزي را منځته کړي او تر ټولو مهمه ستو نزه یې مالی ستو نزه ده .  او د هغې علت دادی  چي په مالي تو ګه  ځواکمني موسسې هڅه کوي تر ټو لو ښه اولو یه و دانۍ په ډیر زیات قیمت په کريه واخلي يايې را و نیسي  او په دې تر تیب  د نورو مو سسو سره د رقابت په خاطر باید تر ټولو ښه ګړندي و سایل  په لاس کي ولري او  تر ټو لو ښه په کار پو ه کسان په ډیر لوړ معاش استخدام کړي دغه کار ددو ی تر مینځ  یو ډیر ستر منفي رقابت  را مینځته کړی  او ددې رقابت اغیز هم  په دولتي مامورینو  او هم په عام ولس باندي پریوزي . ځکه عام وګړي نه شي کولای  یو عادي کور هم  په مناسبه کرایه د ځان  له پاره راو نیسي  تر څنګ یې  دولتي مامورین د کم معاش له کبله ددوی د مامورینو سره در قابت د سرته رسولو په خاطر  رشوت  ته اړ کیږي او په دې  تو ګه اداري فساد  خپل او ج ته رسیږي او دولتي مامورین هم په ډا ګه  وایي چیي که رشوت  وا نخلي  نه  خپل  اولادونه به په څه ساتي او د بله اړخه یې اغېز په  هغه عامو وګړو چي یا خو ډیر لږ عایدات لري او یا یې بلکل  نه لري  اود باغ يا ځمکي د عاید له پاره کال انتظار باسي ډیر زیات پر یوزي اوپه دې تر تیب  زمینه د انفلاسیو ن  له پاره برابریږي په داسي حال  کي چي په هیواد کي انفلاسیون د ډیر ښت  پر ځای باید  انفلاسیون له یوه سره موجو د نه وای  ځکه انفلاسیون د بې کارۍ سره  اړوند دی  هر څومره چي بی کاري زیاته وي نو په هماغه اندازه انفلاسیون را کمیږی خو په هیوا کي د ااقتصادي ستو نزه بر عکس ده  ځکه  چي له یوې خوا بې کاري  ډیره  زیاته ده  او د کار ټول ځایونه د دغه ادارو پوري منحصر دی  او دبله اړخه  قیمتونه په کي ډیر پورته دی او د هغې علت د سرمایې  او پانګي غیر عادلانه ویش دی  چي دغه کار پخپله عام  بې کاره و ګړي دې ته هڅوي چي په غیر قانو ني او غیر انساني  اعمالو  لاس  پوري کړي .

 

هـ

ددولت نوې کړنلاره

 نژدې یوه اونۍ پخوا ددولت رسمي ویندوی اعلان وکړ چی ددولت  ریس یو نوی قانون لاسلیک کړی  چي تر مخي یې د ملګرو ملتونو او بسپنيورکونکو هیوادونو څخه  غوښتل شوي چي دغه کومکونه  باید ددولت تر اشراف لاندي تو زیع  شي . دغه قانون ډیر ژر د ډیر بد عکس العمل سره مخ شو .

په دې هکله نه یوازي غیر دولتي موسسو  غبرګون و ښود بلکه د نړیوال بانک د اسیا  د څانګی مسو ل او په افغانستان کی د ملګرو ملتونو نماینده  هم خپل غبر ګو ن و ښود . ما دغه غبرګونونه  په یوه مضمون  کی  د  [غیری دولتی موسسې کیک پخوي او پخپله یې خوري ]  تر عنوان لاندي ولوست  چي په هغې مقالې کي په ډا ګیزه تو ګه لیکلي و  چي غیر دولتي مو سسو کابل د کرزي له پاره دوزخ  جو ړ کړ . او تر څنګ یې د نړیوال بانک د اسیا د څانګي د مسول پیټر په حواله  لیکلي وه چي د غیر دولتي مو سساتو مو جو دیت  او هغو ته پانګه  ورکول  یو اړین کار دی او د ملګرو ملتو  د استاز‌ي له  خولې یې کښلي و چي ددولتي کابینې  د وزیرانو بې کفایتي د ا شوني کړې ده  چي باید غیري دولتي موسسې نوري هم تقو یه شي دا چي د غیر ي دولتي موسسو  او ددغسي شخصیتونو د څر ګندونو تر شا کوم  سیاسي اهداف پراته دي مو نږ پرې تبصره نه کوو   خو یوازي دې خبري ته را ځو  چي که  چیري د غیر دولتي مو سسو کارونه په صحیح  لاره روان  وای نو ولي به د افغانستان دولت  دې ته اړ کیده چي د نړیوال با نک څخه  د میلیاردو ډالرو او بسپني په مو جو دیت  کي پور واخلی .  ځکه  هیواد  د پور د اخستلو په پړاو کي تر اوسه نه دی پریوتی او که چیري دغه ډول پورونه پیل شول  نو  بیا خو به زمونږ د هیوا د اقتصا د  هیڅکله هم په خپلو پښو ددریدو  وړ نه و ي  او هیوا به یو ځل بیا  په پورنو کي ډوب شي او  پور کړل شو ی رقم  به بیرته غر بي نړۍ ته را سر کیږي او مونږ به پورو ړي پا ته شو  .

غواړم په را تلونکو  څیړنو کي دې مسلې او هم ددولت د محصول  په نوي قوا نینو باندی  بحث  و کړم  خو دلته  په لنډه تو ګه  دغه وړاندیزونه کوم

 

دولت باید :

_ دغه  ټولي غیر دولتي موسسې د یو ه  قانون لاندي را ټولي کړي

_ د بسپنيکونکو هیوادنو  څخه و غواړي چي خپلي بسپني ددولت له لاري او ددولت تر نظارت لاندي تو زیع کړې .

_ باید  د پوهو او تجر به لرو نکو  و ګړوڅخه  یوه اداره جو ړه کړل شي تر څو دغه مو سساتو ته  د هغو اړین کارونه ورپه ګو ته کړي اود مو سسو د خپل سر یو څخه مخنیوی و شي

_ د هرکال د پای ته رسیدو تر مخه د هغوی کارونه د پو هو کسانو لخوا ارزیا بي شي

_ د اروپایي او امریکایي هیوادو  په څیر دي معاش ته مرکزي شکل ورکړل شي او دغه او سنی تو پیر چي د غیر دولتي مو سساتو د مامورینو او  ددولت د مامورینو  تر مینځ  مو جو د دی له منځه و لاړشي

_ د مامورینو د استخدام  مرکزي اداره دي جو ه کړل شي او دټولو نا دولتي مو سساتو  مامورینو ته دي د  هغو ی د کفایت او استعداد په اندازه معاش و ټاکل شي

_ غیر دولتي بهرني کارکونکي دي تر خپلی اندازې پوري  را کم کړل شي او پر ځای دي په  خپله په افغاني کارپوهانو باندی باور او اعتماد و کړل شي .

_د قر ض او پور اخستلو پر ځای دي  دهمدغه  غیري دولتي مو سسا تو بودجه  په اړوندو کارونو کي  په مصرف ورسیږی .

 

 

  ددوهمي برخي لوستلو لپاره داځای کښېکاږئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery