دخپریدو نیټه : 2009-10-03 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
حج او مقامات مقدسه ( ۳ ) برخه «حجر اسود » .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
حج او مقامات مقدسه ( ۳ ) برخه «حجر اسود » .
بسم الله الرحمن الرحيم .
محترمو وروڼو په تېره برخه کښي مي د حجرأسود د فضيلت او د څرنګوالي په باب يوه برخه معلوماتونه درکړل په دې باره کښي ځيني نور معلوماتونه درکوم .
په « اخبارمکه » کښي او په « مستدرک » د حاکم کښي او په « فتح الباري » کښي دا روايت ذکر سوئ دئ چي کله چي ابراهيم (عليه السلام ) د کعبې شريفي بنا کوله او ديوالونه يې يو څه پورته سول ، نو اسماعيل (ع) هغه ډبره چي اوس موږ مقام ابراهيم ورته وايو وده مبارک ته رانژدې کړه نو حضرت ابراهيم (ع) به پر دغه ډبره باندي دريدئ او د کعبې شريفي بنا بې کوله او اسماعيل (ع) به دغه ډبره له ده مبارک سره په جريان د بنا کښي له يوه ځايه و بل ځائ ته نقل کوله تر څوچي ابراهيم (ع) دحجر أسود وځائ ته ورسيدئ ، نو يې واسماعيل (ع) ته وويل چي د يوې ډبري تلاش راته وکړه چي په دغه ځائ کښي يې کښيږدم ، ددې دپاره چي خلګولره د طواف د پيل او شروع علامه سي او له همدغي ډبري څخه ابتدا د طواف کوي ، نو اسماعيل (ع) د همداسي ډبري د راوړلو دپاره ولاړئ ، کله چي دَئ بيرته راتلئ نو حضرت جبريل (ع ) و ابراهيم (ع) ته د حجر أسود ډبره راوړې وه .
دغه ډبره د حجر اسود الله جل جلاله د أبوقبيس و غره ته هغه مهال امانت سپارلې وه چي د نوح ( عليه السلام ) په زمانه کښي الله پاک مځکه په طوفان سره غرقه کړه ، او وجبل أبوقبيس ته يې ( يعني په وخت د سپارلو کښي ددغي ډبري ) داسي فرمايلي ؤ چي کله چي ته ځما خليل ووينې چي ځما د بيتې بنا کوي نو دغه ډبره ورته راوباسه .
اسماعيل (ع) چي کله د خپل پلار په لاس کښي دغه ډبره وليدله نو يې ورته وويل چي اې بابکه دا ډبره دي له څه وه ؟ ابراهيم () ورته وفرمايل چي دا ډبره و ماته جبريل (ع) رواړله ، بيا جبريل (ع) دغه د حجر أسود ډبر ه په خپل ځائ کي کيښودله او ابراهيم (ع) د کعبې شريفي پاته بنا باندي وکړه ، په دغه وخت کښي د سخت سپينوالي په وجه دغه حجر أسود مبارک ډير سخت ځليدئ چي شرق او غرب ، يمن او شام يې ټول روښانه وګرځول او دارنګه دده نور ټول حرم روښانه کړ .
له دغه مبارک روايت څخه د حجر أسود مختلف فضيلتونه معلوميږي :
اول : دافضيلت چي الله پاک د طوفان نوح په وخت کښي ددې حفاظت او ساتنه وکړه .
دوهم : دا فضيلت چي الله پاک په خپله و جبل أبي قبيس ته د امانت په ډول وسپارله .
دريم : دافضيلت چي دحجرأسود په باره کښي الله پاک د أبي قبيس وغره ته دا توصيه وکړه چي کله چي ځما خليل ځما د بيتې بنا کوي نو بيا به ته وده ته ډبره ورسپارې .
څلرم : دا فضيلت چي د جبريل (ع) په لاسو سره له جبل ابي قبيس څخه راوړل سو او خپل ځائ کي کيښودل سو .
پنځم : دا فضيلت چي د ابراهيم (ع) او اسماعيل (ع) په مبارکو لاسو سره دَئ مسه کړ سوئ دئ .
شپږم : دافضيلت چي دَئ مبدأ د طواف ګرځيدلئ دئ ، چي طواف له ده څخه شروع کيږي .
اوم : دافضيلت چي په ابتدا کښي حجر أسود دونه منور او روښانه ؤ چي له کعبې شريفي څخه ده په روښنايي سره له مشرقه تر مغربه ، له يمنه بيا تر شامه پوري ټول ځايونه منور او روښانه وګرځيدل .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .