مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حج او مقامات مقدسه( ۶ )برخه حجر أسود ته رسیدلي پيښي .

حج او مقامات مقدسه( ۶ )برخه د و حجر أسود ته رسیدلې پیښی  . 

    علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته . 

 بسم الله الرحمن الرحيم 

محترمو وروڼو ! په دې برخه کښي ځيني هغه پيښي درته ذکر کوم چي د زمانې په طول کښي پر حجر أسود باندي راغلي دي  .

قدرمنو کتونکو ! په مختلفو زمانو کښي پر حجر أسود باندي يو تعداد داسي ترخې حادثې راغلي دي چي د هغوۍ په وجه په ده کښي تصدع ، تکسر او ماتوالئ منځته راغلئ دئ ، دا حادثې لکه چي بيان بې راسي داسي حادثې وې چي بايد د حجر أسود نوم او نښان يې ورورک کړئ وائ مګر خو د الله جل جلاله   حفاظت او ساتني حجر أسود له دغو ټولویو حادثو څخه سالم راایستلئ دئ  ، او تر هغه وخته پوري بې الله پاک ساتنه کوي چي دَی د جبريل ( ع ) په توسط بيرته و جنت ته وړل کيږي  .

( ۱ ) اوله پېښه د « حريق » پېښه وه  .

وبيت الله ته دوه واري د حريق حادثه پېښه سوېده  : اول په زمانه کي د قريشو تر اسلام له مخه ، په دې پېښه کښي  د حجر أسود تور والئ د پخوا په پرتله ډير زيات سو ، او دوهم په زمانه کښي د اسلام  هغه وخت چي عبدالله ابن زبير ( رضي الله عنه ) د حسين بن نُمَير کِندي له طرفه په مکه مکرمه کښي تر محاصرې لاندي راغلئ  ، نو په دغه وخت کښي د ځينو اسبابو په وجه کعبې شريفي اور واخستئ او په حجر أسود کښي درې چاکه پيدا سول چي بيا ابن زبير (رض ) دغه چاکونه د حجر أسود په سپينو زرو وتړل ، او په «  ۱۸۸هــ سنه   » کښي د هارون الرشيد له طرفه  د سپينو زرو په کارولو سره د حجر أسود د شقوقو د اصلاح تجديد وکړ سو  . ( الأزرقي ج ۱ ص ۶۵ ، الفاکهي ج ۱ ص ۱۳۵ ) .

( ۲ ) دوهمه حادثه د « قرامطه ؤ » حادثه وه  ، کومو چي حجر أسود يې له خپل ځائ څخه وکښئ او و هجر  ( يعني بحرين ) ته يې يووړ  ئ، څلور ورځي کم ۲۲ کاله حجر أسود د قرامطــه ؤ په لاس کښي ؤ  .

تفصيل ددې واقعې دادئ چي قرامِطه يوه ډله وه چي و « قِرمِط » ته منسوبه وه ، کوم چي په أصل کښي د کوفې ؤ او خلګ يې و زنديقتوب  او و صريح کفر ته رادعوتول ، او په « ۲۹۳  هــ » کښي د مکتفي بالله العباسي له لوري دَی ملعون په قتل ورسيدئ  ، د بحرين باچا أبو طاهر قرمِطي  ( چي أصلي نوم يې سليمان ؤ او د پلار نوم يې أبي سعيد ؤ ) هم له قرامطه ؤ څخه ؤ  ، دغه د خدائ دښمن أبو طاهر په « ۳۱۷ هــ » کښي يو لښکر  ( چي شمېر يې  و نهه سوه ته رسيدئ  ) ددې دپاره تيار کړ چي پر بيت الله باندي حمله وکړي ، بيت الله ونړوي او حجر أسود يوسي او د مکې مکرمې اوسيدونکي په قتل ورسوي   .

أکثر علمآء وايي چي د دوشنبې او د تروييې ورځ وه ، او ځيني علماء وايي چي د ذي الحجې اومه ورځ وه چي دغه ظالم خپل مجهز فوج و مسجد حرام ته ورداخل کړ او په حرم کښي يې ډير حاجيان په قتل ورسول ، او د زمزم و اوبو ته يې وروغورځول  ، او دا راز يې ډير خلګ د مکې مکرمې په شاو خوا او کوڅو کښي شهيدان کړل چي ۳۰ زرو نفرو ته يې شمير ورسيدئ ، او له دې سره سره يې نور هم ډير منکر او ناروا کارونه تر سره کړل   ، بيا و حجر أسود ته راغلل ، خلګو د ماځيګر لمونځ کړئ ؤ د دوشنبې ورځ وه  او د ذي الحجې ۱۴ ورځي تيري سوي وې ، نو حجر أسود يې له خپل ځائ څخه راوکښئ او له خپل ځان سره يې و بحرين ته يووړئ   .

له دغي پيښي څخه ووروسته د حجر أسود ځائ خالي پاته سو  ، خلګو به و هغه ځائ ته د تبرک لپاره خپل لاسونه ورداخلول   .

په سنه « ۳۳۲ هـــ » کښي أبو طاهر قرمطي مړ سو  ، نو  « سَمبر بن حسن قرمطي » په « ۳۳۹ هــ » کښي  ، چي د  سه شنبې او د لوۍ أختر ورځ وه بيرته حجر أسود و کعبې شريفي ته راوړئ او په داسي حال کښي چي  امير د مکې هم ورسره ؤ سنمبر په خپلو لاسو حجرأسود په خپل ځائ کښي کيښودئ ، او دا ډول يې وويل :« أخذناه بقدرة الله و رددناه بمشيئة اللهِ  »  .

خلګو چي کله حجر أسود وليدئ نو يوه بې مثاله د أختر ورځ باندي جوړه سوه ، او د حجر أسود په مسه کولو او مچولو يې پيل وکړ  ، او و الله (جل جلاله ) ته يې حمد او ثنا وويله   .

( المنتظم لابن الجوزي ج۶ ص ۲۲۲ / فوات الوفيات ج۲ ص ۶۰  /سير أعلام النبلآء ج۱۵ ص ۳۲۰ / شفآء الغرام  ج ۱  ص ۱۹۳  / اتحاف الوری  ج۲ ص ۳۷۷ ــ ۳۹۵  )  .

 

والسلام ومن الله التوفيق

په دې اړه نوربيا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery