دخپریدو نیټه : 2010-02-01 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
اســــــــلام وپيژنۍ ! ( اوله برخه ) .
ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .
اســــــــلام وپيژنۍ ! ( اوله برخه ) .
ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم ، أمابعد ، فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم :
« ان الديـــــــن عند الله الاسلام » صدق الله العلي العظيم .
ډيرو قدرمنو اسلامي وروڼو ! په دې خاطر چي مسلمانان د اسلام د مقدس دين ، او د قرآن عظيم الشان او د حضرت محمد مصطفی ( صلی الله عليه وسلم ) له ماهيت او حقيقت څخه پوره پوره خبردار سي .
او له دې سره سره د اسلام ، قرآن او د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د دُښمنانو له هغو بياناتو او تشريحاتو څخه نقاب او حجاب ليري کړ سي کوم چي يې د تعصب او عناد په وجه د اسلام د سپيځلي دين او د الله پاک د مقدس کتاب قرآنکريم او د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) په باره کښي ورکړيدي .
غواړم چي درې لړۍ تر دغو دريو عنوانو لاندي درته پيل کړم :
( ۱ ) : اسلام وپيژنـــــۍ . ( ۲ ) : قرآن وپيژنــــــۍ . ( ۳ ) حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) و پيژنـــۍ .
په دې برخه کښي د « اسلام وپيژنۍ » په لړۍ افتتاح کوم .
محترمو ورو ڼو ! کوم مبارک آيت چي مخکښي يې ذکر او تحرير وسو د هغه مضمون ، خلاصه او پخوړ په دې ډول دئ چي بېشکه هغه دين چي الله ( جل جلاله) په راضي دئ ، د الله پاک خوښ دئ او و الله پاک ته مقبول دئ ، او الله پاک انسانان د هغه دين په اطاعت او په پيروۍ مکلف کړيدي ، هغه اسلام دئ .
له اسلام څخه پرته چي نور دينونه دي هغه پر دوه قسمه دي : اول قسم هغه دينونه دي چي له اصله ، له اوله څخه لا غلط ، باطل او شيطاني دينونه دي ، لکه د مشرکانو دين يا د مجوسيانو دين ،یا د هندوانو دين ، يا د دهريانو دين .
او دوهم قسم هغه دينونه دي چي پخپل نوبت ، پخپل وخت کښي حق دينونه وو ، لکه د موسی (عليه السلام ) دين ، د حضرت عيسی ( عليه السلام ) دين .
خو کله چي د اسلام د مقدس دين نوبت راغلئ ، رسول داسلام حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) له الهي لوري څخه و انسانانو او پيرانانو ته ، بلکي و تمام عالَم ته د نبي او د رسول په حيث مبعوث کړ سو ، نو ټول حق دينونه د اسلام په سبب منسوخ کړل سول ، د اسلام د دين له راتللو سره سم په نورو اديانو عمل کو ل ختم سو ، او له الهي لوري څخه و عالــَم بشريت ته دا خبره په ډاګه سوه چي هر څوک چي د اسلام دين ونه مني نو که نور اسماني دينونه مني او کې نه منې ، په هر صورت کښي کافر دئ او د الله ( جل جلاله ) دښمن دئ ، او د قيامت په ورځ کښي به هميشه په دوږخ کښي وي ، معيار د حق او د باطل ، او د صلاح او دفساد د اسلام د مقدس دين منل يا نه منل دي .
څوک چي د اسلام تابع وي او اسلام يې منلئ وي هغه پر حق باندي دئ ، او خاوند د صلاح دئ ، او څوک چي له اسلام څخه منکر وي ، نو هغه پر باطل باندي دئ او خاوند د فساد دئ .
محترمو د اسلام لفظ په أصل کښي و غاړه ايښودلو او تابعدارۍ ته ويل کيږي ، په عام عُرف کښي او په اصطلاح کښي د شريعت د اسلام لفظ د هغه دين ا و شريعت نوم دئ کو م چي د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) په ذريعه سره و انسانانو او پيرانانو ته راوړل سوئ دئ .
د اسلام د مقدس دين له خصوصياتو څخه يو غټ خصوصيت دادئ چي دغه دين د انسانانو هم دئ او د پيرانانو هم دئ ، او په دمخه اسماني اديانو کښي دغه خصوصيت وجود نه درلودئ .
قدرمنو ! دا يوه تمهيدي برخه وه ، تفصيلات به ددې لړۍ په نورو برخو کښي انشآءالله يو په بل پسې ستاسي و حضورته تقديم کړه کيږي .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .