دخپریدو نیټه : 2005-08-14 مخپرونکئ : عبدالله احسان
ايا اوس مو هم کمپيوټر پښتو نه ليکي ؟
بېنوا خپرنيزه څانګه
که څه هم پنځه کاله پخوا هم په انټرنټ کي ځای ځای پښتو ليدله کيدله، خو کله به سکن شوې پاڼي وې ( د پاڼو انځورونه ) او کله به يو نيم ځای ليکلې شوې وه ، خو لوستونکو نه يوازي دا چي په اساني سره يې د ليکلو پروګرام نه شوای تر لاسه کولای ، بلکي ډېر وختونه به د لوستلو په وخت کي هم د ستونزو سره مخامخ وو.
څرنګه چي د کمپيوټر نړۍ په تېرو څو کلونو کي په خوار چټکتيا سره پرمختګ کړی دی ، له نېکه مرغه پښتو ژبه هم د انټرنټ په نړۍ کښي د پخوا پر حال پاته نه ده .
شاوخوا درې کاله پخوا د لومړي ځل له پاره ځوان کمپيوټر پوه ښاغلي شېرزاد کامه وال د خپل هيواد او هيواد د ملي ژبي سره د ميني او اخلاص له مخي مټي راونغاړلې ، او په ټوله نړۍ کي خورو ورو هيوادوال يې د ټول افغان په ښکلې ويبپاڼه چي د وخت تر ټولو ښکلې او پرمختللې پاڼه وه ونازول ، او پښتو ژبه يې د کمپيوټر او انټرنټ په نړۍ کي تر پرون اسانه او سينګاره کړه .
بايد ياد شي چي ګران کامه وال صاحب يو بل نه هيريدونکی خدمت چي کړی هغه د پښتو کيبورډ د سافت وير په ډېر ساده او اسانه ډول جوړول او خپلو هيوادوالو ته وړيا ډالۍ کول و .
په غالب ګمان اوس په افغانستان او ټوله نړۍ کښي تر سلو زرو زياتو افغانانو د ټول افغان ويبپاڼي څخه د پښتو کيبورډ خپلو کمپيوټرونو ته په وړيا توګه کښته کړی دی ، او نور د انګريزي الفبې پر ځای په خپله مورنۍ ژبه او رسم الخط يو بل ته برېښناليکونه لېږي .
خو ،
تر اوسه لا هم يو شمېر هيوادوال د بېلابېلو ځايونو په برېښناليکونو کي ليکي چي څنګه کولای شي په خپل کمپيوټر کي پښتو وليکي . يا له کومه ځايه د پښتو ليکلو سيسټم او چل ترلاسه او زده کړي !
همدا نن د بېنوا ويبپاڼي يوې درنې لوستونکې د مېلمنو په پاڼه کي د خپل نظر او پوښتني په ترڅ کي د پښتو سيسټم غوښتنه کړې وه ، نو ځکه مو دغه لنډ مالومات خپرول اړين وبلل .
ټولو هغو درنو هيوادوالو ته چي لا اوس هم د کمپيوټر د کار په وخت کي د پښتو لوستلو او ليکلو سره ستونزي لري زيرئ ورکوو ، همدا اوس په ډېره اسانه او وړيا توګه د ښاغلي شېرزاد کامه وال ډالۍ او د بېنوا ويبپاڼي له خوا د هغې د انسټال لارښود په متن او انځو رکښي وويني .
تاسو دا مالوماتي پاڼه په دې پته هم پرانستلای شئ : www.benawa.com/0/xp
که تاسو تر اوسه خپل کمپيوټر نه لرئ ، د کارځای ، دفتر ، ويبځای ( انټرنټ کافې ) يا کوم بل داسي کمپيوټر څخه کار اخلی چي په هغه کي د کوم پروګرام د انسټالولو يا کښته کولو اجازه نه وي ، بيا هم کولای شئ چاته چي غواړئ پښتو برېښناليک وليږئ : دا وياړ بيا هم د ټول افغان د ويبپاڼي په برخه دئ . مهرباني وکړئ دا ځای کښېکاږئ يا دغه پته ووهئ . www.tolafghan.com/email.php
هيله ده کمپيوټر مو پسله څو دقيقو په پښتو ليکلو او لوستلو پوه شي ، او ستاسو کاري ستونزي له منځه لاړي شي .
هيله ده ښاغلی کامه وال او ده غوندي نور زيات شمېر ځوان کمپيوټر پوهان د خپل هيوادملي او درنې ژبي د پرمختګ له پاره لا هلي ځلي وکړي . تر څو ددې غيرتمند ټبر خوږه ژبه د سيالو ژبو تر کتاره ورسيدلای شي ، دوی ښاغليو ته په دې لاره کي لا ستري برياوي غواړو .
په درناوي
بېنوافرهنګي ټولنه
د ويبپاڼي خپرنيزه څانګه - هالنډ