مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خدای (ج) په ريشتيا خوشحاله کيږي

عبدالهادي – ريشاء - کراچي

 

چي سړی ترخدای (ج)تر حق تير نه سي ، ياره ! بيخي ډېر درواغان مو هم واورېدل ، هم  وويل. نور  نو مسلمانان اوهيڅ انسان ته درواغ ويل نه ښايي. بسته ، تر کله؟. کلونه ووتل چي موږ ريشتيا چنداني نه اورېدلي نه ويلي دي ، ښايي علت يې دزوردارانو څخه  بېره وي ، ولي که  به مو تور ته تور ويل ، خپې به وې ګوسړې به وې يا به کوټه قلفي وه. نه چا حق اورېدل نه يې ويلای سوای  او نه چا سپوڼ وهلای  سو. هر ناحقه خبر چي به د قدرت خاوند وکړه  موږ به د بېري يو دبله تر سترګو تر کونجانو سره وکتل، د رد جواب مو نه سو ورکولای ، ځکه چي زړونه يې داسي راڅخه کښلي وو چي اوس لا هم هغه وهم راسره دئ .

 

موږ دريشتيا و ويلو او اورېدلوته ډېر تږي يو . نو ګرانو حق ګويانو !  نن چي د آزادۍ يوه کاذبه هوا را الوتې ده  هر څه حقايق چي په زړو کي لری ، داغه يې وخت دئ تر ابده په زړوکي ساتل يې ګناه ده . په اشارو کنايو او لفافو کي چي  پخوا هر څه ويل سوي دي ، غوږونه کاڼه پرلوېدلي دي. نو تر څه وخته پټپټانه.

 

راځی چي حقايق لڅ ، برمنډاو په ډانګ پييلي پر ډاګ تن ووايو، ولي چي د آزادۍ دباغ په دېوال کي يوه دساه کښلو مورۍ سته ،دمخه تر دې چي وتړل سي  د موقع څخه استفاده په کار ده، چي دباغ په مورۍ کي په لوړ ږغ ورناري کړو چي:اې باغوانانو!دخدای(ج)ترحق موولاکه تېرکی ، موږ مو وينو چي دمالکانو حق مو نو خوړلئ دئ.

 

نړيوالوراځی وه نه ډاريږو، يو وبل ته ريشتيا سره ووايو او پر درواغانوسپټي وه نه غوړو.

 

خدای(ج) د حق ملګری دئ ا و په حق خوشحاليږي.

 

عبدالهادي – ريشاء

۲۸/۰۸/۲۰۰۵

کراچي

 

يــادونه :- دا ليکنه مي کړې وه چي پرون مي د ښاغلي جهاني داستان واورېد.  چي  دقدرت دخاوندانو مخ ته هم دحق ويلو څخه شاته سوی نه دی . پدې کار يې زما د پورته وړانديز د پاره د مخکي لا ښه پيلامه ايښې ده . دا نو زما د وينا  او د ده د  عمل توارد دئ . پر ده دي صد آفرين وي . څښتن دي ټولو ته  داغسي توان ورکي.  ريشاء

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery