مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملي سرود کريږه٠٠٠

رانا خپلواک

رانا خپلواک

د ملي سرود کريږه٠٠٠

 

دبیچاره افغانستان بیچاره ملي سرود په زړه مې را وه ګرځیده کله مې چه د ډیر محترم جهاني صاحب لیکنه ،ملي سرود خو?هم یو داستان لري، وه لوستله٠

 

بیچاره ملي سرود کله د کمونستانو په لاس ځانګي، کله د مجاهدينو، کله د طالبانو او کله هم د کپيتالیستانو د نانځکو نښانه سي٠ یو معصوم بې ژبۍ ملي سرود٠٠٠

 

د ګډوډیشن په اوسنۍ دوره کی به د ملي سرود خوا مخوا دغه حال وي،٠٠٠ د خره شو -ویونکو څخه نیولی تر د امریکا، عربستان، ایران او پاکستان سوغاتونو پورې ټول اوس په یو دسترخوان یو پسه ته ناست دي٠ اوازونه لوړ دي، ارادې پخې او ګټې بیشماره٠

 

یو وخت د یووالي غږونکۍ ملي سرود اوس د تجارت په تله پروت اول د چا د ګټې نغمه وه غږوي؟، په زړه را ولویده او سر مې وه ټکوه کله می چې د جهاني صاحب وینا تر پایه ولوسته٠

 

نو خبره د ملي سرود ده٠ کوم چا د ملي سرود څخه هم ټپوس کړۍ چه دۍ څه غواړي؟ کور غواړي یا کالي غواړي؟ زه باور لرم چه د ملي سرود هم زمونږ د هیواد په شان زړه ډک دۍ٠یوه کريغه یې په خوله ده٠٠٠ تاسو یې کریغې ته غوږ کړۍ: دۍ نه "د ازادي او نیکمرغي لمر ویني، نه  تل افغان ملت تل جمهوریت ويني، نه د وطن د عشق افتخار ویني او نه هم د چا په زړه کې ریښتینۍ د الله اکبرتوب ویني٠٠٠ دۍ د ملي سرود معنې تاسو نه پوښتي٠٠٠ دۍ د ملي سرود ملت لټوي٠٠٠ دۍ نه ملت ویني او نه هم د ملي سرود اهمیت!

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery