دخپریدو نیټه : 2005-09-11 مخپرونکئ : تلوسه
د افغانستان جنګي جنايت کاران به محکمې ته راوکاږل شي
دافغانستان حکومت وایي دحساب کتاب لپاره دجنگي جنایتکارانو دوسیې به دنوي پارلمان ترجوړیدو
دافغانستان حکومت وایي دحساب کتاب لپاره دجنگي جنایتکارانو دوسیې به دنوي پارلمان ترجوړیدو وروسته وڅېړي .
څه ناڅه دوه میاشتي دمخه په کابل کی د بشري حقونوخپلواک کمیسیون د مجاهدینو د واکمنۍ په اړو دوړاو د هغوی د کړو جرمونو په باب د عدالت ږغ ترنامه لاندي یو راپور خپور کړ .
دې سازمان له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه ترڅو هغه جنایتکاران چی د ولس د مال او ځان پور ورله غاړي دی محاکمې ته را وکاږي .
په لست کي د مارشال فهیم ، عبدالرب رسول سیاف ، عبدالکریم خلیلي گلبدین حکمتیار او ځینی نورو نومونه خپاره شوي وو .
اوس په نړیوالو چاروکي د ولس مشر حامد کرزي سلاکار ډاکټر دادفر سپنتا خبري اژانسونو ته ویلي وایې جمهورریس حامد کرزی له جهادي مشرانو سره په دې مسله خبري کوي .
وروسته بیا یوشمیرجهادي مشرانو پدې راپور اعتراضونه وکړل چي گڼي په افغانستان کي یې دیو ځانگړي دورې د جنایاتو جاج اخیستی .
اوس چی په افغانستان کي د ولسی جرگی او ویلایتي جرگگیو انتخابات ترسره کیږی دیته زیاتره کاندیدان هم یا هغه جنگي جنایت کاران اویا ددوی له خوا ټاکل شوي وکیلان دي .
دا کسان چی زور او زر لري د زیاتو خپلواکو کاندیدانو په پرتله زیات بریالي بلل کیږي .
خلک پارلمان ته ددوی له تگ نه ویره لري .
خو د جمهورریس سلاکار سپنتا وایی په افغانستان کي جنایتکاران ندي محاکمه شوي چی پدوې باندی جرم ثبوت کړي ځکه خو قانون دویته د کاندیدا حق ورکوي او دی کسانو اوس قانون ته پناه وړې
دی وایي دخواشینی ځای دی چي پارلمان ته له تگ نه د جنگي جنایتکارانو او بشري حقونو د ناقضینو مخه ونه نیوه سوه