دخپریدو نیټه : 2005-09-25 مخپرونکئ : عزیز احمدلمر
د انتخاباتو د کميسيون پښتو وېبپاڼه د دغې ژبې سپکاوی کوي
١٣٨٤ د تلې ٣
د افغانستان د انتخاباتو د سمون د ګډ کميسيون چې د ( JEMB ) په نامۀ نړيوالو ته ورپېژندل شوی دی د ولسي جرګې او ولايتي جرګو د ټاکنو له کمپاين څخه راهيسته يوه وېبپاڼه هم لرلې چې په انګريزي ، پښتو او دري ژبو ده .
په دغې وېبپاڼې کې د پښتو ژبه دومره املايي او انشايي تيروتنې لري چې د ښوونځي واړۀ ماشومان يې هم ښايي ونه کړي .
د حيرانتيا ځای دی چې د يوۀ هيواد ملي او رسمي ژبه که د هغۀ د رسمي ادارو په وېبپاڼو کې په دې ډول وي له نورو به څه ګيله وي ؟
په افغانستان کې دننه او له هيواده دباندې افغانان د افغانستان له دولت څخه غوښتنه کوي چې يا دې په خپلو وېبپاڼو کې پښتو ژبې ته هم د يوې ژبې په سترګه و ګوري او په سمه توګه کې وکاروي او يا دې اصلآ په پښتو ژبه څه نه خپروي ځکه چې په نه خپراوي کې به يې د دوی بې سوادي ښکاره شوې نه وي او د پښتو ژبې سپکاوی به نه وي شوی .
د دوی وېبپاڼې ته يو نظر وګورئ : http://www.jemb.org/index_pas.html