مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په تېره سليزه كي په نړۍ كي تر ټولودرنې زلزلې

غلام ولي نوري - کندهار

ژباړن  : غلام ولي نوري - کندهار

 

 ۸ - اکتوبر ۲۰۰٥ د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير

 يوې قوي زلزلي د پاکستان شمالي سيمې ، د هند ختيځې برخې او د افغانستان ختيځ ولړزاوه ،

ددغې زلزلې شدت د ريختر په سکيل ٧،٦ ښوول شوی . په زلزله کي تر ټولو ډېر زيان د پاکستان تر ولکې لاندي کشمېر ته رسېدلی چي د  اکتوبر تر ۲۳ نېټې پوري يې د وژل شويو کسانو شمېر تر پنځوس زره اوښتی دی او شک دی چي دا شمېره به نوره هم زياته سي .

 

۲۶ ډسمبر ۲۰۰۴ م كال اچي ايالت، انډونېزيا :

د انډونيزيا د سماترا په ټاپو كي چي تر سمندر لاندي كوم زلزله راغله  شدت يي د ريكتر په اندازه ۹،۰درجو څخه زيات و. د سمندر په نس كي دغه زلزلي يا سونامي د هندي سمندر  ډيره هيوادونه سخت وځپل چي په نتيجه كي يي ۲ لكه ۲۰ زره كسان ووژل شول .

 

۲۶ دسمبر ۲۰۰۳م كال... بم ښار ،ايران  :

د ايران د بم په ښار كي د رامنځ ته شوي زلزلي د ريكتر په اندازه ۷،۶ درجي شدت درلودي ، چي۳۱۸۸۴ كسان يې ووژل او ۱۸۰۰۰ زره ژوبل شول .

 

۲۰ جون ۱۹۹۰ م كال... شمال لويديځ، ايران  :

د ايران په شمال لويديځي سيمي  كي چي كومه زلزله رامنځته شول د هغي په نتيجه كي ۴۰۰۰۰ كسان ووژل شول او يو لك كسان ژوبل شول چي د ريكتر په اندازه ۷،۷ درجي وه.

 

۲۸جولاي ۱۹۷۶ م كال... ټنګ شين، چين :

د چين په (هي بئ ) ولايت د ټينګ شين په ښار كي چي كومه زلزله راغله د هغي اندازه د ريكتر په حساب ۸،۷ ريكارډ شوي ده. دغي تباه كوونكي زلزلي د ۲ لكه او ۴۲ زره انسانانو څخه ژوند واخيست او يولك ۶۴ زره كسان يې ژوبل كړل .

 

۳۱مي ۱۹۷۰ م كال... ماونت هواسكاران، پيرو:

د سهيلي امريكا په پيرو نومي هيواد كي د رامنځته شوي زلزلي  شدت د ريكتر په اندازه ۷،۵ درجي و چي ورسره  يو سخت طوفان هم ملګري و ۶۶ زره ۸ سوه كسان يي ووژل .

 

۲۶ ډيسمبر ۱۹۳۹ م كال... ارزنكان،تركيه :

د تركيي د ارزنكان په سيمه كي در امنځته شوي زلزلي  اندازه د ريكتر په  حساب ۸،۰وه چي په پايله كي ۳۵ څخه تر ۴۰ زرو پوري كسان ووژل شول .

 

می ۱۹۳۵ ...كويټه، پښتونستان   :

په كويته كي د رامنځته شوي زلزلي اندازه د ريكتر په حساب ۷،۶ ريكارد شوي ده چي تر ۵۰ زره يي ډير كسان ووژل .

 

۲۳ مي ۱۹۲۷ م كال ګين زو، چين  :

د همدې زلزلي شدت  ۸،۰  و  او تقريبا د ۸۰ زرو څخه زيات كسان يي ووژل .

 

۲۲مي ۱۹۲۷ م كال...د نين شان الايت، چين  :

ددي زلزلي شدت ۸،۰   و چي تقريبا د ۲ لكه څخه زيات كسان يي ووژل .

 

۱ستمبر ۱۹۲۳... يوكوهاما، جاپان  :

د جاپان د يوكوهاما په سيمه كي د ريكتر په اندازه ۸،۲ درجي زلزله راغله چي د كبله يي لوی اور ولګيدي چي ۱ لك او ۴۰ زره كسان يي ووژل .

 

۱ډسمبر ۱۹۲۰ م كال... ننګژيا، چين :

ددي زلزلي په نتيجه كي ۲ لكه ۳۵ زره كسانو خپل ژوند له لاسه وركړي چي د ريكتر په اندازه ۸،۵  درجي ركارډ شوي ده .

 

۲۸ ډسمبر۱۹۰۸ م كال... ميسيسنا، ايټاليا  :

د ايټاليا د ميسينا په سيمه كي چي كومه زلزله او طوفان راغلي په نتيجه كي كم تر كمه ۸۳ زره كسان ووژل شدت يي د ريكتر په اندازه  ۷،۵ درجي و.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery