دخپریدو نیټه : 2011-01-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - نهمه برخه
ژباړه : قریب الرحمن سعید
(۹۸)
د نجران د خلکو له پاره د ابوبکرصدیق له اړخه دامن لیک نوي کول :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا لیکنه د (عبدالله ) درسول الله دخلیفه ابوبکر له اړخه د نجران دخلکو له پاره لیکل شوې ده :
1- دهغوې ځان ،مال ، زمکه ، قوم ، دوستان ، دعبادت طریقه ، پادریان ، راهبان ، عبادتځایونه ، اوټول منقول او غیر منقول ملکیتونه ، په خپلو کورونو کې موجودو او یا غیر موجودو دواړو له پاره ملاتړ د محمدص نبی رسول الله مسؤلیت دې .
2- دهغوې پادریان او راهبان ، هیڅ یو به دخپل مسلک څخه را وا نه ړول شي .
3- هغه لیکلې امن لیک چې دوې ته محمدص نبی علیه السلام ورکړې ،پر هغې به د تل له پاره عمل کیږي .
4- دنجران په خلکو به دریاست ملاتړ اوخیر غوښتنه واجبه وي .
ګواهان :
1- مستور بن عمرو د بنی القین د قبیلې څخه ، ۲- عمرو مولې ابوبکر . ۳- راشد ابن حذیفه .
(لیکونکې : مغیره )
(۹۹)
دنجران څخه دنصاراو د بې وطنه کولو څخه مخته د عمرر ض تصدیق :
بسم الله الرحمن الرحیم
د امیر المؤمینین له اړخه د رعاش ټولو اوسیدونکو ته :
السلام علیکم ! زه ( تر هر څه دمخه ) ستاې په وړاندې د واحد او لاشریک خداې حمد او ثنا وایم .
ددې نه وروسته ! تاسې په خپلو مسلمانیدو باندې اعتراف کړې و ، خودهغې وروسته مرتد شوئ ، اوس هم چې ستاسې څخه څوک توبه وکړي ،خپل ځان اصلاح کړي ،نو دهغه په ارتداد باندې به مواخذه و نه کړل شي . اومونږ به دهغه سره نیک سلوک وکړو ،تاسې پخواني نعمتونه یاد کړئ او خپل ځانونه په هلاکت کې مه غورځوئ ، ستاسې څخه چې هر څوک مسلمان شي ، هغه ته د سلامتئ زیرې دې او څوک چې د اسلام په ځاې نصرانیت و مني او په هغې بسنه وکړي ،زمونږ دهغې د امان سره هیڅ سروکار نه شته . دا حکم د نصرانیانو له پاره دروژې د میاشتې د یولسمې ورځې پورې نافذ دې .
او دا چې زما صوبه دار یعلې معذرت کړې چې :
1- او په ذمیانو کې چې کوم کس زما په څیر ناداره وي زه غوره ګڼم چې هغه کوم ډول صنعت زده کړي تر څو زما او زما دعرب داعیانو له غاړې د نصراني نومو وګړو سره د اعانت کولو بار لرې کړل شي .
2- ما یعلې ته حکم کړې دې چې هغه له تاسې څخه د زمکې نیمایی حاصلات تر لاسه کړي .
3- تر هغو چې تاسو په وفادارۍ کې اوسیږئ زه به تاسې بې وطنه نه کړم .
4- ما یعلې ته ستاسو د محصولاتو دنیمایی د اخستلو حکم کړې دې او
5- تر هغوې چې تاسو وفاداره یاست زه به دهغه ځاې زمکې له تاسو بیرته وانخلم .
(۱۰۰)
د نجران د نصاراو دبې وطنه کولو له پاره د حضرت عمر رض فرمان :
بسم الله الرحمن الرحیم
د امیرالمؤمنین عمررض له اړخه د نجران د اوسیدونکو له پاره :
له تاسې څخه چې څوک دالله په امان کې اوسیدل غواړي ، هغه ته به هیڅ مسلمان ضرر و نه رسوي ، دا د مسلمانانو له پاره دمحمد نبی صلی الله علیه وسلم ، او ابوبکر صدیق رضې الله عنه لیکلې حکم دې .
1- زه د شام (سوریی ) اوعراق سرکاري مامورینو ته حکم کوم چې دنجران نصارا چې د زراعت له پاره څومره زمکه وغواړي ، هغه دې ورته ورکړي او ددې زمکې حاصلات به دخداې د رضا په خاطر هغوې ته صدقه اوپه خپل وطن کې دهغوې دپریښول شوو زمکو بدل وي .
اګاه اوسئ ! چې کوم مسلمان دهغوې د حاصلاتو څخه څه تر لاسه کړي اویا پرې کوم ډول تاوان واچول شي .
2- دمسلمانانو مامورینو څخه چې هر څوک پرې نګران و ټاکل شو ، هغه به دهغوې د فریاد په اوریدو کې ځنډ نه کوي ،ځکه چې دوې زمونږ په ذمې کې دي .
3- ما تر دوو کالو پورې دا زراعتي زمکې دوې ته پرته له معاوضې ورکړې.
4- ددوې څخه که کوم کس (په خپله خوښه او) دخیر په خاطر څه سرکاري خزانې ته ورکړي نودهغې په اخستلو کې بدي نه شته ، خو دهغوې څخه په جبر سره څه مه اخلئ ،
(لیکونکې : معیقیب ، ګواهان : عثمان بن عفان او معیقیب )
(۱۰۱)
په نجران کې د سرکاري تحصیل دار په نامه د عمر رض لیک :
دیعلې بن امیّه له اړخه :
په نجران کې زما د ټاکلو وروسته عمررض بن الخطاب زما په نوم د محصولاتو د تر لاسه کولو له پاره دا فرمان را لیږلې دې . او نجران د یمن سره نژدې دې :
(( داپیښه دیمن د نجران سره تړلې ده . د یمن د نجران نصارا د خپل وطن نه د بې کوره کیدو وروسته دکوفې څخه بیرون اباد شول ، هغوې دخپل وطن په یاد ، هلته د نجرانیه په نامه یوکلې اباد کړ (بلاذري دنجران دسولې په باب کې))
دعمر رض د فرمان نقل :
دپخوانیو غیر مسلمانو مفتوحه ځایو د اوسیدونکو په پریښول شوو میوه لرونکو ونو او محصولاتو دا لاندې محصول لګول کیږي :
1- هغه و نې (او باغونه ) چې په باراني یا دهغې په شاوخوا کې په را ټولو شوو او یا بییدونکو اوبو باندې خړوبیږي . ( د عمررض او مسلمانانو له پاره دوه په درې او د اجاره لرونکو له پاره یو په درې برخه )
2- هغه ونې ( اوباغونه ) چې د کوهي په اوبو خړوبیږي ( دعمررض اومسلمانانو له پاره یو په درې او د اجاره لرونکې له پاره دوه په درې برخه )
3- د هوارې زراعتي باراني زمکې په حاصلاتو کې : ( د عمررض اومسلمانانو له پاره دوه په درې او د اجاره لرونکو له پاره یو په درې برخه )
4- هغه هواره زمکه چې د کوهي ( او ارهټ) په واسطه خړوبیږي ( دعمررض اومسلمانانو له پاره یو په درې او د اجاره لرونکو له پاره دوه په درې برخه ).
(۱۰۲)
داروپایی مشتشرقینو له اړخه وړاندې کړل شوې امن لیک :
د عمررض له اړخه :د مدائن او فارس د مسیحیانو له پاره:
( د النسطوریین د تاریخ په حواله ( د شرق د اساقفه و د تالیفاتو په ټوله کې دیارلسم ټوک ۶۲۰- ۶۲۳ مخونه )
( مونږ دا ټوټه د (۹۶) او (۹۷) د وثیقو په مناسبت ددې سره را یوځاې کړې ده ، لیکوال )
د حضرت ابوبکرصدیقرض د وفات نه وروسته عمررض بن الخطاب امیر و ګرزید. هغه ډیر زیات ښارونه فتحه کړل او د مفتوحه سیمو داوسیدونکو د حالت په مطابق یی دهغه ځاېو په خلکو محصول و ټاکه ، دا محصول ان د معاویه بن ابوسفیانرض تر وخته پورې همغسې په خپل ځاې پاته و .
د حضرت عمررض په دربار کې دجاثلیق درباري ایشوعیب حاضر شو او دنصاراو له پاره یی ترې د لیکلې امن لیک غوښتنه وکړه . او عمررض ورته دغه لاندې وثیقه ورکړه :
د امیر المؤمینین ،عبدالله ، عمررض بن الخطاب له اړخه :
د مدائن ، بهرشیر او جاثلیق د اوسیدونکو په ګډون د ټولو خانقاهي ځاې ناستو او معمرو وګړو له پاره !
عمررض دا مراعات د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او دحضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د واکمنۍ په وخت کې لیکلي او دهمغې په مطابق ددې وګړو د خوندي ساتلو مسؤلیت په غاړه اخستل کیږي .
هغه مسلمان چې په دې عمل وکړي هغه په اسلام ولاړ اود هغې اهل دې اوکوم مسلمان چې زما ددې احکامو مخالفت وکړي هغه د خداې د عهد ماتونکې اودهغې د مسؤلیت څخه سترګې پټونکې دې.
مراعات دا ډول دي :
1- زه تاسې ته ستاسې د ځان ، مال ، کورنۍ او اولاد، اوابرو هر یوه له پاره دالله تعالې عهد اومیثاق او دهغې د انبیاو او اوصیاو رضی الله عنهم او اولیاو، او مسلمانانو ته مسؤلیت ورسپارم چې، زه به په هر قدم کې ستاسې د کومک مسؤل او ستاسې دښمن به ستاسې څخه په لرې ساتلو باندې پابند اوسم ، په دې کې له ماسره زما هغه اعیان ، مسلمانان او انصار هم شامل دي چې تل د اسلام له پاره سر په لاس ولاړ دی .
2- زه به په خپلو جنګونو کې تاسې د هر ډول تکلیف او ګډون څخه مستثنې کوم ، په دې اړه به هیڅکله هم د جبر او اکراه څخه کار وانه خستل شي.
3- ستاسې پادریان به دخپلو منصبونو څخه نه معزولیږي
4- او ستاسې رئیسان به هم په خپلو مناصبو باندې د پخوا په څیر پاته وي .
5- ستاسې عبادتځایونه او خانقاګانې به له منځه نه وړل کیږي او نه به هغه په جوماتونو او دمسلمانانو په تمځایو بدلیږي
6- ستاسې په سفر به هیڅ ډول ټیکس نه لږول کیږی .
7- ستاسې هیڅ وګړې به په مسلمانیدو مجبور نه کړل شي ، دقران دحکم په اساس :
(لا اکراه فی الدین قد تبین الرشد من الغی ( ۲:۲۵۷))
« د اسلام په منلو کې داکراه نه کار نه اخستل کیږي دهدایت او ګمراهۍد لارو تر منځ توپیر معلوم شوې دې .»
( ولا تجادلو الا بالتي هی احسن (۲۹:۴۵)
« د غیر مسلمانو سره په احسنه اونیکه توګه خبرې وکړې »
8- په تاسې به تیرې کونکې تم کړل شي . ددې شرایطو مخالفت کونکې مسلمان به د خداېی میثاق اودمحمد صلی الله علیه وسلم د ژمنې مخالف وي ، یعنې هغه د خداې له اړخه د ورکړل شوې مسؤلیت او دهغې وعدې پر خلاف کار کړې چې د هغې په مطابق د نصاراود ځانو خوندی ساتنه او پر هغوې د ظلم او تیري په لاره کې یی حائل کیدل پرې لازم شوي و . او ددې خواخوږي به ددین ملاتړي او ناصر شمیرل کیږی .
او دریاست له لورې په نصاراو باندې دا لاندې شرایط واجب دي :
1- هغوې به زمونږ د کوم حربی(جنګي دښمن ) له پاره په ښکاره یا په پټه توګه زمونږ مخبري نه کوي .
2- هغوې ته به په خپلو ځایو کې پناه نه ورکوي ، تر څو چې هغوې وخت و مومی او پر مونږ باندې ناڅاپی یرغل راوړي .
3- هغوې سره به د وسلو ، اسونو او انسانانو کومک نه کوي .
4- او دهغوې سره به هیڅ ډول تړون نه کوي .
5- خو ــــــ دمسلمانانو لښکر سره به په خپلو ځایو کې د پټیدوپه وخت کې کومک کوي او دهغوې خوراک څښاک به خپل مسؤلیت ګڼي، او داسې ځایونه به زمونږ دښمن ته نه را ښکاره کوي .
اګاه اوسئ ! چې دکومې مادې مخالفت و(نه ) کړئ هغه وخت به دخداې او رسول مسؤلیت ( له تاسې څخه ) ختم شوې وي .
ددې ټولو مواثیقو او وعدو مسؤلیت ، چې ما د هغوې په پادري او رهبان باندې ایښی ، په هغوې واجب دې ، (همداسې ) لکه څنګه چې دخداې او نبیانو سره هر وخت او محل کې د ایمان سره یوځاې د وعدو ایفا شوې ده .
په همدې توګه به زه ، په خپل ځان د عاید شوو شراېطو پابند اوسم اوزما په څیر به مسلمانان هم . ځکه چې هغوې ددې شراېطو څخه خبر شوې دي ، پر مونږ ددې شرایطوپابندي د دنیا تر اخره(تر قیامته ) پورې عائدیږي .
(ګواهان : ۱- عثمان بن عفان ، ۲- مغیره بن شعبه ، د لیکولو تاریخ ۱۷ هجری کال )
(۱۰۳)
دنجران د هستوګنو په اړه ، خپل صوبه دار ته دعثمانرض حکم :
بسم الله الرحمن الرحیم
د عبدالله ، عثمانرض امیرالمؤمینین له اړخه د ولید۱ بن عتبه په نوم :
(۱)(د اولید دکوفې والي و )
سلام علیک ! زه ستا تر مخه د لایزاله او لاشریکه خداې حمد و ثنا وایم .
او ددې وروسته ! دنجران د اسقف او عاقب رئیسان چې اوس په عراق کې اباد شوي دي ، ماته د محصول څخه شکایت کړې دې ، هغوې ماته د حضرت عمر رضی الله عنه وثیقه هم را ښوولې ده ، نو هغه تکلیف چې مسلمانانو دوې ته په دې معامله کې ور رسولې ، دهغې څخه هم زه خبر شوې یم .
1- ما دهغوې په جزیه کې د خداې درضا دتر لاسه کولو په خاطر دیرش حُلې کمښت راوست .
2- څومره زمکه چې په نجران کې دوې ته حضرت عمر رضې الله عنه ورکړې وه ، ددوې هر یوه ته همغومره رقبه (نوره هم ) ورکړئ .
3- هغوې زمونږ ذمیان دي ، دهغوې سره په مهربانۍ سره مخته ولاړ شئ ، زما ددوې سره پخوانۍ پیژندګلوي هم شته .
4- دحضرت عمر رضی الله عنه له اړخه ورکړل شوې امن لیک ووینئ اودهمغې په مطابق عمل وکړئ . اودا امن لیک ماته بیرته را ولیږئ .
(لیکونکې : حمرن بن آبان) (۱۵شعبان ، ۲۷ هجري )