(۱۱۰)
په یمن کې د عریب بن عبد کلال په نامه :
(ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې )
(۱۱۱)
د همدان د شیخ عمیر په نامه :
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه د عمیر ذی مران او د همدان د نورو مسلمانانو په نامه :
سلامت اوسئ ! زه ستاسې په وړاندې د لاشریک او واحد خداې ثنا او حمد بیانوم .
ددې نه بعد! مونږ ته د روم (تبوک ) څخه د راستنیدو نه وروسته ستاسې د مسلمانیدو خبر راغې ، بې له شکه چې کله چې تاسې ( اشهد ان الا اله الا الله و اشهدان محمدا عبده ورسوله ) سره یو ځاې لمونځ ادا کړئ ، زکات ورکړئ نو مونږ هم ستاسو د ځانو او مالونو مسؤلیت و مانه ، د( آس) په ټوله ځمکه ستاسې قبضه منل کیږي په کوم کې چې تاسې اباد او اسلام مو منلې دې ، په دې کې دهغه ځاې غرونه ، چینې ، او ویالې هم شاملې دي . په دې اړه به هیڅوک په تاسې ظلم و نه شی کړاې او نه به په تاسو کوم بار بارکړل شي .
او مالک بن مراره رهاوی ستاسې په لټه کې و ، ماته دا خبر همغه راوړې دې ، دمالک سره ښیګنه وکړئ ، ځکه دا خبره دهغه سره ښائې.
(محرر : علی بن ابې طالب )
(۱۱۲)
ددقوم دوکیل ، قیس همدانې په نوم د رسول الله ص لیکلې وثیقه :
په مکې کې د اوسیدو(۱) په وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې قیس ( بن مالک بن سعد بن لائی الهمدانې ) حاضر شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته یوه وثیقه و لیکله چې په هغې کې یی قیس د همدان دقبیلې د لاندې شاخونو مشر ومانه : (۱) « په مکې کې د اوسیدو څخه دمکې د فتحې یا حجة الوداع وخت دې ).
الف- د احمورصها د نسل څخه : ۱- قُدَم ، ۲- آل ذی مران ، ۳- ال ذی لعوه ، ۴ – اذواء
ب - د غرب د غه نسل :
ارحب ، نُهم ، شاکر ، وداعه ، یام ، مُرهبه ، دالان ، خارف ، عُذر و حجور ( د هغوې دحلیفانو او دوستانو په ګډون ) .
دې وثیقې لرونکوته د (رسول الله ص ) د احکامو د اوریدو سره سم ددې اطاعت کول اړین دي .
د الله او رسول له اړخه د هغوې د خوندي ساتنې ذمه واري د هغوې د لمانځه د اداء کولو او د زکات د ورکولو پورې تړلې ده .
او دبخشش په توګه به په استمراري توګه تاسې ته د خیوان دسیمې څخه دوه سوه فرق ( دتول یو ډل دې چې صاع هم ورته ویل کیږي ) منقې، سل فرق جوار ---(همدا راز) د عمران د الجوایف د سیمې څخه سل فرق غنم به هم د الله دمال څخه هر کال درکول کیږي .
بله نسخه : د حافظ ابن احجر له اړخه : د ابن اثیر د روایت له مخې :
د ابن منذه په حوالې سره :
1- زه تا دغرب د قبیلې او د احمورا په دواړو شاخونو او دهغوې په اموالو باندې امیر ټاکم .
2- ستاسو او ستاسو د وارثانو له پاره به د نسار د سیمې د جوارو څخه دوه سوه ( صاع) او دخیوان دمنقې څخه دوه سوه (صاع) « همیشه ، همیشه ،همیشه » د بیت المال څخه درکول کیږي .
(۱۱۳)
دمالک ابن نمط همداني او یک جدیان مالک له پاره وثیقه :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا د محمد رسول الله ص له اړخه د همدان د قبیلې د اوسني مشر ، مالک ابن نمط اودهغې یک جدي له پاره لیکل شوې وثیقه ده :د لاندې ځایو له پاره چې نومونه یی دادي :
جناب الهضب ، حقاف الرمل او ذی المشعار : دوې او ددوې نور قوم دمسلمانیدو په صورت کې په دې وثیقه کې شاملیداې شی . هغه مراعات په دې توګه دي :
1- ددرې واړو سیمو په ټیټو ، هموارو ، تیږلوړه زمکو او غونډیو ټولوباندې دهغوې قبضه منل کیږي .
2- هغوې ددې سیمو د وچو او لمدو په ګډون هر ډول واښه استعمالولې شي .
3- بیت المال ته به د تړون په اساس، او دخوندي ساتنې او امانت په توګه به ټول وثیقه لرونکې ددې لاندې اجناسو د( بیرته ) تحویلولو مسؤلیت لري .
1- د ګرمۍ او یخنۍ څخه د خوندي کیدو په خاطر، لوې څادرونه، څرمنې او وړۍ او ....نور شیان اخستلاې شي .
2- په صدقاتو کې زوړ او ځوان اوښ ،دواړه ډوله ، او ځوان حیوانات او ځوانې غواګانې ، او سپین رنګه میږې او شپږ کلنې او بالغې اوزې اخستل کیږی .
(۱۱۴)
د ضمام بن زید الهمدانې له پاره :
خو ددې لیک نقل نه دې تر لاسه شوې :
(۱۱۵)
د قیس بن نمط الهمدانې الارحبی له پاره :
ددې لیک نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۱۶)
د یمن د عک رئیس خیوان له پاره وثیقه :
بسم الله الرحمن الرحیم
د عک رئیس خیوان له پاره دا لیکلې فرمان دې چې که چیرې هغه دخپلې زمکې ، شتمنئ او غلامانو دملکیت څخه په ریښتونې توګه ګټه اخستل غواړي ، نو هغه د الله او محمد رسول الله په امن کې دې .
محرر : خالد بن سعید بن العاص
(۱۱۷)
د داران رهاوي د قبیلي له پاره د رسول الله ص لیکلې فرمان :
درهاوي قبیلې ګڼ شمیر کورنۍ در لودې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوې ته لیکلي امن لیک ورکړې و،خو هغه لیکلې فرمان هغوې د معاویه رض په وخت کې و پلوره ( لیکوال ).
( خو ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې.)
(۱۱۸)
د خولان د معدی کرب بن ابرهه له پاره وثیقه :
رسول الله صلی الله علیه وسلم معدي کرب بن ابرهه ته دا لیکلې وثیقه ورکړه : او هغه دا چې: په خولان دهغوې قبضه منل کیږي .
(۱۱۹)
د ابومکنف عبدرضا الخولاني له پاره لیکل شوې وثیقه :
محرر : معاذ دې ، خو ددې وثیقې نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۲۰)
د خالد بن ضماد ازدي له پاره وثیقه :
دهغوې زمکې دهمغوې له پاره دې په دې شرط چې هغوې :
1- په واحد او لاشریک خداې ایمان راوړي ،
2- دمحمدص په بندګۍ او رسالت باندې اقرار وکړي .
3- دلمانځه قیام ، د ذکات ورکړه او د روژې دمیاشتې روژې نیول او دکعبې کولو په حج باندې عمل وکړي .
4- محدْث ( ددین باغې) ته پناه ورنه کړي .
5- د اسلام په اړه په شک و شبې کې و نه لویږي .
6- دخداې ج او رسول ص دتعلیماتو پابند اوسي .
7- دالله ج سره دمحبت کونکو سره محبت او دهغه د دښمن سره دښمني وکړي .
او په محمد نبيص باندې دهغوې حق دا دې چې د هغوې د(قبیلې دمشر) ، خالد ، ځان ، مال ، کورنۍ او اولاد د خطر څخه خوندي وساتي .
که چیرې خالد ازدي هم دغه شراېط پوره کړي نو هغه به د محمد نبیص په پناه کې وي .
محرر : آبي .
(۱۲۱)
د جناده ازدي او دهغه دقبیلې له پاره :
بسم الله الرحمن الرحیم
د ا دمحمد رسول الله صله اړخه امن لیک دې :
د جناده ازدي ، د هغه د قبیلې او حلیفانو له پاره : او هغه دا چې : دوې د اللهج او محمدص بن عبدالله په پناه کې دي په دې شرط چې په لاندې احکامو عمل وکړي :
د لمانځه قیام ، د زکاة ورکړه ، د روژی نیول او دالله ج اودرسول ص اطاعت ، په غنیمت کې دخداېج او دنبي ص له پاره خمس او دمشرکینو سره د اړیکو پرې کول .
محرر : آبي .
(۱۲۲)
د ابوظبیان ازدي ( غامدي) له پاره :
رسول الله صلی الله علیه وسلم ، ابوظبیان عمیر بن حارث ازدي ته دا امن لیک ورکړ :
د غامد د قبیلې څخه چې هر څوک مسلمان شي ، دهغه حقوق د نورو مسلمانانو سره برابردي ، دهغه مال او ځان پر مونږ حرام دې ،هغوې د عسکری خدمت څخه مستثنې دي اود پخپله دخپلې مملوکه زمکې خاوندان دي.
(۱۲۳)
د عمرو بن عبدالله ازدي ( غامدي ) له پاره :
خو ددې لیک نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۲۴)
د مسمّې بارق د قبیلي له پاره :
دا د محمدرسو الله له اړخه د بارق له پاره لیکلې وثیقه ده :
1- مسلمانان دې د ګرمۍ او یخنۍ په دواړو موسمونو کې د بارق د اجازې پرته خپل څاروی دهغوې په ځنګلونو کې نه څروي .
2- د قحط او وچ کالۍ په وختو کې پر هغوې دمسلمانانوله پاره تردرې ورځو اخوا میلمستیا نه شته . دهغوې د باغاتو نه په تیریدو سره یو تیریدونکې د یوه وږي د مړښت په اندازه خوړلې شي خو میوه له ځانه سره نه شي وړلې .
ګواهان : ۱- ابو عبیده الجراح ، ۲- حذیفه بن الیمان
محرر : آبي .
(۱۲۵)
دمازن بن عمرو بن تمیم د قبیلې د قیس بن حصین له پاره :
خو ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۲۶)
د اعشې شاعر (عبدالله ) دښځې په اړه د مُطّرف بن مازني په نوم :
(دلیکوال له اړخه) : دا عبدالله بن اعور حرمازی المازني ته، چې په اعشې شاعر باندې مشهور و ،د ورپښې شوې پیښې په اړه لیک دې. هغه د هجر(سیمې ) ته د غلې د پیریدو له پاره ورغلې و ، دهغې وروسته دهغې ښځې( معاذه ) دکوره ووتله او د مُطَُّرف ( بن نهضل بن کعب بن قشع بن دلف ابن امیم بن عبدالله ) په کور کې یی پناه واخسته ، کله چې عبدالله بیرته را ستون شو نو ښځه یی په کور کې نه وه ، ورته وویل شول چې هغه تښتیدلې او د مطر ابن نهضل په کور کې پرته ده . عبدالله نهضل ته وویل : « اې زما د کاکا زویه ! زما ښځه ستا کورته راغلې ده هغه ماته را وسپاره ؟ » نهضل ورته وویل : « اول خو زما په کور کې نه شته ، او که وی هم نو ورځه او خپله لاره و نیسه ! » ( مطرف د عبدالله په مقابل کې ډیر معزز و ). عبدالله د رسول الله صلی علیه وسلم خدمت کې حاضر شو او دا شعر یی ورته ووایه :
یاسید الناس و یا دیان العرب ینمي الې ذروة عبد المطلب
(اې دعالمیانو سرداره ! اې د عربو شارعه اې د عبدالمطلب نوم روښانه کونکیه !
تلک قروم سادة قد ما نجب الیک اشکو ذربة من الذرب
(هغه چې دغوره او د نجیبې کورنۍ غړې دې ما تاته د هغه داوږدې ژبې څخه شکایت راوړی)
کالذئبة الغبساء فی ظل السرب خرجت بغیها الطعام فی رجب
( د لیوه په څیر په خپل سنګر کې ناست دي . اوزه په رجب کې دهغه څخه د ځان له پاره خوراک غواړم)
و خلقتني بنزاع و هرب اخلفت العهد ولطت الدنب
( خو هغه زه په نزاع او جنګ کې اخته کړم اوپه خپله یی لکۍ د ځان لاندې کړه او کیناست)
و ترکتني وسط عیص ذی الشب اکمه لا ابصر عقدة الکرب
(اه : هغه زه په اغزن ځنګل کې پریښودم زه ړوند یم نودا سخته لاره به څنګه ووینم .)
تکدر جلی مسامیر الخشب وهن شر غالب لمن غلب
(اه : زما پښې هم د لرګیو د زخو په واسطه زخمې شوی دی او داډول حال هر سړې مغلوبولې شی .)
اوس نو هغه د مطرب کورته دخپلې ښځې د ورتللو په اړه شکایت وړاندې کړ . دهغه په دې شکایت رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله ته یولیک ولیکه ( چې د مطرف په نامه و )
( ورته یی لیکلي و چې : ) «د دې لیک ددروړنکې ښځه همدې ته په لاس کړه . »
مطرب د رسول الله صلی الله علیه وسلم مکتوب ولوست نو هغه ښځې ته یی وویل : « اې معاذې ! ماته رسول الله صلې الله علیه وسلم حکم کړې دې چې زه تا خپل خاوند ته بیرته ورحواله کړم . » معاذه ورته وویل :« د عبدالله څخه ژمنه واخله چې هغه به ماته په دې اړه سزا نه راکوي » مطر ف د عبدالله څخه ژمنه واخسته او ښځه یی بیرته عبدالله ته وروسپارله .
(۱۲۷)
د ارطاة ابن کعب بن شراحیل نخعي له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۲۸)
د ارقم بن کعب نخعي له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې ترلاسه شوې .
(۱۲۹)
د زراره ابن قیس نخعي له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۳۰)
د قیس بن عمرو نخعی له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۳۱)
د (حضرموت) ربیعه بن ذومرحب په نامه :
رسول الله صلی الله علیه وسلم ربیعه (بن ذومرحب حضرمي ، دهغه ورور او کاکا درې واړو له پاره دا لاندې وثیقه عنایت کړه :
په حضرموت کې دهغوې د منقوله او غیر منقوله ټولې شتمنۍ ، کوهیانو ، د اوبو ټولې سر چینو ، چینو، ونو ، خوراک ،څښاک او هر څه باندې ددوې قبضه منل کیږی .
دهغوې دزمکو په حاصلاتو کې به دمیوو او بیرو د ونو نه اخوا ، په نور هر شې دهغوې ولکه وي. هر هغه څوک چې په دغو شیانو کې ، چې ددوې په قبضې او تصرف کې ورکړل شوي ، مداخله وکړی، خداې اورسول به ور څخه برّي الذمه وي .
د ذی مرحب د آل سره کومک په هرمسلمان ټولګي باندې واجب دې . دهغوې په سیمه کې به زمونږ له اړخه هیڅ ډول تصرف نه کیږي ، دهغوې د اموزل ، نفوس او ملک نومې مشهورو باغونو کانال (ویاله) چې د آل قیس د وادی څخه تیریږي ، دهغه څارنه په الله او دهغه په رسول ده .
(۱۳۲)
دوائل ابن حجر حضرمي له پاره : (۱)
لیکوال : کله چې وائل بن حجر د(مدینې څخه ) د خپل وطن په لور د ستنید په اراده د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغې نو ورته یی وویل : « یارسول اللهص ! زما پر قوم زما د سیادت فرمان ولیکئ» رسول الله صلې الله علیه وسلم معاویه رض ته د درې داسې فرمانونو د لیکلو په اړه وویل او وائل ته یی ورکړل ، په دې ډله کې دغه فرمان د وائل دسردارۍ په اړه لیکل شوې و:
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه د مهاجر۱ بن امیه په نامه !
(1) (دمهاجر اصلي نوم ولید دې خورسول الله هغه په مهاجر باندې واړاوه ،دا د ام المؤمینین آم سلمه حقیقې ورور دې او د صنعاء والي و ) .
واورئ ! وائل صاحب خدم او حشم دې دهغه سیادت په حضرموت کې دحمیر په شهزادګانوباندې قایمیږي.
(۱۳۳)
دا هم د وائل له پاره : (۲)
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد رسول اللهص له اړخه د حمیر ملوکو او شهزادګانو ته !
پر تاسو ټولو دا احکام لازم دي
1- د لمانځه قیام ،
2- د زکات ورکړه ، ددې لاندې نصاب په اساس :
الف - د نصاب په لمړنې حد باندې صدقه واجب ده .
ب - دصدقې څخه د په څنګ کېدو په خاطر خپله رمه د بل چاپه رمه کې مه ور ننه باسئ .
ج- سرکاری محصل ( دصدقاتو ترلاسه کونکې ) او صدقه ورکونکې دې یو دبل سره دبې انصافۍ نه کار نه اخلي .
د- محصل دې د حیواناتو د خړوبولو ځاې ته نه ورځی او نه دې په ښه حیوان باندې نښه لګوي .
ه - د حیواناتو مالک دې خپل څرونکې د صدقې د ورکړې په وخت کې لرې ځاې ته نه شړي، چې بیا محصل ستړې ستومانه دهغې پسې یوځاې بل ځاې ګرځي .
و- محصل دې د حیواناتو دشمیرلو په وخت کې داسې حساب نه کوي چې د اصل څخه زیات شمیر وصول کړي .
ز- د مالونو خاوندان دې دمسلمانو تحصلیدارانو د ډلې سره کومک کونکي اوسي .
دمشتري په لاسو د قرض شي په پلورلو سره ، دهغې د رقم د وصول نه مخته ، په کم قیمت دهغې اخستل سود دې.
یادونه : په دې فرمان کې جمله « وعلې کل عشرة ما تحمل العراب (؟)» په همدې صورت کې دي .
په بل روایت سره :
د (یمن) د حمیر د شهزادګانو او زړه ورو پاسبانانو له پاره دغه لاندې احکام دي :
1- د حیواناتو د کوم شمیر څخه چې نصاب پیلیږی په همغه شمیر پر هغوې زکات واجبیږي .د زکات حیوانات باید عیبجن نه وي.
ډیر پیړ ، لوږې وهلې وچ ، په ټوله رمه کې تر ټولو زیات غوښن به نه اخستل کیږي بلکه په منځنې حال به وي.
2- په دفینه کې یو په پنځه ذکات دې .
جزایی قوانین :
1- د ناواده شوي زناکاران په سرونو سل سل دورې ووهئ او یوکال یې بې وطنه کړئ .
2- خو د واده شویو له پاره دهمداسې جرم په کولو په تیږو ویشتل (رجم ) دي .
3- په دین کې د تساهل نه کول ، دالله په فرائضو کې د تصنع څخه لرې والې ، اونشه کونکي شیان حرام ګڼل .
په دې خلکو باندې وائل بن حجر امیر ټاکل کیږي .