مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-09-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګتورې خبرې

فضل الله رشتین


 
نیکمرغه او بد مرغه انسان
د یو انسان هغه وخت  د خوشبختۍ  نیکمرغۍ  په لذت پوهیږي  چې د ژوند ملګرې يې ورسره  د هغه  د ستونزو او مشکلاتو په حل کې مرسته او مدد وکړي خو بدبخت  او بدمرغه هغه انسان دی چې ښځه یې ورسره  د ستونزواو  مشکلاتو په زیاتولو کې مرسته کوي.
 
ډیر بد خلک
بد خلک دوه ډوله دي : یو ډول هغه  دي چې خپل علم  په حاکمانو خرڅوي ، بل ډول هغه حاکمان دي چې خپل آخرت په دنیا خرڅوي.

ستره کامیابي
د یو انسان لپاره  په ژوند کې  ستره کامیابي په  دې کې ده چې د خپلو غوښتنو او د خپلې ښځې د غوښتنو تر مینځ بریالیتوب تر لاسه کړي.
 
مینه او حقد
هغه عقائد چې   اساس یې حقد وي ، هغه د انتقام په ذریعه له منځه ځي ، خو هغه عقائد چې  اساس یې مینه محبت وي ، احسان  د هغې ساتنه  او حفاظت کوي.
 
 رښتیا  او دروغ
 رښتیا هیڅکله څوک نه بدناموي خو دروغ د انسان مخ توروي.
 
د کامیابۍ راز
په ژوند کې د کامیابۍ راز  په دې کې دی چې سړی د ژوند د ټولو ستونزو په وړاندې داسې مقابله وکړي لکه څنګه چې مارغان یې  په توپاني هوا کې کوي.
 
د ژوند ښګلا
څوک چې خپل خدای پیژني  هغه ته په دنیا کې ټول شیان ښګلي ښکاري .
 
لذت
پرهیزګاران او عابدین  له  ذکر او مناجاتو څخه خوند او لذت اخلي ، عالمان او پوهان دغه خوند له تفکر څخه اخلي ، سخیان یې له احسان څخه اخلي ، مصلحین یې له هدایت څخه اخلي ، ظالمان یې له ظلم کولو څخه اخلي ، مفسدین یې له فساد کولو څخه اخلي او رشوت خواره یې له رشوت اخستلو څخه اخلي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery