د هالیند د نیوخین ښار په غونده کی د لیکوال د شفاهی وینا لندیز
د اکتوبر اتمه ۲۰۱۱ م کال
دوکتور م ، ع ، تره کی
د سړی جګړی په پای کی د ناتو د شته والی منطق چه د نړیوال کمونیزم سره مقابله وه ، له منځه ولاړ . خو هغه ځانته بل ماموریت غوره کړ : د اسلام پالنی او هغه سره د تړلی تروریزم په وړاندی جګړه .
کمونیزم سره جګړي دفاعی بڼه درلوده . خو د بنسټ پالنی او تروریزم سره يي تعرضی ډول وموند چي افغانستان ، پاکستان او عراق د جګړی د ډګر او مقدمي جبهي په ډول وروپیږندل شول .
د دغه واقعیت په نظرکی نیولو سره چه دری واړه هیوادونه د پام وړ ژیوپولتیک موقعیت لری ، د وخت په تیریدو سره جګړه د خپل لمړنيو ټاکل شویو موخو څخه ووته او ستراتژیک او ژیوپولتیک استقامت يي غوره کړ . د دیموکراسی او د بشری حقونو څخه ملاتړ ورسره ګډ شو . د نوموړو ارزښتونو څخه جګړه ایزه دفاع هغومره زور واخیست چه د جګړی میدان د تیل او ګاز د سرچینو په نږدیوالی کی موقعیت درلود .
په سیمه کی د ناتو د پروګرامونو د پلی کولو په مقصد افغانستان مرکزی حیثیت وموند . افغانستان باید په بشپړه توګه لاندی شی ، تر څو چه د هیواد د ننه او د باندی د ناتو د پروګرامونو د تطبیق زمینه برابره شی .
د افغانستان د هضمولو په نیت ناتو پدی لټه کی شو چه د نظام د ننه او د باندی د قدرت د جوړښت هستی له منځه یوسی . خو دلته د څو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ وو .
کورنی پدی معنی چه :
ــ طالبانو بیا سر راپورته کړ .
ــ د پردیو په لاس جوړ شوی حکومت د لازیات قدرت او واک دعوآ مطرح کړه .
بهرنی پدی مفهوم چه :
پاکستان ، ایران ، چین او روسیه په غیر مستقیمه توګه د وسله وال مقاومت په ملاتړ د ناتو په ضد جګړه ایز اقدامات تر اجرآ لاندی ونیول .
ناتو د نوموړو کورنیو او بهرنیو ستونزو د لری کولو په مقصد پراخ پروګرام تنظیم کړ .
د کورنی ستونزی په وړاندی اقدامات :
لمړی ـ د لمړی خند یعنی د طالبانو د تحریک د له منځه وړو په نیت د جګړی یو سیمه ایز پلان چه افغانستان او پاکستان په کی شامل وو تنظیم شو : طالب د پښتون سره په ترادف کی قرار ونیو او ورسره جګړه اعلان شوه . د جګړی اصلی لنګر د پښتنو په میښته سیمو کی متمرکز شو. د پښتون قبیلوی جوړښت ، دا د ښکیلاک ضد تاریخی مورچل تر ګوزارونو لاندی ونیول شو . په کلیو او بانډو باندی بیرحمانه بمباری وشوي چه په کی په زرګونوملکیان ووژل شول . د قومی او مذهبی مشرانو په وژلو سره ، جګړي د ژنوساید (عام وژني ) بڼه غوره کړه .
واقعیت دا دی چه د پښتنو په ضد یوه لویه نړیواله توطئه چه په کی افغانی کړیو ، د سیمی او د سیمی نه د باندی قومونو او هیوادونو ګدون درلود ، سازماندهی شوی وه .
د توطئی اصلی مقصد د طالب د وژلو تر نامه لاندی د جګړی د لمنی جغرافیایی پراختیآ ، دوام او ورسره د پښتنو د مقاومت فزیکی او انسانی قوت ماتول وو ؛ تر څو چه د افغانستان د ننه د اشغالګرو قوتونو په ګټه د یو مزدوری واکمنی د ساتنی زمینه برابره شی . لاسپوڅی واکمنی په سیمه کی د ناتو د ستراتژیک افزار (لاسوند) په توګه وکارول شی .
دوهم ـ د ناتو په وړاندی د نظام د ننه لوی ګواښ، دا وو چه د اساسی قانون په بنسټ باندی د ریاستی نظام په نافذیدو سره ، د حکومت تر واک لاندی د اداری چاری د تمرکز پروسه پیل شوه .
خو ناتو او په ځانګړی توګه امریکائیانو نه غوښتل چه د یو با صلاحیته حکومت د حساب او کتاب او جنجال سره مخ شی . د یوه کمزوری واکمنی د جوړیدو په مقصد لاندی اقدامات ترسره شول :
ــ په حکومت کی ځینی کلیدی وزیران د ناتو د غړیو هیوادونو په واسطه (غوښتنه) وټاکل شول .
ــ پخپل سر والیان وګمارل شول .
ــ افغانستان ته پولی او اقتصادی مرستی د غیر حکومتی چینلونو له لاري تآمین شوي .
ــ د امنیتی اورګانونو عملیاتی ظرفیت په حد اقل کي وساتل شو او امنیتی خصوصی کمپنی ګانی د حکومتی اورګانونو په وړاندی د سیال په توګه وکارول شوي .
ــ د حکومت په وړاندی دستوری سیاسی اپوزیشن جوړ شو . اپوزیشن ته د پارلمانتریزم او فدرالیزم نسخی ورکړل شوي .
ــ د ولسمشری او پارلمانی انتخاباتو په پروسه کی د ګمارل شوو کسانو په ګټه لاسوهنه وشوه .
ــ د وروستیو پارلمانی انتخاباتو په پروسه کی د پراخی لاسوهنی محصول یوه ولسی جرګه جوړه شوه .
د بهرنی ستونزی په وړاندی اقدامات :
په سیمه کی د ناتو حضور د قواوو سیمه ایز انډول ته د ناتو په ګټه او د سیمی هیوادونو په تاوان بدلون ورکړ او د امریکا په وړاندی يي حساسیتونه راوپارول .
د ناتو په ضد د سیمی د هیوادونو منفی جګړه ایز غبرګون هغه وخت زور وموند چه امریکا د افغانستان سره د ستراتژیک تړون موضوع مطرح کړه. د ناتو په وړاندی تحریکات په دوه سوله ایزو او جګړه ایزو استقامتونو باندی قرار لری :
سوله ایز پدی معنی چه د « شانگهای » په سازمان کی د افغانستان د شاملولو هلی ځلی چتکی شوی .
جګړه ایز پدی مفهوم چه د وسله والو مخالفینو جنګی ظرفیت پیاوړتیا ته پام اړول شوی : دوی په نوو وسلو د هغی جملی نه په پرمختللو الوتکی ضد توغندیو باندي سمبال شوی دی .
د افغانستان د اشغال د مخالفو هیوادونو په منځ کی پاکستان ځانګړی ځای لری : پاکستان او تروریزم ضد نړیوال ائتلاف د افغانستان په لس کلنه جګړه کی په دوه ټکو کی ګډ دریځ درلود :
ــ د پښتنو بشری او جنګی پوتانسیل کمزوری کول.
ــ د اسلامی رادیکالیزم د هغی برخی سره مقابله چه دواړو اړخونو ته ګواښ راپیښوی.
پاکستان او تروریزم ضد نړیوال ائتلاف په لاندی مسائلو باندی سره اختلاف لری:
ــ په افغانستان کی د امریکا اوږدمهال حضور د نظامی اډی د جوړولو د لاری .
ــ په افغانستان کی د هندوستان نفوذ .
ــ د جګړی جغرافیائی حدود : پاکستان هڅه کوی چه جګړه د افغانستان په د ننه پاتی شی . خو نړیوال نظامی ائتلاف لیوالتیا لری چه جګړه د باندی صادر شی .
په افغانستان او پاکستان کی د کړکیچ ساتنی او د جګړی د اوږدیدو د ستراتيژی د پلی کولو په مقصد،امریکا او ناتو په څو اقداماتو لاس پوری کړ: ــ د حقانی شبکه په تور لیست کی شامله شوه .
ــ د بن په دوهمه غونډه کي د وسله وال مقاومت ګډون منتفی اعلام شو .
ــ د افغانی امنیتی اورگانونو د بی کفایتی د اثبات په مقصد ( چه لاره په افغانستان کی د بهرنیانو د اوږدمهال حضور د پاره برابروی ) ، د امنیتی اورگانونو د صلاحیت د انتقال د پروسي ننداري ته ایښودل شو .
ناتو په افغانستان کی د کړکیچ د ساتنی او د جګړی د اوږدیدو د ستراتيژی نه، د څو مقصدونو د پاره ګټه پورته کوی :
ــ د بنسټ پال اسلام، کوم چه د القاعدی سره تړاو لری، د قیام مخه نیول
ــ د یوه ګوډاګی حکومت چه په سیمه کی د ناتو د ستراتيژیکو موخو د پاره کارول کیږی ، د جوړیدو په اراده د دیورند د دواړو خواو پښتنو چه ښکیلاک ضد ستر قومی ځواک جوړوی ، انسانی او فزیکی قوت ماتول او جنگی پوتانسیل یی کمزوری کول .
ــ د جګړی د لاری د لویدیځ تمدن د ارزښتونو تپل .
د ولسمشری او پارلمانی تیرو انتخاباتو چه په کی بهرنیانو د یوه ګوډاګی نظام د جوړیدو په نیت لاسوهنه وکړه ، وښودل چه بهرنیان لږ تر لږه اوسمهال د واقعی دیموکراسی نه ، چه په کی په امن او آزاده فضآ کی د جنگ ځپلو سیمو د ولسونو آزاده اراده تمثیل شی ، ویره لری .
قومی اکثریت، دا د ناتو او امریکا د تپل شوی جګړی قربانیان، باید وځپل شی، تر څو چه د اشغال او درغلی نه رازیږیدل شوی نظام پاتی شی .
***
در افغانستان از یک دهه به این سو ائتلافی از جنگ سالاران متهم به جنایات جنگی و تکنوکراتان معامله گر به زور قوت های مهاجم خارجی قریب
80 هزار افغان را از هستی ساقط کرده است. هزاران دیگر را معیوب نموده است . از شمار بیوه و یتیم جنگ احصاحیه یی در دست نیست .
حاکمیت محصول اشغال بیش از نیمی از قلمرو ملی را به میدان جنگ قوت های مهاجم تبدیل و به کندواله بدل کرده است.
اینهمه تلفات به دلیل عدم شناخت واقعیت ها و اشتباه در محاسبات ستراتژیک :
امریکا و ناتو مرتکب دو اشتباه بزرگ گردید که موجب دوام جنگ و تلفات زیاد انسانی و پولی گردید :
یکی اقدام سراسیمه برای متلاشی ساختن حکومت طالبان ، پس از انفجار نویارک ، در شرایطی که رهبران آنها حاضربه مفاهمه بودند.
دیگری تمرکز عملیات نظامی در مناطق جنوب کشور به قصد قتل عام پشتون های دو طرف خط دیورند .
ازان جائیکه پشتون ها با سابقه تاریخی مقابله کامیاب با قوت های مهاجم ، در خط السیر اکمالاتی ناتو از بندر کراچی تا کابل و قندهار مسکون اند و امکان کافی حمله به کاروان های لوژستیک و مسدود ساختن شاهراه را بدست دارند ، اقدام امریکا و ناتو را در مقابله خونریز با پشتون ها میتوان نشان بی ملاحظگی ، سراسیمگی و جنون نامید . ناتو در دشمنی با پشتون ها در واقع شاهرگ تغذیه جنگ تحمیلی خود را مسدود ساخت و زمینه بلند بردن مصرف جنگ و نهایتآ شکست خود را فراهم نمود .
اکنون وقت آن رسیده است که به این جنگ تحمیل شده و غیر عادلانه پایان داده شود. قراینی روی دست است که همه جناح های مقاومت از یک پلان صلح که در محور آن ، تشکیل یک حکومت بیطرف ، مسلکی و موقتی برای انتقال کشور از حالت جنگ به صلح قرار داشته باشد ، حمایت میکنند .
کانفرانس فعلی چند امکان را بدست میدهد :
ــ استفاده از پلان های مطرح صلح از جمله پلان « د افغانستان د نجات جرگه » و یا تنظیم یک پلان جدید صلح .
ــ تعیین یک هیآت صلح از داخل یا خارج کانفرانس . هیآت در کانفرانس های آینده صلح در داخل و یا خارج افغانستان اشتراک خواهد کرد و وظیفه خواهد داشت تا میان طرفین منازعه وساطت کند و موافقت جوانب را به پلان صلح جلب نماید .
به چند نکته باید توجه نمود :
ــ در کشور هائیکه مردم آن در حال جنگ با قوت های مهاجم خارجی قرار دارند ، استقلال و تمامیت ارضی کشور را تناسب قوای جنگی تثبیت میکند .
قوت های خارجی طی ده سال دست به اقداماتی زده اند که قرینه سوء نیت آنها در رابطه به تمامیت ارضی افغانستان است. تعیین برخی وزرآ ، والی ها و وکلآ ولسی جرگه روی خطوط قومی و تحریک شان علیه یکدیگر و حکومت مرکزی ، حاکی از وجود یک پلان شیطانی در رابطه به صلح ، ثبات و سلامت افغانستان است.
درین حال و احوال مقاومت مسلح یگانه نیروی رزمنده ضامن استقلال و حافظ تمامیت جغرافیائی کشور تلقی میشود. بنآ اشتراک مقاومت مسلح در کانفرانس آینده صلح بن دوم نه تنها برای تحقق داعیه صلح ضروری است ، بلکه ضمانتی است ، برای اعاده استقلال و پاسبانی از سلامت کشور .
ــ حکومت فعلی طی ده سال با کشتار هزاران افغان در همکاری نزدیک با قوت های متجاوز خارجی قرار داشته است .
این حکومت با داشتن سابقه برخورد با مقاومت مسلح و شرکت در جنایات قوت های خارجی حین عملیات نظامی به اندازه قوای خارجی مسئولیت دارد . بنآ نمیتواند ماموریت صلح داشته باشد . صلح از طریق مذاکرات مستقیم میان قوت های مهاجم و مقاومت مسلح امکان پذیر است .
ــ ازان جائیکه نظام موجود محصول اشغال است ، دوام کار آن به معنی استمرار جنگ ضد اشغال قیاس میشود .
برای دادن نکته پایان به جنگ ، حکومت فعلی باید در کانفرانس آینده بن الزامآ استعفای جمعی اعضای خود را مطرح کند . هیآتی که از جانب کانفرانس فعلی برای اشتراک در کانفرانس بن تعیین میشود ، با مشوره با مراجع ذیدخل داخلی و خارجی ، الترنتیف جانشین حکومت مستعفی را در چوکات پلان صلح « د افغانستان د نجات جرگه » تحت غور قرار میدهد .
در اخیر پیامی هم به مقاومت :
اوضاع طوریست که صرفآ فشار جنگ استقلال و سلامت افغانستان را تضمین میکند و راه رسیدن به صلح عادلانه را هموار مینماید . بنآ تا زمانیکه امریکا و ناتو اراده سیاسی صادقانه برای تضمین سلامت افغانستان و صلح ابراز نکرده اند ، مقاومت مسلح باید :
ــ رابطه تکتیکی خود را با هم پیمانان اعم از گروه ها و کشور ها در جبهه جنگ قطع نکند . فشار جنگ بالای قوت های مهاجم نباید موجب تلفات ملکی و زمینه سازی برای تقویت رادیکالیزم اسلامی شود .
ــ امکان بیشتر اعمال نفوذ در اورگان های امنیتی افغانی مورد توجه قرار بگیرد .
ــ به منظور ایجاد هم آهنگی در فعالیت های مبارزاتی ، با مقاومت غیر مسلح از ردیف تعلیم یافته های بیرون مدرسه ، ارتباط ساختاری و سیاسی ( تشکیلاتی ) تآمین گردد . « پایان »
م کال فرانسه . د اکتوبر دریمه. 2011