مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ځوانان او زده کړه

اېمل افغان

 

 څرنګه چې د لیکنې له سرلیک څخه څرګندیږي، زموږ موخه ځوانان او زده کړه ده دا ‏یو منلی حقیقت دی، چې په نر او ښځې خدای(ج) زده کړه فرض کړې، چې هغوی دې ‏زده کړه وکړﺉ ترڅو له دې لارې هرځوان په دغه ټولنه کې د ژوند سخت او اوږده ‏پړاونه د زده کړې په ترسره کولو سره را لنډ کړي.‏
دا چې په افغان ځوانانو د تاریخ په اوږدو کې هغه جګړې وتپل شوې، چې په نړۍ کې ‏یې تر نن ورځ پورې ساری نه و لیدل شوی او دې جګړې څلور لسیزې دوام وکړو، ‏په پایله کې له هرځوان څخه خپله تګلاره ورکه شوه، چې څرنګه خپل ژوند ته دوام ‏ورکړي او هغه ستونزې، چې د دوی په وړاندې پرتې دي له هغو څخه ځان او خپله ‏کورنۍ د تل لپاره خلاصه کړي؟
 دا هغه ناخوالې دي،چې نن ورځ زموږ په وړاندې پرتې دي او د دې ناخوالو د شنډولو ‏او له منځه وړلو لپاره تګلاره پکارده، باید هرځوان یې جوړه او په لار واچوي ترڅو ‏ور سره په راتلونکي کې د یوه ښه ژوند خاوند شي او له بلې خوا مو ورسره هېواد هم ‏د پرمختګ په لور چټک ګامونه واخلي.‏
له کوم وخت نه چې د افغانستان دښمنانو دغه جګړه په موږ تپلې او هره ورځ مو په ‏هېواد کې بې ګناه ځوانان په شهادت رسیږي او هیڅ کله هم یو څوک په رښتينې توګه ‏په دغه موده کې را پيدا نه شو،چې هغه په دې څلور لسیزوکې دا خپل غږ اوچت کړی ‏او ويلي وايي چې ای افغان ولسه نور جګړه بس ده، دلته ځوانان بې ځایه وژل ‏کېږي،ځوانان له زده کړې څخه بې برخې کېږي، ښوونځي د نورو په لمسون سوزول ‏کېږي، په پوهنتونونو کې د ژبې جګړه روانه ده، پښتانه ځوانان په ناحقه توګه په خپلو ‏سیمو کې له زده کړې څخه بې برخې کېږي، د لوړو زده کړو په موسساتو کې چې ‏څومره حق د پښتنو ځوانانو دی هغه نن ورځ نه ورکول کېږي.په لسګونو داسې نور ‏مثالونه شتون لري، چې موږ کولای شو هغه را یاد کړو خو بله خوا به نه ځو،چې ‏موضوع را څخه اوږده نه شي را ځو خپلې موخې ته هغه هم زده کړه کول دي، چې ‏څنګه یو ځوان کولای شی د زده کړې په کولو سره خپل ځان او کورنۍ لوړو اهـــدافو ‏ته ورسوي.‏
که چېرته موږ ځوانان له خپل ځان سره دا تصمیم ونیسو او ووایو، چې یاره زده کړه ‏به کوو او له دې لارې به دغه شته جګړې ته د پای ټکی ږدو نو زه دا تاسو ته په ډاګه ‏ویلی شم، موږ ځوانانو به د دې کار په ترسره کولو سره د ژوند ډېرو ناخوالو ته چې ‏نن ورځ ورسره لاس او ګریوان یو د پای ټکی به مو ایښی وي.‏
یوازینې ټکی ،چې زموږ په ژوند او کورنۍ کې مثبت بدلون به راولي هغه زده کړه ‏کول دي، د همدې زده کړې په وسیله موږ کولای شو په خپل هېواد کې ودانیز کارونه ‏په ښه توګه مخ په وړاندې بوزو همدارنګه روغتیايي، سیاسي، فرهنګي، ټولنیزاو ‏ژورنالیستیکي مسایل دي، چې د زده کړې په ترسره کولو سره حل او فصل کېږي که ‏چېرته موږ د زده کړې په ښکلې ګاڼه سمبال ونه اوسو نو موږ ځوانان نشو کولای،چې ‏د نورې نړۍ له ځوانانو سره د سیالۍ په ډګر کې ودریږو،بلکې له هغوی څخه به په ‏هره برخه کې وروسته پاتې یو که هغه صنعت دی، تخنیک او یا نور د هېواد سیاسي ‏مسایل دي همدغه زده کړه ده، چې د ژوند په ټولو چارو باندې موږ برلاسي کوي او د ‏خپل ژوند د ښه کولو لپاره یوه لار موږ ته را ښیي.‏
دا زه نن ورځ له هر ځوان سره منم په هېواد کې سیاسي لاس وهنې شتون لري که هغه ‏په هر ډګر کې دي خو موږ ځوانانو ته پکار ده،چې د دغسې لاس وهنو مخه په خپلو ‏ادارو او خپلو کارونو کې ونیسو او باید یو قوي پلان او ستراتيژي په خپل ذهن کې ‏جوړه کړو او هم یې له نورو همزولو ځوانانو سره شریکه کړو،چې یاره موږ به د ‏داسې ناخوالو په واړندې خپله مبارزه جاري ساتو او خپلې زده کړې که په زندان کې ‏هم یو سرته به یې رسو.‏
که چیرته خدای ناخواسته له موږ څخه زده کړې پاتې شي نو زه فکر نه کوم،چې بیا ‏دې په راتلونکي کې له موږ څخه هم يوشخصیت جوړ شي او د ښه ژوند هیله وکړو ‏خو زه وایم موږ ځوانان د زده کړې په سرته رسولو کې باید یوه جدي مبارزه ‏وکړو،چې هغه را څخه په هیڅ صورت کې پاتې نه شي.‏
که موږ ځوانان د زده کړې کولو په پلان کې کامیاب شو نو زه فکر کوم په راتلونکي ‏سیاسي، ټولنیز او اقتصادي نظام کې دې پرموږ څوک برلاسی شي همدغه موږ ‏ځوانان به یو، چې د هرشي واګی به زموږ په خپل لاس کې وي او هغه به د ښې ‏ښوونې او روزنې له لارې په ښه توګه مخ په وړاندې وړو.‏
که د طالبانو د حکومت له ړنګیدونه را په دې خوا دې دورې ته یوه لنډه کتنه وکړو ‏څرګنده به شي، چې په دغه دولس کلنه دوره کې ډېرځوانان د ښځو په ګډون د ‏ښوونځي په لور روان شول او هم یې ترڅنګ شخصي ښوونځي او پوهنتونونه ودان ‏شول، چې دا زموږ د مظلومو ځوانانو لپاره یوه لویه بریا او لاس ته راوړنه ده. ‏همدارنګه د زده کړې ترڅنګ نور ډېر کارونه ورسره په هېواد کې پيدا شول، چې د ‏دې کار په کولو سره يوڅه ناڅه زموږ د ټولنې او خلکو لپاره د کار دروازې نسبت ‏نورو کلونو ته خلاصې شوې.‏
خو له بلې خوا بیا که د لوړو زده کړو په وزارت یوه رڼا واچو دلته بیا سړي ته ‏څرګنديږي،چې د لوړو زده کړو وزارت د پښتنو ځوانانو په وړاندې د مور او میرې ‏چلند کړی، چې اکثریت پښتانه یې له زده کړو څخه بې برخې کړي او لږکي یې د علم ‏او پوهې په ګاڼه سمبال کړي، چې دا کړنې په دا دولسو کلونو کې ټول افغان ولس په ‏خپلو سترګو ولیدلې.‏
خو زه بیا د نورو پښتنو سیمو د ځوانانو په غړیتوب دومره وایم هره ډله او هر سیاسي ‏نظام،چې په دې خاوره کې حاکمیت ترلاسه کوي هغوی ته پکار ده،د افغانستان ټولو ‏ځوانانو ته په یوه سترګه وګورﺉ او هغه کسان باید د لوړو زده کړو مستحق وګڼل شي ‏چا چې د کانکور په ازموینه کې ډېرې نمرې واخیستې او که داسې پریکړه د لوړو زده ‏کړو وزارت نه کوي نو بیا پکار ده، د هرقوم سلنه په پام کې ونیسي او له هماغې ‏زاویې څخه په پوهنتونو کې ځوانان شامل کړي.‏
که دا د کانکور ازموینه او د پښتنو په سیمو کې دا نا امني روانه وي نو زه فکر نه ‏کوم،چې د زده کړې انډول به د قومونو ترمنځ په پام کې ونیول شي سبا که یو بل ‏وزیر د دې وزارت واګی په لاس کې اخلي نو بیا به هغه بل قوم له زده کړې څخه بې ‏برخې پاتې کېږي.‏
 ‏ زموږ سیاسي مشرانو ته پکارده، راځی چې نور د دې پښتنو ځوانانو په حق خپلې ‏سترګې پټې نکړو او هر قوم ته خپل حق ورکړو ترڅو زموږ په ښوونه او روزنه کې ‏یو انډول رامنځ ته شي.‏
هغه ځوانان چې نن ورځ د زده کړې له خوږ نعمت څخه بې برخې دي د هغوی لپاره ‏پکار ده ،خپل ذهني پلانونه سر له نن ورځې څخه بدل او په یوه ښه لاريې واچوي او ‏خپلو ځایونو او کورونو ته تغیر د ځای ورکړي ترڅو دوي وکولای شي په یو بل ځای ‏کې د زده کړې له خوږ نعمت څخه برخمن شي. که دوی د زده کړې په کولو کې ښه ‏په کلکه مبارزه ونه کړي نو په راتلونکي کې به هم دوي د ښه او غوره ژوند له تیرولو ‏څخه بې برخې پاتې وي.‏
کومه سیاسي لوبه چې نن ورځ زموږ په هېواد کې روانه ده دا د اکثرو پښتنو سیمو په ‏زیان تمامه شوې ده، چې له یوې خوا مو ورسره د هېواد د ښمنان په سیمه کې ناامني ‏رامنځ ته کوي او له بلې خوا مو په سیمه کې راته ښوونځي سوزوي او ښوونکي مې ‏راته په مرګ ګواښي همدا علت ده، چې د پښتنو سیمو ځوانان له زده کړې څخه بې ‏برخې پاتې کېږي.‏
 ‏ راځی ځوانانونور یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو یو له بل سره مرستې وکړو او ‏نور په دې خپله سیمه کې شته بحران ته د پای ټکی کېدو ځکه اوس هم سرې وخت ‏دی، چې له نورې نړۍ څخه ځان خبر کړو د لوړو زده کړو ترڅنګ ورسره د کمپيوټر ‏نړۍ ته ځان داخل کړو،هغه زده کړو نن سبا د افغانستان په هره سیمه کې د کمپيوټر د ‏زده کړې اسانتیاوې لیدل کېږي، چې د هغه په زده کولو سره موږ یوې بلې دنیا ته دا ‏خلیږو، په هر دفتر کې نن ورځ له هغه څخه د کار د ښه توب او اسانتیا لپاره ګټه ‏پورته کېږي. او همدارنګه یې ترڅنګ باید له انټرنيټ سره ځان بلد کړو، ترڅو له ‏پرمختللې نړۍ څخه مو خبر کړي،چې نوره نړۍ په کوم لور روانه ده او موږ افغان ‏ځوانان څو سوه کاله وروسته پاتې یو.که موږ د کمپيوټراو زده کړې نړۍ ته ځان ‏داخل کړو نو موږ به د کار پرمخ بیولو کې له ډېرو اسانتیاو سره مخ شو او هم به مو ‏کار په ښه توګه مخ په وړاندې ولاړ شي، چې دا کار موږ ټول د زده کړې له لارې ‏کولای شو.‏

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery