مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

كه عبدالله شي، څه به وشي؟

نبي حبیبی: کاناډا

 

په زغرده ويلائ شم. چى پاكستان او ايران دواړه د عبدالله د كاميابولو په كوشش كى دي. ځكه
- د عبدالله راتگ به د طالبانو جنگ ته د قانونيت بڼه وركړي. جنگونه به وغزيږي.
- د ډیورند کرښه به درته په رسمیت و پیژني. تاسو به لا د فیل په غوږ ک بیده یاست.
- پدى نا امنيو كى هم د شمال ټلوتله اقتصادي گټه او همسايه، بسیج او سپاه او اى ايس آي معافيايي كړى به غوړ غوړىگرزي. د كانونو ايستل به وي او حساب كتاب به نوي
- دا رانبيل او چانبيل بچيان به دوا ړو خواوو ته مري.
- د عبدالله راتگ به د جنوب خلک ذليله شي.
- عبدالله ، د فاشيست، پرچمي، شعله، سيكولارانو نه د خارجه وزات ډك كړ. په ٣٠٨ كسانو کی ٩٨ فيصده د شمال او پرچم نمايدگان مقرر كړل. 
- په وزارت خارجه كى او د عبدالله وخت كى د حزب اسلامي په كسانو مكمل بنديز وو. اوس يي په نوم څو د اي ايس اى اجيران چى هم ځان ته حزبيان او هم د پاكستان شناختى كارډونه لري د اي ايس اى په مين ځگړتوب د عبدالله سره د گوتو په شمير را يو ځای شول. او دابه ملت يو بل ناورين ته دننه كړي. دى حزبيانو دا كار د خپلو يا خپلو بچيانو د كار ساتلو او يا دوى ته د كار ضمينى مساعدولو پخاطر كړى.
- افغانستان كى جنگ غزيدل، پاكستان ته أمن راوستل. د ايران توكى په مافيا يي توگه بازار كى خرڅول او  افغانستان نه د پاكستان بكيارد جوړول.
- د پاكستان هيلىكوپترى به په ازاده د افغان مناطقو چى طالبان به يي نيسي گرزي.
- زابل جلال اباد او كندهار كى به كلداره. هرات او هغه منطقه كى به په تؤمن خريد كوى.
- تجاران به پيسي بيرته اوباسي. یان جی او ګانی به په یوه بهانه او بله بهانه یوه یوه خپلی پښی سپکوي.
- وهلم جراً. د صفر نه به لاندى رالويگو او همدا څو كسان به درته مزى او چړچی كوي.
- امرکایان به نیغ نیغ په هرځای کی درته ګرزي.
فقر او بد بختي به بيرته د ملت په نصيب شي. د عبدالله راتګ به د افغانستان ناامنیو لپاره یوه بله مقدمه وي. نور مو خپله خوښه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery