مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بــدخشان قــارون او د کـنـدهـار فــقـیــر - لومړی برخه

ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار

د  برهان الدین ربانی او محّمد عمر مقایسه
په مکه معـظمه کې احمدشاهي حاجي خـانه وپـلورل شـوه

 موسی(ع)،خپلوان یې قارون،اوفـرعون(دوهم توتموس)هـمهال په مبارزه کې وو. ښایي قارون به د فرعون سره ښې اړیکې لرلې،خو قوم یې د فرعون له لاسه په کړاو اخته و. داسې برېښي چې د جمعیت  اسلامي مشر پوهنمل برهان الدین رباني ( ۱۹۴۰تر۲۰۱۱ ) ته اسـلام لوښی و، نه عـقـیـده. د  احمد شاه مسعود (۱۹۵۳تر ۲۰۰۱) او ربـاني  د «دوهـمې سـقـاوۍ » پــه مهال (اپریل ۱۹۹۲تـر سپتمبر ۱۹۹۶) پرې  ځینو جهادي  مشرانو ټـینګار وکړ چې  کمونـیسټ جــنرال بابا جان او د هغه په شان نور دې له  لوړو حکومتي مقامونو نه وباسي. خـو د ربـانـي لپاره  اسانه نــه وه چې خپل اڼـډیوالان دې له لوړو حکومتي څوکیو لرې کړي. یوه ورځ یې بابا جان او ځینو نورو پرچمیانو ته داسې ډاډګیرنه ورکړه: «شما تشویش نکـنید، حالا عـقایـد شکست خـورده، فعـلاَ بازار قـومیت ګرم است.» سمسور افغان زیاتوي چې له دې امله د بابا جان زړه  «ډاډه شـو» ځکه چې استاد یی پخپله  له ده هـم «دوه ګامه وړاندې» و! مسعـود هم د بګرام په هوایي ډګر کې پښتنو او  د هغوی د ژبې په اړه خپل تعـصب یو چاته داسې  په ډاګه کړی و:«اګـر پیغـامبر هم از طرف جنوب به کابل بیاید من آنرا قبول نـدارم.» مسعود به ویل: «ما  اینطور کابل را میخواهیم که کسې دروازه خانه را تک تک کند، کسی نګـوینـد که څـوک یی؟» ـ سمسور افغـان،دویمه سقـاوي.د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه - جرمني. دویم چاپ ۱۳۷۹لمریز/۲۰۰۱م ، مخ ۹۲۱. محّمدعمراخوند په خپل هیواد باندې د پخواني شوروي اتحاد او دامریکې د یـرغلونـو په  وړانـدې وسله واله  جګړه وکړه او د افغانستان او اسلام لپاره په خپل هیواد کې په حق ورسید.


لویدیز تاریخي ټل وال( اسلام ) ته اړتیا لرله


د دوهـمې نـړۍ والـې جګـړې(۱سپتمبر۱۹۳۹تر۲سپـتمبـر۱۹۴۵) څـلـــورغـټ  متحـدیـن  بـرتانـیه، چـیـن ،شوروي اتحاد او امریکا وو. د ۱۹۱۷ له اکتوبر راهیسې، شوروي اتحاد یو نوی نظام و چې فلسفه یې په طبقاتي مبارزه ولاړه وه او د امپـریالیزم سره یې ټکر لاره. د ټولو ګـډ غلیمان جـرمني، ایټالیه  او جاپان وو. درې واړه مات شول. په جرمني کې دوه دولتونه جوړشول: یو سوشلیستي جرمن ملت د شوروي اتحاد د اغیز لاندې، او بل یې  کپـیټـلیستي جرمن ملت چې په غټه کچه د امریکې، او بیا  د برتانیې او فرانسې د اغیز لاندې و. ختیزې اروپا د مسکو په اوږه پورې سپوږمۍ لیدله او لویدیزې اروپا په واشنګټن پورې. د دوهمې نړیوالې جګړې ټلوالان یو بل ته غلیمان شول. «سوړجنګ» له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته، د  زبرځواکونو ترمینځ  یو ډول سیاسي او عسکري تاوتریخوالی و. لویدیزې نړۍ، په  تیره امریکې د بې دینه کمونیزم په وړاندې یو  تاریخي ټلوال ته اړتیا  لرله چې نن سبا ورته «سیاسي» اسلام ویل کیـږي. سید رحمن چې له ۱۹۴۹راهیسې د اخوان المسلمین مشر و، په ۱۹۵۳کې یې د امریکې د ولسمشر جنرال آیزنهاور(۱۹۵۳تر ۱۹۶۱)سره ولیدل.   د ۱۹۹۱ پورې ایران په شمال  کې د شوروي اتحاد سره

ګډه پوله لرله او د امریکې سره یې  د ۱۹۷۹د جنورۍ پورې ګډ سیاست. محّمد رضا شاه پـهلوي لـه ۱۹۴۱تـر ۱۹۷۹ د بـرتانیې او امریکې په مـټ په ایـران کې وساتل شــو. ډاکتر محّمد مصـدق د انتـخاباتو لـه لارې د ایـران صدراعظم(۱۹۵۱تر۱۹۵۳) شو. هغه هڅه وکړه چې په ایران کې د انګریزانو او امریکایانو د تیلو کمپنۍ ملي کړي.  د دې لپاره چې د دریمې نړۍ نور هیوادونه د محّمد مصدق له ملي جرئت نه زده کړه ونکړي، د واشنګـټـن او لنـدن قـدرتـمــنـدانو د ایران په ملیګر صدراعظم  کودتا وکړه،  زنداناني یې کړ، او د مصدق د عملیاتو په مهال تښتیدلی پادشاه یې  بیرته  ایران ته راننویست. د  دغې کودتا په اړه د زیاتومعلوماتو  لپاره ولولئ

Stephen Kinzer, All the Shah’s Men: An American Coup and the Roots of  Middle  East Terror. Wiley and Sons, 2003

د  ایران د  پادشاه ستم  د ولس او روڼ آندانو حوصله تـنګه کړې وه، خاصتا له ۱۹۷۸ راهیسې. په ګاوڼـډي افغانستان کې د ۱۹۷۸ په اپریل کې «خلکی» انقلاب وشو. آته میاشتې وروسته، د ایران  پادشاه د ۱۹۷۹ په جنوری  کې ایران پـریښود، او د دغه کال په فبروری کې  دیني  مشرحیات الله خُـمیني وروسته له ۱۴ کالونو تبعید نه ایران ته راستون شو. واشنګټــن په دې فکر کې و چې دیني شخصیت خمیني به د کمونیسټ شوروي اتحاد په وړاندې، د امــریـکا  کلک مورچل وګرځي. خو خمیني چې بهر نړۍ یې لیدلې وه او د خپل ولس  د ژوند په ترخو شرایطو او د نړۍ په پرمختګ پــوهیده، فــوراَ یې دیــن او دُنیا په «اسلامي جمهوریت»او «لیکلي اساسي قانون» کې جرګه کړل، په دې ډول چې هم پکې د امام برخه څرګنده وه، هم پکې د دولت،هم پکې د ولس، اوهم پکې دعــلم او د علم د استعمال! شعاردا وچې «نه شرقي[شوروي اتحاد]، نه غربي [امریکا]، جمهوری اسلامي»! شوروي اتحاد  او امریکا د اسلامي ایران په ضد،خو د عراق د ولسمشر صــدام حسین سـره اڼــډیـولان وو. صدام تقریباَ آته کالونه (سپتمبر ۱۹۸۰تر اګیست ۱۹۸۸) د ایــران سره لاس پــه ګـــرېـوان و. امام  خمینی امریکا ته د «غټ شیطان» په سترګه کتل.

 د افغان مجاهدینو مشرانو هم د لَـر افغانستان په مرکز (پیـښـور) کې ۱۶تر ۱۸ کالونه تیر کړي وو او د عـرب او عجـم میوې، پیسې او وسلې به  ورته راروانې وې، خو  د ۱۹۹۲ په اپریل( ثور ۱۳۷۱لمریز) کې چې کابل ته راننوتل، په سړک الطوایفۍ اوچورواکۍ یې پیل وکړ.

په کلکه اړتیا کې د غلیمو اړخونو عـقیدوي اختلافونه هم دملي ګټو له چوکاټه نشي وتلی.  بیلګه یې  د  دوهمې نړیوالې جګړې(۱۹۳۹تر۱۹۴۵) په مهال د تهران کانفرانس (۱۹۴۳)و. دغه کانفرانس په تهران کې د شوروی اتحاد په سفارت کې شوی و: کمونیسټ لیډرسټالین او دوه کپیټلیسټ ليډرانو(امریکایي روزویلټ او برتانوي چرچل) پکې ګډون کړی و. موخه یې دا وه چې د جرمني  په ضد  ستراتیجي تنظیم کړي او له  جګرې وروسته د اروپا  د  خاورې په اړه پرېـکړې وکړي.  د شلمې پیـړۍ له نمایي راهیسې  د ساړه جنګ په مهال، د شوروي کمونیزم  په ضد د اسلام راولاړولو د امریکې په سیاست کې مهم رول لوبولی و. په ایران کې د خمیني  له انقلاب راهیسې،  واشنګټن انـدېښنه لرله چې له سعودي عــربستان نه تر مراکش  پورې به کله د خمیني ښکارنده (پدیده) تکرارېـږي! واشنګټن عـرب مترقي نیشنــلیزم ته داسلام له  لارې ماتې ورکړه.

 د افغانانو جهاد امریکا د نړۍ هغې برخې ته راورسوله چې پخوا د امریکې  د نفوذ له  سیمې نه بهر پرته وه. نن امریکا  په ټوله جنوب غـربي اسیا کې د خپلو اډو جال غځولی دی. امریکې د افغانانو پـه جهـاد کې۳،۲(درې عشاریه دوه)بيـلیون ډالر لګولي وو. د امریکې ولسمشر رانالـډ ریګن (۱۹۸۱تر ۱۹۸۹) ته د افغانستان مجاهدین نازولي وو! هغه په سپینه ماڼۍ کې حاضر مجاهدین داسې وګڼل:«دا ښاغلي د امریکې د موسسوپلرونو معنوي معادل دي.»فبروری ۱۹۸۳. په   لانــدې عکس کې ښي اړخ ته  پیغله، په کابل کې د کابل پوهنتوون  دطب د پوهنځي د څلورم ټولګي  پوهیدونکی وه او د پرچمیانو په مهال  ښایی ۳میاشتې زنداني شوې وه. بیا امریکې ته 

کډواله شوه. په دغه غوڼــډه  کې یې وظیفه نه ده څرګنده.  ښایي د دې لپاره به غــوڼـډې ته رابلل شوې وي چې  مجاهــدین په خـپله واکمنۍ کې د مـیـرمنو حــقـوقــو ته درنــاوی  وکـړي؟  ژبــاړن   په عکس کې د ریــګـن ښـي  اړخ تـه نــاست دی.


February 1983: White House. President Reagan said that “these gentlemen are the moral equivalent of America’s founding fathers.” [quora.com  11 December 2016].

ولسمشر ریګن د ۱۹۸۵ په مارچ کې کوماندان عبدالحق  داسې را پيـژني: «موږ ټول ویاړو چې نن ماښام زموږ په مینځ کې یو زړه ور کوماندان شته چې د افغان خپلواکی غوښتونکو مبارزانو مشر دی- عبدالحق. عبدالحقه موږ ستاسې سره یوو.»

“All of us are privileged to have in our midst tonight one of the brave commanders who led the Afghan freedom fighters-Abdul Haq. Abdul Haq, we are with you.”- Reagan

د امریکې د ولسمشر رانالډ رېـګن  له خوا  د ۱۹۸۲ د مارچ  ۲۱ نیټه (د پسرلي لومړۍ ورځ ) رسماَ  «د افـغـا نستـان ورځ» اعـلان شـوه:د ولسمشــر ریګن ارشیف، سیمي ویلی، کلیـفورنــیا.  شـوروي اتحاد، په  ختیزه اروپا کې«وسپنـیزه پـرده»(آیـرَن کرټن)،او د «بـرلین دېـوال» د افغان  په وینو ړنګ شول. خو ۱۲کالونه، آته میاشتې او ۹ ورځې وروسته د  ۲۰۰۱د سپتمبر د یولسمې نېــټې (۹۱۱) بخوله پېـښه شـوه او واشنګـټــن د کمونیـزم – ضد تاریخي ټلوال (اسلام) سره په ټکرکې ښکـېـل شو.  بن لادن د برهان الدین رباني د واکمنۍ په مهال(۱۹۹۲تر ۱۹۹۶)  افغانستان ته تللی و.  بــن لادن  د ۹۱۱ د بخولې(فاجعې) سره جوخت ویلي وو چې امریکې د هغه څه خوند وڅاکه چې مسلمانان ورسره  د لویـدیـز له لاسه تقریباَ له «اتیا» کالونو راهیسې په

کړاونو او سپکاوي اخته وو. یعنې لویدیز عثماني امپراتوري ړنګه کړه، منځنی ختیز یې په ۱۹۱۶کې د سایکس – پیکټ تړون له  لارې د انګریزانو او فرانسویانو په مینځ  کې ووېشه، او  د ۱۹۱۷ د  بلفور اعلامیې له لارې یې د اسرائیلو د دولت د  رامنځته کولو لپاره  زمینه  برابره کړه. بلفور د انګلستان  د  بهرنیو چارو وزیر و او په  فلسطین  کې یی رسماَ«د یهودي دولت[جویش  هوملینـډ]» موضوع  رامینځته کړه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery