مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دبېنواپاتا ( دمحمدمعصوم هوتک ليکنه )

محمدمعصوم هوتک - کاناډا

    ( دبېنوادپاتاپه با علامه رشاد(رح)پخپله يوه ليکنه کي ،چي د( ادبي نث ونه ، دبېنواياد ، دکارنامو مېرمني ، دګلوګېډۍ ) په نامه کتاب د( بېنواياد) دبرخي په ١ ــ ١٣ مخونوکي چاپ سوې ده ، ږغېدلی دئ . ښاغلي اکبرکرګرهم د دغي موضوع په ارتباط دښکلامجلې په ګڼه کي څه ليکلي دي . زماسره هم په دې برخه کي يولړخبري سته چي يادونه به يې دراتلونکوڅېړنوله پاره بې ګټي نه وي . م هوتک )

 

دبېنواپاتا

    دارواښادعبدالروف بېنوا(  ١٣٦٣ ش مړ) دمړيني خبرکابل ته د١٣٦٣ ش کال دجدي په پای کي را ورسېدئ . په سخته ناروغتيايې تردې پخواغوږېدلي وو. زموږ فاضل استاد علامه رشادبابا(١٣٠٠ ــ ١ ٨٣هـ ش ) په دغوشپوکي دزړه دناروغۍ له امله دکابل په علي آبادروغتون کي بستري و. دعلامه استاد(رح) دکورنۍ ، دوستانواومتعلقينومصلحت پردې سو، چي دبېنوادمړيني خبر له استاد(رح) څخه پټ وساتل سي . موږټولوکوښښ کاوه چي ع امه مرحوم دخپل تېروني اشنااوملګري په غم غمجن نه سي . دعلامه استادمرحوم روغتيايي حالت مخ پرښه کېدلوسو. دم عالج ډاکټرارواښادپوهاندنوراحمدبړېڅ له خواپه کورکي دبشپړاستراحت کولوتوصيه ورته وسوه اواستاد(رح) ته يې په کورکي بستروغوړاوه . زه به لکه څرنګه چي روغتون ته هره ورځ داستادخدمت ته حاضرېدلم ، کورته به مي هم هره ورځ ځان وررساوه . ورځ مي يې هېره ده ، چي کومه وه ، داستادپوښتني ته ورغلم . په څېره کي يې دژورخپګان نښانې ليدل کېدلې . پرمېزباندي کاغذ ورته پروت واوداسي راته ښکاره سوه چي شعريې ليکه . قلم يې کښېښواو تر سترګويې اوښکي راايله سوې . په وارخطايي مي پوښتنه ځني وکړه :

ــ چاپه خبرکړلاست ؟

په نيولي آوازيې راته وويل :

ـــ ديوچاپه ناپامي کي ترخوله ووتل اووروسته نوپه ټول حال خبر سوم . نوريې نواوښکودخبروکولومجال ځني واخيست اوڅوشېبې دواړه پټه خوله کښېنستلو . ماسکوت مات کړاوپه ډېرادب مي ورته وويل :

ــ استاده ! مرګی حق دئ خواوس موږته ترهرڅه زيات ستاسي صحت مهم دئ . وې فرمايل :

ـــ هو ! ټول همداراته وايي .

   بيايې نودپيل سوي وېرني ( مرثيې ) مطلع راته ولوستل .

دقلم څوکي لمبه سه سوځه سوځه لاندي باندي

چي په تاليکلي کېږي داشنادمرګي ساندي (١)

وروسته يې په بزرګوارۍ سره زما دهڅوني اوتشويق په خاطروفرمايل :

ـــ په دې مرثيه کي مي ستااقتفاء کړې ده .

 زه لاس وپښه سوم خوډېرژرمي درک کړه چي دعلامه مرحوم مرادزماهغه مرثيه وه چي دلوی استادعلامه حبيبي مرحوم پرمړينه مي ويلې وه اوسرليک مې ساندي ليکلی و(٢) .

ورپسې يې دارواښادبېنوا دځوانۍ دشپو ورځواوددوی دکورنۍ په باب اوږدې آم وزنده خبري راته وکړې . دخپلي ملګرتيا څوپه زړه پوري خاطرې يې راته وويلې اوپه هغوکي يې له پغمان څخه دراتګ پ وخت دڅوتنوسپاهيانو کيسه راته بيان کړه چي ارواښادبېنوادوزارت په موټرکي له ځان سره دکابل ښارته راوستل (٣) . دخبرپه پای کي يې يوه يکلې پاڼه اوڅه پيسې راکړې ، ويې فرمايل :

ـــ سبابه دافغان اعلانات دفترته ورسې اودمرحوم بينوادپاتااعلان به و کړې ، رسيدبه يې ځني واخلې .

د  ٌ  پرسترګو  ٌ ترويلووروسته مې لاس مچ کړ اورخصت مي ځني واخيست . زمادهغه وخت خوښي او مباهات هيڅکله له ذهنه نه وزي چي علامه استادبه ديوه کارکولوته امرکړم . دامردتعميل تروخته به په کاليوکي نه ځايېدلم . په هغه سبامي سهارپه خړه بياله خيرخانې مېني څخه مخ پرښارونيو. دمخه تردې مي چي دافغان اعلانات ددفترمامورحاض سوی وي ، ځان هغه دفترته رسولی و. دافغان اعلانات څانګه په سالنګ واټ کي وه . په دې ترڅ کي دوه درې تنه نورهم داع انوخپرولواوپيسوتحويلولوله پاره دفترته را ورسېدل اودموظف مامورله راتګ سره سم زه لومړی سړی وم چي داستادپاڼه مي پرمېزورته کښېښو و له . دمامورله کړووړوڅخه داسي ښکاره سوه چي ددغه رازاعلان درسېدوانتظاريې کاوه . له مقدمې پرته يې راته وويل :

ـــ بيادر! ای اعلانه تيرکده نميتانم .

ځني ومي پوښتل :

ـــ علتش پرسيده ميتوانم .

راته وېويل :

ـــ هدايت مقامات است .

کاغذ اوپيسې مي راواخيستلې اواستاد(رح) ته مي ټول حال ووايه . ډېرمتاثرسو. وې فرمايل :

ـــ په دې شکوفان نظام کي دبرحاله سفيردپاتااجازه هم نسته . سبايې پخپله وروړم .

غوښتل مي چي ددوی دناروغۍ اودډاکټرله خواداستراحت دسپارښتني يادونه ورته وکړم . جمله مي ترخوله پوره راوتلې نه وه چي په قاطعيت يې راته وويل :

ـــ دبېنواحق تردې خبروډېرلوړدئ .

   سباته مي زړه کښانده و.له ځانه سره مي ويل  ، خدای مه کړه داستادروغتياته څه خط پېښ نه سي . د اتو شاوخوامي دافغان اعلانات ددفترمخي ته ځان ورساوه اودسړک پردرې ګزي مي ورو وروقدم وهل پيل کړل . څه شېبه وروسته مي استادپه سترګه سوچي دفترته وروخوت . له بيرته راکښته کېدلوسره سم مي ځان په وليد. راته وې م سل :

ـــ ليدل مي چي تعقيبوې مي . خدای دي برکتونه درکړي .

   له جيبه يې داعلان رسيدراوايست په اندېښمنه لهجه يې وويل :

ـــ اعلان خويې واخيست . وګوروچي نورڅه پېښېږي .

    سباته زماپه شان نوروډېرودوستانوسهاروختي دراډيوفوتي اع انوته دوياندله خولې څخه د  ٌ  پايان اعلانات فوتی  ٌ ترويلوپوري غوږنيولی و، خودبېنوادپاتااعلان يې وانه ورېد.

   داستادکورته په تلوارورغلم . ارواښادخواخوږی صاحب ترمادمخه رارسېدلی و . علامه استادپه جدي لهجه راته وفرمايل :

ـــ صادق (٤) ته مي هم ويلي دي ، ته به هم په پوهنتون کي هرچاته داخبره ورسوې چي دولت پرخپل تندي

باندي يوبل ملي ضدداغ کښېښو . دبېنوادپاتااخيستلوممانعت يې وکړ . موږبه که دخدای رضاوه دده له

(٣)

  پاره په خپل کورکي دقرآن عظيم الشان دختم سرښته وکړو.

داستادامرمي پرځای کړ.

     د ې کاله ورسته چي دروسانوپه امردګرباچف دپروسترويکا په تعقيب په افغانستان کي دملي روغي جوړي ترنامه لاندي د ژيم دبقاله پاره نوې هڅه پيل سوې وه اوپه دې لړکي دکابل په اريانا هوټل کې دارواښادبېنواددريم تلين دنمانځ وغونډه جوړه کړه ، ارواښادعطايي پخپلوخبروکي کي وويل :

     نن دهماغه بېنوامرحوم په ياددلته راغونډ سوي يو چي درې کاله وړاندي موږچادهغه پاتااخيستلوته نه پرېښوو و.

    ارواښادخواخوږي صاحب راته وويل : دې غونډي ته زموږملګري هم دعوت سوي وه خوموږد اعتراض په نامه غونډي ته حاضرنه سولو . زه ( هوتک) دې غونډي ته دښاغلي هيوادمل په بلنه ورغلی وم . په غونډه کي ډاکټرطارق رشاد دعلامه بابا هغه مرثيه ولوستله چي مطلع يې ماپه وړاندي کرښوکي تاسي ته راوړې ده .

    کلونه تېرسول . زه دازل کښلوکاناډاته راورسولم . په ١٩٩٨ع کال داکتوبرپه مياشت کي چي علامه رشاد(رح) امريکاته تشريف راوړی و . زه يې ليدلوته ويرجينياته ورغلم . څودخوندشپې وورځي مي ددوی په محضرکي تېري کړې . وروسته مونيويارک ته ګډ سفروکړ اوپه نيوجرسي کي علامه مرحوم دارواښاد بېنواقبرته ولاړ. دشپې چي کو ته راغی راته وې فرمايل :

ـــ بېنواته مي وويل :  ٌ آرام بيده سه . نور وسان اوهغه روسپال په وطن کي نسته چي موږيې ستاپاتا اخيستلوته لاهم نه پرېښولو ٌ  .

      له علامه رشاد(رح) سره دازماوروستۍ ليدنه کتنه وه . ماپه کاناډاکي پخپل کتابتون کي دکارمېزته مخامخ هغه عکس ځوړندکړی دئ چي علامه مرحوم دارواښادبېنواقبرته لاس په دوعاولاړدئ .

خدارحمت کندآن عاشقان پاک طينت را

+++++++++++

محمدمعصوم هوتک

اوکويل ـــ اونټاريو

داګسټ لومړۍ ٢٠٠٦ع

 

 

لمنليکونه

 (١) ددې مطلع لومړی نيم بيتی داستاد(رح) په نوي چاپ سوي اثر(ادبي نثرونه ... ) کي داسي  لاس خوړلی راغلی دئ :

دقلم څوکي لمبه ، سېځه سوځه لاندي باندي

(٢) دغه مرثيه دکابل مجلې د١٣٦٣ش کال په دوهمه ګڼه کي چاپ سوې ده خوزمانوم يې ځني غورځولی و . داستاديادپه مجموعه کي بيازماپه نامه چاپ سوې ده .

(٣) داکيسه علامه استاد د( داسي وزيران هم پيداکېږي ) ترسرليک ليک اندي وروسته وليکل .

 (٤) مراديې دارواښادانګار کشرزوی صادق انګاروچي په دغه وخت کي په پوهنتون کي محصل و .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery