مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-08-04   مخپرونکئ : عبدالله احسان

ملي جوړونه په يووالي کي ده ، نه بېلوالي کي

ډاکټر طارق رشاد

 ډاکټر طارق رشاد / هالنډ   زموږ د رښتينو افغانانو او يا لږ تر لږه درښتينو موثرو افغاني کړيو او روڼ اندو دنده ده چي د اوسنيو حالاتو اوتاريخي شېبو خطر او حساسيت درک او د ولس تر منځ دقبيله پالني ( Tribalism) قوم پالني  ( Ethnics)  اوسيمه ايزو ګټو پر ځای هيواد پالني ( Patriotism )  او ملت پالني تفکر ته وده ورکړو اوپه دې لاره کي ولس ته خپل ملي ارزښتونه ور وپيژنو او د هغو د ملاتړ لپاره يې وهڅوو ، څو د ملي ټولني او ملي يووالي پر لور ګام واخلو، نه د ملي افتراق او ملي بېلتانه پر لور ، چي زموږ دغه ملي ارزښتونه په لاندي ډول دي :

_ ملي هويت

_ ملي ګټي

_ ملي  واکمني

_ سياسي خپلواکي

_ مځکنۍ بشپړتيا

_ ملي _ رسمي ژبه

_ ملي سرود

_ ملي سمبول

_ ملي بيرغ

_ ملي يووالی

_ ملي کلتور

_ ملي تاريخ

_ ملي وياړونه

_ ملي امن

_ دولتي نظام

_ اساسي قانون

او لکه څنګه چي هردولت پر درو ستونو ولاړ دی لکه هيواد ، ولس ، او واکمني او اساسي قانون بيا د ملي ژوند د بنسټيز سند ، يا ملي وثيقې اويا هم د يوه هيواد د ولس او واکنۍ تر منځ د عمل ، ظوابطو او اړيکو د يوې حقوقي تدوين شوي ټولګي او ملي ارزښت په توګه د غه  ټول ملي ارزښتونه تسجيلوي ، چي منل او پلي کول يې دټول ولس او چارواکو لپاره يوه وجيبه ګڼل کيږي او دغه تسجيل شوی ملي ارزښتونه دي ، چي موږ د ملي يووالي لوري ته بيايي او زموږ په ملي سياسي کلتور بدليږي ، نه پر قومونو او سيمو باندي د ويشل کيدو او پاشل کيدو پر لور  ، ځکه دا ويشل او پاشل د نورو د ګټو سره تړاو لري نه زموږ د ملي ګټو سره .

بله د ارزښت وړ خبره داده چي ولس ملي ګټي تشخيص او تفکيک کړي  او هغه له فردي ، ګوندي ، تنظيمي ، قومي او سيمه ايزو ګټو پخوانيو زړو ازمويل شو او تنګو سياسي او ايډيا لوژيکي معيارونو څخه لوړي وګڼي او د ملت جوړوني په بهير کي چي يوه تاريخي او تدريجي عمليه ده اوسياسي ، اقتصادي ، ټولنيزه او کلتوري وده په هغه کي څرګند رول لري ونډه واخلي .

متمدن متلونه هم چي د بيلابيلو نژادونو څخه جوړ شوي وي يو شمير ملي ارزښتونه او ملي هويت چي په ا ساسي قانون  کي هم تسجيل شوي مني او فرد چي ځان د ټولني غړي ګڼي په هغه کي جذبيږي او د  Assimilation  عمليه تر سره کيږي  .

بل د قومونو تر منځ Integration يا )  د وړو د غټو سره د هغو د شمېر پر انډول ) امتزاج دی چي ډيره بنسټيزه ، تاريخي اوتدريجي عمليه ده .

خو په افغانستان کي له اووه ويشت کلنۍ جګړې ، ملي افتراق او بيلتونپالني وروسته دملت جوړوني عمليه په اوسني وخت کي په دي اړينه بريښي چي له يوې خوا له دباندي څخه د   Globalization يا نړيوال  ادغام له ګواښه سره او له بلي خوا په دننه کي د سيمه ايزو او پر قومي کرکو ولاړو واکمنيو او د Decentralization  يا له  مرکز څخه د فرار له ګواښ سره مخامخ ده  اوددغه تفکر پلويان د يووالي پر ځای پروېشنه اوDenomination   عقيده لري ځکه ددوی او ددوی د ملاتړو ګټي په ملي يووالي کي نه بلکي په ملي بېلوالي کي دي .

نو ددې لپاره چي  په ګران هيواد افغانستان کي د رښتينو افغانانو په توګه د کورنيو جګړو او دګاونډيو هيوادونو او پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو  او د شخړو د دايمي حل لپاره بنسټيزه لاره پيدا کړو ، لازمه ده پر ملي يووالي ټينګار او د ملت جوړوني په عمليه کي فعاله ونډه واخلو ، په ملي _ سياسي او ټولنيزو _ کلتوري  چارو او د ملي ارزښتونو په دفاع  کي هيڅ ډول معامله ونه منو ، پر خپل ملي دريځ ټينګار وکړو او په کړونو کي رښتيني واوسو .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery