څېړنه او ليکنه ( پوهنمل محمودنظري )
سمبولونه د م
تونوهغه پټي ناويلي خبري دي چي د سمبول په بڼه بیانیږی.
سمبول ته نښه ،نماد او مظهر هم ویل شوی دی .
سمبول کیدای شي یو مادي شی وي چي په طبيعي ډول و هغه شي ته چي نغوته ورته کیږي پیوند ولري، سمبول جوړول یو
اګاهانه روند نه بر عکس دمکاشفې اویا شهود له لاري ناببره په زړه کي جوړیږي او راوزي .
سمبول له طبیعت،
یانو،رنګونو ، ژوو اوداسي نوروڅخه جوړیږی .
ډیر وخت سمبولونه په مستقیم ډول له خیال او سوچ څخه پیدا
کیږی یا پر هغه تاثیر ښندي دا ډول سمبولونه د رواني انرژۍ نه ډک او نفوذ لرونکي سمبولونه وي
ژوو او ا
وتونکو د بشر له پیدایښت نه تر ننه د ملتونو په کلتور او ادب کي ډير رول لوبولی دی او ډیره اغېزه یې پرکړې ده
.
په ادبیاتو کي منظوم او منثور اثارو، انځورونه ،کیسو او متلونو کي د سمبولونه او رمزونه او کنایو او
استعارو ډیر ډولونه لیدل شوي او دبشر ي ادب ډیره برخه په بر کي نیسي .
سمبول د لېکوالو او شاعرانو
ابتکار دی چي په یوه سیمه کي ویل شوی بیا یې توسعه پیداکړې او کله کله ځیني سمبولونه نړيوال سوي هم دي .
د ژوو او الوتونکو سمبولونه په شعرونو، کیسو او طنزو کي :
د بهرام شاهي کلیله او دمنه
چي رودکي هغه له سانسکرت نه دفارسي نظم ته اړولې ده د ژوو خبرې دي؛د عطار منطق الطیر د انسان سیراو سلوک و خپل
اصل ته رسیدل دي او د الوتونکو سفرد د خپل ځان دسیمرغ د پيدا کولو دپاره دی؛ د مولانا مثنوی د الوتونکو او ژوو
له خولې کیسې دي. د عبید زاکاني د موږک او پېشوطنز یه مثنوي ده ؛ د سعدي په عبرتي کیسو کي ژوو او الوتونکی په
اصل کي د انسانانو د کرکترڅخه خبرې کوي .
ګېدړه په حیله او مکارۍ، شرمښ او پړانګ په ځناورتوب او وینه
تویولو، زمری په دلاوري او شجاعت او د ځنګله پاچاه؛ هوسۍ په ښاېست ؛سپی په وفاداری، پاسبانی او د غله او ګدا س
ه په دښمنی پیژندل شوی دی همداسې د الوتونکو نه طوطي په ویلو،طاووس د وزرنو او بڼکو په ښاېست ، بلبل او عندلیب
په رېز کولو،کوکو کوتره( فاخته) د ترانه ویلو په سمبول پېژندل شوې ده .
د انسان په عوض د ژوو او نور شیانو
نوم اخېستل د انسان فطرت او طینت په بله ژبه تمثیلول دي د انسان تعلق او تړون د طبیعت او چاپیریال او یو بل س
ه د هغو اثر اچونه ښیي.
سمبولونه په انځورونو کي:
هوسۍ: هوسۍ چي په
دښتو کي ژوند کوي د ډیرو ښکلو ژووله ډلې نه ده چي نر یې ډیر ښکلی دی او هغه توروالی چي د سترګو شاوخوا یې لری
هغه د ښځينه هوسۍ نه بیلوی .
ماهی خوړونکۍ (لګ لګ): د نوي ژوند سمبول دی خلک ګمان کوي چي دا الوتونکي په خپ
ه وینه خپل بچیان غټوي نو ځکه د شفقت ، ترحم او قربانۍ سمبول ګڼل شوی دی .
بورا: د پېلې څخه د
هغه راوتل د هغې دوېم ځل الوتل بورا د تل پاتي ژوند او زیږېدو سمبول کړې ده او په چین کي بیا بورا د ډیري خوشالۍ
اوډیره ښکلا سمبول دی .
وزر: یو نړیوال او ډیر مشهور سمبول دی لکه وزر لرونکي آسان، هم
داسې وزر د فکري الوتني او د انسان د ارادې سمبول رسوي وزر درلودل د هر شي نه ملایکه جوړوي چي په خپل ذات کي
ازادي غوښتل او کامیابي له ځان سره لري .
طاووس:دا لودېزو او ختېزو هیوادو یو ګد سمبول دی
او هم دطبیعت د دوه ګونۍ او ثنویت سمبول دی په هندي سمبول کي چي کله (کامه) یا د دمینې الهه پر طاوس سپوردی دا د
ډیر هوس اوخوشالۍ سمبول دی د هغه په پښه د مار پیچیدل او د هغه له وزر لاندي پټېدل جنت ته د نفرین شوي ا
وتونکي دننوتلو سمبول دی .
ښکر: ښکر لرونکی انسان لکه د هوسۍ ښکرونه د قوه با او باروری
سمبول دی .
آس : دو خصلته هم د مړیني او هم د ژوند سمبول ګڼل کیږي هم د سوچ، خرد او نجابت
او دهم د حیواني غریزې سمبول رسوي او په نوي سمبولو کي د غوا پر ځای د قربانۍ ځای نیسي او هم قوه با او باروری
ښیي .
سپی : چي له اوره سره وي لکه اور او شغله په جنسي سمبول بدلیږي ځکه اور او جنسي نی
وسره پیوند لري په میسحیت کي د وفادارۍ او د واده په سمبول مشهوردی .
سمبولونه په متلونو
کي:
ټټو:د هغه چا سمبول چي وشرمیږي
(د ټتو نه یې وپوښتل: پلار دی څوک دی؟ هغه ویل: مور می آس
دی)
سپی ته یې هډوکۍ واچوی . (رشوت ورکول)
چغال ناری وهی . (د چا خبرو ته بې اعتنایې )
چغال
پوخ خټکی ولید ( ډیر شوق لرل)
کوتره د سولې سمبول :
هغه وخت چي د نوح (ع) کښتۍ په
توپان کي را ګیر شوه نو نوح(ع) وغوښتل دکښتۍ اوسیدونکي په یو ساحل کي تا کړي له همدې کبله یې کارغه د وچې په لټه
ولېږﺉ کارغه ساحل وموند او هلته د یو مردارجسد باندي کښیناست او د هغه په خوړولو شو، دا خبر نوح (ع)ته ورسید
اوهغه و ویل چی د دې پسله کارغه مردارخوره الوتونکی دی . دا وار یې کوتره واستوله هغه په هوا کي ګرځېده چي یوه
وچه یې تر سترګو شوه او هلته کښته شوه د هغه نیمي پښې په اوبو کي وې دا اوبه د عذاب اوبه نو مېدې او ډیري تودې وې نو
کوتره بیا والوتله اوبله وچه یې وموندله د زیتون په ونه کښیناستله د هغه نه یې کوچنۍ َڅانګه پرې او په مشوکه کي
یې نوح (ع)ته وروړه او نوح (ع)کښتۍ دهغه ساحل خواته بوتله د هغه تاریخ و روسته کوتره د سولي سمبول وبلله شوله.
دژووسمبول د کال لپاره:
د ختیځ اوسیدونکي له چین تر مصرپوري ډیر پخوانی باور اواعتقاد
لري او وایي چي هر کال د یو حیوان سمبول پر نړۍ حکومت کوي او د هغه حیوان ځانګرتیاوی پر هغه کال حاکم وي .
د دولسو حیواناتو جنترۍ په ځانګړی توګه په افغانستان او ټوله اسیا کي خپل خاص ځای لري چینایان او نورمنځني
اسیا ملتونه د ژوو تاثیراتو چي په هغه کال مسلط دي لکه : ږېږېدني، کارونه، دوستي، عشق او واده باندي اعتقاد
ري پخوا سوچ کیده دا یوازي د ترکانو او د اسیا د خلکو رواج دی خو اوس مالومه شوه چي دا سمبولونو په امریکایي
بومیانو کي هم رواج درلود
ابوریحان البیروني دا رواج دمنځنۍ اسیا ګڼي او په خپل اثر اثارالباقیه کي د ت
کانوکلنۍ جدولونه ښیي چي داسې دي :
۱- چقان يا کسکو (موږک)
۲- اود يا سغر (غویي)
۳- بارس (پړاګ)
۴- تفشان يا تفشيجان يا توشقان (سوی)
۵- لو (نهنگ)
۶- ييلان (مار)
۷- يونت (آس)
۸-
وی ( پسه)
۹- بيجين (بیږو)
۱۰- تغاقوی يا تخاقوی (کورنی چرګ)
۱۱- ايت (سپی)
۱۲- تونگوز( س
کوزی)
داپخوانی شعر داسمبولونه داسی بیانوی :
موش و بقر و پلنگ و خرگوش شمار
زان
چهار چو بگذری نهنگ آيد و مار
آنگاه به اسپ و گوسفند است حساب
حمدونه و مرغ و سگ و خوک
خر كار
پایولادلسول په خپل کتاب د( چینی طالع لیدل) کي لیکی: بیږو د شیطنت او فیتنه ااچولوسمبول دی
او په دولسو کلنو کي دایوغیر معمولی کال دی ، د چرګ کال د نظامیانو او دیکتاتورانو کال او دسپي کال د
دادخواهی او عدل کال دی.
لمنلیکونه:
۱- آشیل -کبوتر نماد صلح ،بابول کم
۲-نماد زيبايي-
تبیان
۳-بي بي سي - فارسي- نماد سال 1385: سگ به حکومت خروس پايان می دهد.
۴ - سیروس شمیسا - نگاهی ن
ادانه و تکمیلی به شاهد بازی در ادب فارسی- مجله فرهنګ و ادبیات
۵-از ویکیپدیا- نماد ، دانشنامهٔ
زاد
۶-دستگیر نایل- با زبان بی زبانی مجله بازار هفته شماره-275