د غيرمرکزي کيدنې ډولونه
د تصميم او صلاحيت د واک غيرمرکزي کول د متنوعو مسائيلو او اغيزو
په اړه وي. د مرکزيت او غيرمرکزيت دوه ډولونه له ( اجرائيوي ) او (
منطقوي ) مرکزيت څخه عبارت دي. اجرايوى Functional محليت د صلاحيت
او حاکميت د واک ورکولو ته راجع کيږي يعنى واک د تعليمي نظام
مختلفو سطحو ته ورکول شوى او وېشل شوى وي. منطقوي غيرمرکزيت
Territorial د جغرافيوي اداري واحدونو کنټرول او په هغوى باندى واک
ته راجع کيږي او په يوه هيواد کې مختلفې جغرافيوي سيمې د خپلې سيمې
د تعليمي چارو د انتظام لږ يا ډير واک لري. د منطقوي محليت مثالونه
په داسې هېوادونو کې ليدل کيږي، چيرى چې جدائى غوښتونکي تحريکونه
پوره پياوړي وي او له مرکز څخه په خپلو سيمو کې زيات واک ترلاسه
کوي، لکه په فليپين، هسپانيا او سوډان کې. خو په يوه هيواد کې د
جدائى غوښتونکو تحريکونو موجوديت کيداى شى د نور قوى مرکزيت د
توجيه لپاره هم يو ښه دليل شى، لکه د ګانا په هيواد کې . نور
مړلفين بيا د غيرمرکزي کيدنې ډولونه د نورو اړخونو له مخى سره
تفکيکوى. مثلاً سياسي محلي (Political Decentralization) او اداري
محليت Administrative decentralization . سياسي محليت له مرکزي
سطحو څخه ټيټو سطحو ته د تصميم نيولو د واک ليږدولو ته استعماليږي.
اداري محليت بيا د چارو د تنظيمولو مسئوليت ليږدولو ته وايي چې
پلانول، بودجه او د لګښتونو لپاره د منابعو پيدا کول هم پکې راځي .
په غيرمرکزي کيدنه کې د واک ليږدول يا ورکول له پورته څخه کښته او
يا له کښته څخه پورته خواته واقع کيداى شى يعنى له مرکزى ادارى څخه
د ولسوالى او يا ښوونځى ادارى او حتى کورنيو ته واک ورکول شوي وي.
د واک د محلى کيدنى بل ډول تفکيت له دې اړخه هم کيږي چې په ځينو
صورتونو کې د تصميم نيونې واک په ټيټه سطحه مستقيلو واک لرونکو
ادارى واحدونو ته ورسپارل شوى وي، مثلاً ولايتي اداري واحدونو يا د
ولسواليو اداري واحدونو ته د تصميم نيولو پوره واک ورکول. پدغه
صورت کې دغه واحدونه په خپل سر عمل کولاى او تصميم نيولاى شى. پدغه
صورت کې د مرکز عمده رول د معلوماتو راټولول، ليږدول او تبادله کول
وي. دغې پروسى ته واک سپارل Devolution ويل کيږى.
محلى واحدونو ته د صلاحيت د ورکولو بل ډول مشروط واک سپارل دې ، چې
د ښوونې او روزنې نمايندګانو ته په ولايتى يا ټيټه سطحه يو شمير
صلاحيتونه او واک ورکړل شوى وى. دغه ډول ته نيابت Delegation ويل
کيږى. په دغه ډول محليت کې د تصميم نيولو واک نه، بلکه مسړليت او
دندې ( وظيقې ) د نظام ټيټو سطحو ته ورليږدول کيږى ، چې په واقعيت
کې اداري چارې ، د مقرراتو د عملي کولو صلاحيت او واک محلي ادارو
ته ورکړل شوى وي، خو د مقرراتو د وضع کولو صلاحيت پکې شامل نه وى .
د غيرمرکزي کيدلو او د واک د سپارلو يوه نمونه د � خپلواکو ښوونځيو
�
(School-based Management) موډل دي. پدغه ډول خپلواکو ښوونځيو کې د
ښوونځيو د اداري او تنظيم چارې يا د محلي مسلکي افرادو يعنى ښوونکو
او مديرانو په واک کې وي او يا هم د پلرونو ( والدينو )، زده
کوونکو او يا د ټولنې د نورو غړو او يا ددواړو په لاس کې وي . د
دغه موډل بنيادي فلسفه د مسلکي کيدني وده اود محلي ذيعلاقه خواوو
عادلانه ونډه اخستنه وي.
کله چې د � خپلواکو ښوونځيو � بنياد د ازاد بازار ايديالوژى وي، نو
دغه ډول ښوونځى يو خاص رول لوبوى. د سر ښوونکى دنده دا وي چې هڅه
به کوي چې ډير زده کوونکى خپل ښوونځى ته جذب کړاى شى او د دوى د
خوښى ښوونه او روزنه او په ممکنه ټيټ لګښت ورته وړاندى کړاى شي (
پدى وسيله به د نورو ښوونځيو سره د سيالي جوګه او خپل پايښت به
تضمين کړاي شي ). سرښوونکى هڅه کوې چې پلرونه وهڅوى چه اولادونه يي
ددوى په ښوونځى کې شامل کړى . په نړۍ کې د دغه ډول مختلفو موډلونو
ډېر مثالونه موجود دي. په اکثرو حالاتو کې ليدل کيږي چې د ښوونځيود
مديرانو مسړليت په ډيره پيمانه زيات شوى وي.
د خپلواکو ښوونځيو د بريالى توب لپاره څلور لاندينى عوامل مهم بلل
کيږي :
1. عادلانه ازموينى: ښه دا بلل کيږي چې دغه ازموينى په مرکزي سطحه
تهيه او د مرکز لخوا اداره شي، تر څو د هر ډول خيانت او لاس وهنې
مخنيوى وشي.
2. منابع په اختيار کې لرل: بيله لازمو منابعو د ښوونځى اداره او
چلول ناشونى ده.
3. د ښوونکو لپاره د تحسين او امتيازاتو د سيستم موجوديت : د
خپلواکو ښوونځيو په صورت کې معمولاً د ښوونکو ( سر ښوونکو ) کار
ډېر زيات وي،نو د دوى لپاره بايد د تحسين امکانات موجود وي.
4. د ښوونځيو د مشورتي بورډ د غړو لپاره ادارې او د ښوونې او روزنې
په چارو کې د تريننګ او زده کړې امکانات.
د خپلواکو ښوونځيو سيستم په ډېرو هېوادونو کې پلى کيږي، ډېر ښه
مثال يې د نيوزيلانډ هېواد دى. د دغه هېواد په ډېرو ښارواليو کې د
ښوونځى مشورتي بورډ ( شوراګاني ) عملي شوي او دغو شوراګانو ته د
ښوونځيو د چلولو بشپړ واک، د ښوونکو د مقرري او برطرفي د واک په
شمول، ورکړل شوي دي .
د غيرمرکزي کيدنې لپاره لازم شرطونه
هر ډول تعليمي ريفورم يو شمير لازمې شرطونه لري، چې د هغو د نه
موجوديت په صورت کې د ريفورمونو د برياليتوب او عملي کيدلو امکانات
کميږي. تر ټولو لومړى شرط د ولس لخوا د ريفورم ملاتړ او حمايه ده.
سياسيون او واکداران بايد چې دغه خبره يقينى کړى چې پلان شوى
تعليمي ريفورم د ولس ملاتړ لرى. هر عمل چې د ولس د نظريو او عقيدو
سره مغايرت ولري، د برياليتوب ډېر کم چانس لري. که والدين او
ښوونکي د ريفورم په ګټو قانع نه وي، دوى ممکن د هغه مانع شي او
سبوتاژ يې کړي. له بلې خوا که ښوونکى او والدين د ريفورم په پروسه
کې برخه ولري او قانع وي، نو دغه ډول اصلاحات د برياليتوب ښه موقع
لري.
دوهم لازمې شرط دا ده چې هغه ذيعلاقه خواوى چې د اصلاحاتو په عملي
کولو کې لاس لري، بايد چې لازمه وړتيا او ظرفيت ولري. دا مسئله په
خاصه توګه د هغو اصلاحاتو لپاره چې د تصميم نيولو د واک محلى سطحو
ته ليږدول او د محلى ولس برخه اخستنه پکې مطلوبه وي، ډيره مهمه ده.
که محلي ولس، ښوونکى او والدين د تعليمي چارو، ادارې چارو او تصميم
نيونې په اړوند لازمه پوهه تجربه او مهارت ونلري، نو دغه اصلاحات
له ناکامى سره مخ کيږي. لازم ظرفيت او وړتيا بايد د قانوني نظام،
پلانولو، لوايحو او مقرراتو د نصاب د قوانينو او مقرراتو، د تدريس
په اړه د عمومي تجربو او د ښوونې او روزنې په نسبت د وفادارۍ او
تعهد په هکله وي. د واک محلي کيدنه لايق او با ظرفيته پرسونل ته،
په خاصه توګه په ادراى اموروکې، اړتيا لري. " د واک د محلي کيدنې د
اعظمي مړثريت لپاره يواځې د نورو د فيصلو او تصميمونو د عملي کولو
وړتيا بس نده بلکې په محلي سطحه تصميم نيونکي او واک لرونکي بايد
ددې وړتيا ولري چې د ستونزو د حل کولو لپاره څنګه تصميم ونيسي،
مقررات کله عملي کړي او همدا راز په لوايحو او مقرراتو کې د بدلون
راوړلو وړتيا ولري" ( ٦٧ مخ ) . �محلى ( ټيټو ) سطحو ته د واک ور
ليږدول هغه وخت ښه کار کوي چې موجوده اداره له پخوا څخه په صحيح
ډول فعاله وي� ( ٥ مخ ) . له دغه ډول استدلال څخه داسې نتيجه
اخستله کيږي چې غيرمرکزي کيدنه يا محلي سطحو ته د واک د ورليږدولو
پروسه بايد په تدريجي ډول صورت ونيسي او د محلي پرسونل تريننګ او
تربيه کول بايد د پروسي جز وي. په رښتياني محليت کې د مختلفو
ذيعلاقه خواوو شمول او برخه اخستنه لازمي بلل کيږي.
څه شيان محلي کيږي؟
د غير مرکزي نظام د بشپړ تصوير د روښانتيا لپاره دا پوره نده چې
وويل شي چې يو ښوونيز نظام � غيرمرکزي � شوي دي، بلکې دا هم بايد
واضح وي چې کوم ډول وظايف چاته او تر کومه حده پورې محلي شوي دي.
برسيره پردې دا هم بايد واضح وي چې د کوم هدف لپاره ځينې شيان محلي
شوي او متوقعه اغيزي به يې کومې وي.
په يو غير مرکزي ښوونيز نظام کې مرکزي ادارې معمولاً د پاليسى
جوړولو صلاحيت له ځان سره ساتي، يعنى د ښوونې او روزنې لرليد او
اهداف په مرکزي سطحه ټاکل کيږي. همدا راز ملى ښوونيز نصاب، اساسي
مضامين او د هغو محتوى، د تدريس وړ او د تدريس ژبه هم عادتاً د
مرکز صلاحيت وي. د ښوونې او روزنې جوړښت ( ساختمان ) او اداره د
ښوونځيو موقيعت ، او د ښوونې او روزنې وسايل کله کله د مرکز لخوا
ټاکل کيږي. خو د تعليمي دورو اوږدوالى، ارتقاء، تعليمي کال، د درسي
ساعتونو شمير او د زده کوونکو شمير د ښوونکي په سر تقريباً تل په
ملى سطحه د تصميم نيونى د مراجعو صلاحيت وي. کنترول، ترفيعات او
ارزونې او د زده کړي د لاسته راوړنو ارزونې معمولاً په مرکزي ادارې
پورې تړلې وي. ازموينې هم د مرکز لخوا اداره کيږي .
د فعاليتونو ترسره کول او د تعليمي چارو عملي کول محلي سطحى ته
حواله کيږي، چې پلانول، بودجه جوړول، اداره کول، تدريس، مهالوېش،
تفتيش او نظارت پکې شامل وي. پدغو مواردو کې د تصميم نيوني مراجع د
والدينو څخه نيولى د ولايتى سياستمدارانو تر سطحى پوري غزيدلي وي.
په ښوونځيو کې شموليت، ارتقاء، امتحانونه او د نظم او دسپلين په
هکله معيارونه محلي سطحو ته ورکول شوي وي. د پرسونل تقرر او انفکاک
ترفيعات او د معاشونو درجى او همداراز د ښوونځيو د پرسونل روزل هم
ښايي محلي شوي وي. خو د ښوونکو د روزنې د پروګرام نصاب په عادي ډول
مرکزي مسئله وي. د ښوونځيو تمويل او د لګښتونو د مصارفو واک تر
ډېره حده، خو نه په بشپړ ډول او نه هر وخت ، محلى سطحو ته ورکول
شوي وي.
په محلى سطحه ماليات راټولول د ښوونځيو لخوا فيس اخستل، د محلى
کمپنيو او تصديو لخوا مرسته او تخصيص اودې ته ورته نور مسايل لږ او
يا ډېر په محلي سطحو پوري اړوند مسايل وي. د ښوونځيو د ودانيو
ترميمول او جوړول او پالنه معمولاً محلي مسئله وي .
کيداى شي چې په يوه غير مرکزي ښوونيز نظام کې تصميمونه په مرکزي،
ولايتى، ولسوالي، ښاروالي او يا د ښوونځى په سطحه ونيول شي. دا چه
کوم ډول تصميمونه په کومو سطحو نيول کيږي او کيداى شي چه دغه ډول
بدلونونه د غير مرکزي کيدنې د اصلاحاتو موضوع وي ، په لاندي جدول
کې ځينى داسي مسئلي چې ښودل شويدي.
جدول ١: د ښوونې او روزنې اړوند تصميمونو ډولونه، موضوع او سطحي
د تصميمونو کتيګورى |
موضوع يې |
د واک سطحه/ يا د مسړليت سطحه |
پاليسى |
دورنما، غايه |
مرکزي |
نصاب |
مضامين، د لارښوونو مواد او لارې ( مثلاً درسي کتابونه ) د تدريس د ژبي پاليسى |
مرکزي ( ولايتى ) (١) |
ساختمان/ اداره کول |
د ښوونځي موقيعت، اسانتياوي، تعليمي دوري او په تعليمي کال کي د ورځو او درسي ساعتونو شمير. |
مرکز (ولايت، ولسوالي، ښاروالي) (٢) |
آزمويني او امتحانونه |
دلياقت درجي، موثريت، لاسته راوړني، ټولنيز مساوات |
مرکز (ولايت، ولسوالي، ښاروالي) |
عملي کول/تطبيق |
پلانول، بودجه، اداره او تنظيم، تدريس، نظارت او تفتيش |
ولسوالي (ولايت، ښوونځى) |
شمول/داخله کول |
معيارونه، آزمويني، انتظامي تدابير |
مرکز ،ولايت، ولسوالي، ښاروالي، ښوونځى |
پرسونل |
تقرر، انفکاک، ترفيعات، تقاعد، درجي، تصديقونه |
ښوونځى ، ښاروالي (مرکزي) |
ترننګ |
داخل الخدمت او قبل الخدمت، اداري روزنه |
ولايت ( مرکزي) |
تمويل |
ماليات، فيس، نور وجوهات، ...، انکشافي او عادي لګښتونه، تخصيص |
ښوونځى ، (مرکزي، ولايتي) |
(١) يا زون او ساحي
(٢) يا ښار او کلى