مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د غير مرکزي کيدنې ( محلي کيدنې ) دلايل

د ښوونيز نظام د غيرمرکزي کيدنې لپاره درې ډميل د محرکاتو په توګه وړاندي کيږي:
1. اقتصادي محرکات: په ډېرو هېوادونو کې دولتى مالي منابع کمې شوي او د مرکزي ادارو په مالياتي عايداتو کې کموالى راغلى دي. له بلې خوا د ملتونو د ښوونې او روزنې اړتياوي او غوښتنې ( تقاضاوي ) ورځ په ورځ زياتيږي. نو ځکه په محلي سطحه د مالي وجوهاتو پيداکول د ښوونيزو نظامونو د غير مرکزي کيدنې لپاره د ګټې په بڼه توجيه کيږي.
2. ايديالوژيکي محرکات: د آزاد بازار اصل د اقتصادي نړى والي يوه ځانګړتيا ده او په هغې کې لوى رول لري او په ښوونه او روزنه کې د سيالي ( رقابت ) په بڼه راښکاره او توجيه کيږي. له بلې خوا د تصميم نيونې په پروسه کې د والدينو، ښوونکو او حتى زده کوونکو برخه اخستنى د ديموکراسى د تقويى په حيث هم بلل کيږي.
3. د واک ( حاکميت ) محرکات: که څه هم د غير مرکزي کيدنې په صورت کې بياهم واک له مرکزي ادارې سره وي، خو د مرکزي ادارې د بيوروکرسى د کموالي په سبب د نظام په ټيټو سطحو کې د احتساب په برخه کې ښه والى رامنځ ته کيږي.
دغه دري واړه محرکات يو ډول ضد او نقيض اړخونه لري. مثلاً له يوې خوا د واک له تمرکز سره سره، دولتي ( عامه ) لګښت کموالي غوښتل کيږي او له بلې خوا محلي ذيعلاقه خواو ته زيات واک له زيات مسړليت سره ورکول کيږي؛ چې د تمويل او لګښت مسړليت هم پکې شامل وي .
په ښوونيزو نظامونو کې د غير مرکزي کيدنې بدلون، تر ډيره حده د اقتصادي وجوهاتو له مخې صورت نيولى وي -په خاصه توګه په غريبو هېوادونو ( دريمه نړۍ ) کې. دا چې د ښوونځي د عمر د ماشومانو شمير په ډېره لويه کچه زيات شوى او حتى کله کله دهېواد نيم نفوس تشکيلوى، چې په حتمي توګه د ښوونې او روزنې لپاره تقاضا زياتوي. دولتونه د دومره زياتيدونکو تقاضا وو د مالي لګښتونو د پوره کولو جوګه نه دي او مجبور دي چې خپل دولتى ښوونيز لګښتونه را کم کړي. دغه کار د قرض ورکوونکو ادارو لکه IMF او WB لخوا هم توصيه او کله کله آن ور باندي تحميل کيږي.
د ښوونې او روزنې د لګښتونو د زياتوالي علت يوازې د زده کوونکو د شمير زياتوالي ندى، بلکه د مرکزي نظام په صورت کې د مرکزي ادارې لوى والى او بيوروکراسى هم د لګښتونو د زياتوالي سبب ګڼل کيږي، چې ورو تعامل او اجرات، د درسي موادو اخستل او ويش ( توزيع )، د ښوونځيو جوړول او ترميم او بډي (رشورت) او په مجموع کې د مرکزي نظام د ادارې ظرفيت ( وړتيا ) کموالي د ښوونې د نظام په لوړ لګښت او ټيټ کيفيت باندې منتج کيږي. نو ځکه داسې ادعا کيږي چې غير مرکزي نظام اغيزمن او د لګښت د سپما له اړخه مرجح بلل کيږي. د ښوونې او روزنې د تمويل دروند بار ولايتى او حتى ولسى ادارو ته ورليږدول کيږي او په مختلفو هېوادونو کې په محلي سطحه د تمويل لپاره اضافي محلي ماليات او ولسي رضاکارانه کارونه ( حشر ) معرفى شوى او عملي کيږي. په نورو هېوادونو کې بيا نړيوال او ملي غير دولتي مړسسى چه له باندې څخه تمويليږي، د ښوونې او روزنې په وړاندي بيولو کې لويه ونډه لري.
له ١٩٧٠ومي لسيزي څخه را وروسته د ملي پرمختګ د مرکزي چلوني مفکوره، چې تر هغه پخــوا مرجــح بلــل کيده، د آزاد بازار په زيات رول باندې بدله شوه. په ملي پرمختګ کې داقتــصــادي نړيــوالې پراختيا د ملي حکومتــونـو رول نور هم پسې کمزورى کړ. زوروري نړيــوالي کمپــنــى او پيــاوړي محلي ګروپونه په صحنه کې راپيدا شوي او د دولت ترڅنګ دندې ترسره کوي .
د آزاد بازار د ايديالوژي ژبه په ښوونه او روزنه کې راښکاره شوي او داسې اصطلاحات لکه د اختيار صلاحيت/امکان، شخصى سکتور او اعظمى ګټه، ټول هغه مفاهيم دي چې د اقتصاد له ساحي څخه راوړل شويدي. د آزاد بازار د ايديالوژي د تسلط په صورت کې ښوونځى د � آزاد بازار � په بڼه چليږي، دوى د مشتريانو ( زده کوونکو ) د جذبولو په اړوند له يو بل سره سيالي کوي او د �مارکيټ� د غوښتنو سره سم ښوونه او روزنه وړاندې کوي . د آزاد بازار په يوه سوچه نظام کې د دولت مداخلى ته ځاى نشته او هر څوک حق لري چې هر ډول ښوونځى چې ويې غواړي، چلولاى يې شي او هم هر څوک حق لري چې هر ډول ښوونځى او ښوونه او روزنه چې غواړي يې، تر لاسه يې کړي. دغه افراطي حالت تر اوسه لاچيرى ندى ليدل شوى، خو ددې فلسفي بنيادي مفکوره داده چې سياستمداران او هم مسلکي افراد د مشتريانو ( والدينو او زده کوونکو ) په رښتينې اړتياوو او ترجيحاتو باندې نه پوهيږي، نو ځکه بايد پخپله دوى ( والدين او زده کوونکي ) تصميم ونيسي او دوى بايد متنوع او متبادل شکلونه په واک کې ولري.
داسې ويل کيږي چې په ښوونه اوروزنه کې آزادمارکيټ هغه وخت کارورکوي چې لاندې شرايط موجود وي :
� د کيفيت او محتوى له مخې متنوع ښوونيز مرکزونه موجودوي.
� مشتريان د متبادلو لارو په هکله پوره معلومات ولري.
� مشتريان وکولاى شي چې مختلف متبادل ښوونځي خوښ کړي.
له دې څخه نتيجه اخستل کيږي چې د آزاد مارکيټ نظام پخپله په نظام او هم والدينو باندې دروند بار اچوي. دا چې دخلکو غوښتنې او ترجيحات ډېر متنوع دي، نو تراوسه لا په ډېرو کمو ( ځينى آبادو ) هېوادونو کې دغه ډول ښوونيزي اسانتياوي، تهيه او وړاندي کيږي.
يوه ويره داده چې د � مارکيټ � په ښوونيز نظام کې به يوازې د لوړ تعليم او مستعيدو کورنيو ماشومان ډېرې اسانتياوي تر لاسه کړي او دغه ډول نظام به د غريبو کورنيو په ګټه نه وي.
د غير مرکزي کيدنې د مفکوري تر شا د ديموکراسى مفکوره هم پرته وي يعنى داسې ګڼله کيږي چي کله چې په محلي سطحه ټاکل شوي نمايندګان د سيمې په ښوونه او روزنه کې واک ولري، نو پدې صورت کې به احتساب او محلي اغيزي زياتوالي پيدا کړي. د ډيموکراسي دلايلو له مخې په ښارواليو، کليو او حتى ښوونځيو کې د بورډ يا محلي شورا غړي له ولسي وګړو څخه ټاکل شوي وي، تر څو د ښوونې او روزنې د يوې برخې مسړليت په غاړه واخلي. په يو څو محدود شمير هېوادوونو کې ولسي شوراګانو ته د ښوونې او روزنې په ټولو اړخونو کې صلاحيت ورکړل شوي وي، حتى د نصاب د ټاکنې او ښوونکو د تقرر په شمول،( مثلاً په استراليا او نيوزيلاند کې). په ځينو نورو هېوادونو کې بيا د ښوونې او روزنې د محتوى او د تدريس د طريقو صلاحيت په مسلکي افرادو پورې تړل شوى وي، ( مثلاً کولمبيا، السلوادور، انګلستان ). په شيکاګو کې والدين او ولسي خلک د تدريسى پرسونل او ادارې واک په لاس کې لري. په نيکاراګوا کې د ښوونځى په شورى کې سر ښوونکى او ښوونکى، والدين او زده کوونکي شامل وي او په ګډه سره د مديرانو او ښوونکو د تقرر او انفکاک، مهالويش، د تدريش د طريقو، درسى کتابونو ټاکل، د ښوونځى بودجه او نورو صلاحيت لري .
د ديموکراسى د وجوهاتو له مخې په غير مرکزي ښوونيزو نظامونو کې دولتي ( عامه ) مالي مرستي ښوونځيو ته د زده کوونکو د شمير په تناسب ورکول کيږي .
د ډيموکراسي او مالي وجوهاتو ترڅنګ د ښوونيز نظام د غير مرکزي کيدنې يوه بله پټه ( مرموزه ) انګيزه هم وي، چې هغه د ښوونکو د اتحاديو د زور کمول دي. د غير مرکزي کيدني په صورت کې د ښوونکو د اتحاديو لاس د مرکزي حکومت له ګريوان څخه ختلى او د محلى ادارو په غاړه کې وي او ضمناً دغه اتحاديي د تجزيه کيدلو په وجه کمزوري او محلي حيثيت لري.
په ښوونيز نظام کې د غير مرکزي کيدني د اصلاحاتو راوستل پدې فرضيي بناوي چې هغه غير مسلکي وګړي چې واک او مسړليت ورليږدول کيږي د ښوونځيو د اغيزمن چلولو وړتيا لرى . "دغه ډول اصلاحات شايد په پياوړيو هېوادونو کې د اجرا وړ وي، چيرې چې په واک کې د محلي ولس را شريکول مرکزي حکومت ته د خطر او بى امنيتى ګواښ نه ښکاري. دغه ډول ټولنې لا پخوا د منطقوي، طبقاتى، نژادي او مذهبى ګروپونو ترمنځ د ټولنيز عدالت لوړ پوړ ته رسيدلى وي" ( پورتنى مرجع ٣٦ مخ ). دغه توضيحات په ډېر استثنائي ډول د دريمې نړۍ په هېوادونو کې ليدل کيږي، چيرته چې د مرکزي حکومتونو تقويه کول د بحث اجندا تشکيلوي او برعکس يې لاتر اوسه د خوب ليدل ښکاري.
غير مرکزي کيدنى ولې داسې شهرت پيدا کړ او د هيوادونو ترمنځ د زياتو توپيرونو سره سره د نړۍ په مخ نشر شوه؟ د � ازاد مارکيټ � مفکوره ښوونځيو ته هم د ګټى اخستنى د مرجع شکل ورکوي ( شخصى ښوونځى د فيس په مقابل کې ). کله چې ښوونه او روزنه دولتى دنده بلل کيده، دغه ډول مفکوره د يو څو استثناتو ماسيوا، نه چا اوريدلى او نه د تصور وړ وه. مرکزي ښوونيز نظامونه د دوى د معيارى او يو ډول والى له وجې تر تنقيد لاندي دى. ويل کيږي چې دغه ډول نظامونه محلي ښوونيزو غوښتنو ته ځواب نشى ويلاي. والدين او زده کوونکي د دوى او مرکزي ادارې ترمنځ د زياتي فاصلي له وجى ناخوښ وي. د مرکزي انحصار په سبب د ښوونيزو محلي نوښتونو د ودي لپاره هيڅ چانس او ځاى نشته.
نور بيا د پورته توضيحاتو سره موافق ندي او وائي چې � د مرکزيت او غير مرکزيت په موضوع کې مهمترين واقيعت د حاکميت او واک ويښ وي"، نور مسايل � کوم اهميت نه لري " (١٧٥ مخ) . � د مرکزيت او غير مرکزيت اصطلاحات د تسلط او اقتدار د ښودنې لپاره اختراع شوي نومونه او ژبنى وسايل دي، چې اقتدار ته د قانونيت شکل ورکړي� ( پورتنى منبع ١٧٦ مخ ). مرکزيت او غير مرکزيت د يوې ادارې دجوړښت مختلف اړخونه دي او په اداره کې د واک د ويښ په اړه دي. عموماً داسې پوهيدلاى شو چې مرکزيت د واک او اقتدار تمرکز او غير مرکزيت د واک د وېشلو او ليږدولو په هکله دي.

د غير مرکزيت لاسته راوړنې

د غيرمرکزيت د اصلاحاتو د نتايجو په هکله ډېرې کمې ارزونې شويدي او دا چې اهداف يې تل روښانه نه وي نو ارزونه يې هم مشکلات لري. که څه هم معمولاً داسې بلل کيږي چې غير مرکزي کيدنه يا د واک ليږدول ټيټو سطحو ته په خپل ذات کې يو ښه شى دى. � واک او اقتدار محلي شوي �، خو بيا هم د غير مرکزي کيدني ډېرې کمي اغيزي په تجربوي ډول څيړل شويدي .
يو شمير څيړنو موندلي ده چې کله چې غير مرکزي کيدنې د اقتصادي وجوهاتو له وجې عملي شوي وي او موخه يې د ښوونې او روزنې د لګښتونو ټيټو سطحو او يا غير دولتي موسيساتو ته ورسپارل وي، نو د ټولنيزو توپيرونو په زياتوالي باندي يې منفي اغيزي ښکاره شوي دي . پدې صورت کې غير مرکزي کيدني نه يوازې ټولنيز, توپيرونو ته زور ورکوي بلکه هغه تقويه کوي: په کلتوري او اقتصادي لحاظ اباد او مستعيد ټولنيز طبقات په غير مرکزي ښوونيز نظام کې په ښوونه او روزنه کې زياتي اغيزي او تسلط لري. د مثال په توګه د زيمبابوي په افريقايي هيواد کې د يو راپورله مخې د غير مرکزي کيدنې د ريفورم په نتيجه کې ممتازو ټولنيزو طبقاتو بيرته خپل مخکښ ټولنيز موقف تر لاسه کړ او د دغه قشر د ماشومانو په ګټه او د ټولنې د غريب قشر د اولادونو په تاوان تمامه شوه .
د محلي حکومتونو د اقتصادي وړتيا نا برابري ددې سبب کيږي چې په مختلفو جغرافيوي واحدونو کې د ښوونې او روزنې د کيفيت او کميت دواړو له اړخه نا برابري رامنځته شي. څرنګه چې اقتصادي وضيعت په محلي سطحه هم ښه نه بلکه زيات خراب وي، نو ځکه د ښوونې او روزنې لګښتونه راکم شوي وي، په خاصه توګه د پيسو د سپما لپاره د ښوونکو شمير کم او په پاته ښوونکو د کار بار ورزيات شوى وي. د ښوونځيو مديرانو معمولاً يو څه زيات واک او اختيار ترلاسه کړى وي، خو د نويو مسړليتونو او دندو په قيمت د ښوونکو کار زيات شوى دي او غير تدريسى کارونه هم کوي. د والدينو او د چاپيريال نورو نويو غوښتنو ته د ځواب ورکولو دندي هم ورته سپارل شوي وي. د اضافى کار په مقابل کې معاشونه ندي ورزيات شوي او نوى اضافه پرسونل نه وي استخدام شوى . توقع کيږي چې د لګښتونو د کمښت لپاره د ښوونکو د کار زياتوالي او د هغوى د معاش کموالي د زده کوونکو په لاسته راوړنو منفى اغيزي نه کوي. دا ادعا د هغى څيړني په استناد کيږي چې په ټولګي کې د زده کوونکو شمير او د قبل الخدمت د ښوونکو د روزنې د پروګرامونو د زده کوونکو له لاسته سره کومه خاصه اړه نلري .
په غير مرکزي ښوونيزو نظامونو کې د ښوونکو اتحاديي د ښوونکو د تنخواګانو د مختلفو رتبو په هکله ګوتنيوني کوي او وايي چې د تنخواګانو رتبى د محلي شرايطو د په نظر کې نيولو له وجى توپير سره لري او د ښوونکو تنخواګاني د ملي معيارو له مخې نه بلکه د محلي شرايطو په اساس وي. دغه ډول، د ښوونکو په تقرر او انفکاک کې هم په محلي سطحه د خيانت او بى عدالتيو څخه شکايت کيږي. په مقرراتو او لوايحو کې شفافيت نه وي او اکثره وختونه د احتساب لپاره کوم ميکانيزم موجود نه وي.
داسې ګڼل کيږي چې په ټيټو سطحو کې د ادارې لګښتونو کموالى مالى اغيزمنتوب زياتوي، يعنى يو کار په کم لګښت ترسره کيږي. خو بيا هم د نوي پاپواګينا په افريقايى هېواد کي د غير مرکزي کيدني د اصلاحاتو تجربو برعکس ښودلي ده. په دغه هېواد کې دغو اصلاحاتو ډېره پراخه بيوروکراسي يا په اصطلاح ميرزا قلمي رامنځ ته کړه . پداسې حال کې چې په انګلستان او استرليا کې د � خپلواکو ښوونځيو ادارو � د سيستم په پلي کولو سره په اغيزمنتوب کې زياتوالى راغى. دغه مثالونه دا په ګوته کوي چې د اغيزمنتوب د ښه والي لپاره د مرکزي ادارې لوړ ادارې او مسلکي ظرفيت يو لازمي شرط دي.
غير مرکزى کيدنه په ښوونه او روزنه کې د برخې اخستنې د تشويق د وسيلې په حيث اغيزمنه ثابته شويده او لږ تر لږه په وړو مسئلو کې، لکه د ښوونځى د شروع ساعت ( وخت )، د ښوونځى لپاره وسايل او نورو کې د والدينو او زده کوونکو اغيزه زياته شوې ده. ښوونکي، مديران، والدين او زده کوونکي د ښوونيز غير مرکزي نظام د ښوونځيو په چارو کې ډېر فعال وي. له بلې خوا د ښوونې په چارو کې د مرکزي ادارې له خوا کنترول او نظارت زيات شوى وي.
د زده کوونکو د زده کړي په لاسته راوړنو باندې د غير مرکزي کيدلو د ريفورم اغيزي په خاص ډول ندي څيړل شوي او دا هم معلومه نده چې ددغه ډول اصلاحاتو اغيزي به څه وي؟ دا خبره ددې يو دليل کيداى شي چې غير مرکزي کيدنه د پيداګوژيکى وجوهاتو او محرکاتو له وجې نه، بلکه د اقتصادي او سياسي وجوهاتو له مخې رامنځ ته کيږي.
د دريمې نړۍ هېوادونه ډېر په ندرت سره پداسې يو حالت کې پيدا کيږي چې د غير مرکزي کيدنې له اصلاحاتو څخه به ګټه واخستلاى شي. د ١٩٨٠ومى لسيزې او په خاصه توګه د شوروي اتحاد له تجزيه کيدلو وروسته د دريمې نړۍ ډېرو هېوادو داسې ښوونيزو ريفورمونه عملي کړي چې له غربي هېوادو څخه اقتباس ( نقل ) شوي وي. يوه نمونه يې په قرغزستان کې د ښوونې او روزنې ريفورم دى .
په مرکزي اسيا کې له شوروي اتحاد څخه رابيل شويو اکثرو هېوادونو هيله درلوده چې خپل ښوونيز نظامونه غير مرکزي کړي او د ځانګړتياوو او توپيرونو سره يې د خپلو ښوونيزو نظامونو په جوړښت کې سره ورته تدابير عملي کړل. په دغو هېوادونو کې "د دغو اصلاحاتو لنډ مهاله نتيجه په اکثرو ښوونيزو شاخيصونو کې ټيټوالى او وروسته پاته والى شو"( مخکينى مرجع ٢٢٧ مخ ).
د دريمې نړۍ په هېوادونو کې د غير مرکزي کيدني ځينې اجزاوي په طبيعى او غير ارادي توګه موجودي وي. مثلاً د ترانسپورتي ضعيفو امکاناتو په وجه د ښوونځيو نظارت، تفتيش او امتحانونه په بشپړ يا نيم ډول د محلي ادارو لخوا ترسره کيږي، ځکه چې مرکزي مفتيشين او لوړرتبه دولتي مامورين د حمل او نقل د ضعيفو امکاناتو له وجې نشى کولاى چې دا کا رپخپله وکړي. ( لږ نور ).
په غير مرکزي ښوونيز نظام کې شايد مختلف درسى کتابونه په مختلفو محلونو کې انتخاب شي- البته کله چې مرکزي تعليمي نصاب طرح شي. اما په ډېرو پرمختلونکو هېوادونو کې د مختلفو درسى کتابونو د انتخاب امکانات ډېر کم موجود وي، دا ځکه چې معمولاً د هر مضمون او ټولګي لپاره يوازې يو ډول درسى کتاب پيدا کيداى شي. همدا راز په پرمختلونکو هېوادونو کې د مالي چارو او د تمويل د منابعو محلي کول هم يوه ستونزه بريښى، دا ځکه چې معمولاً په محلي سطحه د منابعو د کموالي په سبب د مالي منابعو را پيداکول تقريباً ناممکن وي. د چارو اداره په طبعي ډول غير مرکزي شوي وي، ځکه چې د ارتباط ساتل کمزوري وي.
تاجکستان هغه هېواد دى چې پکې عملي شوي ښوونيز اصلاحات د نړيوالو د اغيزو يو ښه مثال کيداى شي. په نوموړى هېواد کې د آزاد بازار د اقتصاد د اُصولو په پيروي په ښوونه او روزنه کې د شخصى سکتور، فيس اخستل او د پخواني قوي مرکزي نظام غير مرکزي کيدل عملي شول چې نتيجه يې په ټولنيزو توپيرونواو بى عدالتيو کي د زياتوب په شکل ښکاره شوه. په دغه هېواد کې چې بى ثباتي او دوامداره جګړه لا روانه وه، د ښوونيزو � اصلاحاتو � يوازينۍ نتيجه د دولتي مرستى او حمايى د کموالي، اخلاقى تنازل، د تدريس د مفهوم محدوديت او تنګوالى او د شعارونو او واقيعتونو ترمنځ د تضاد په شکل ښکاريږي . د ښوونکو غږ څوک نه اورى او د دوى د کار شرايط په ډېر منفى ډول اغيزمن شوي وو.
د بنګله ديش په هېواد کې د برک (BRAK) د مړسسى پروګرامونه د داسې يوه غير مرکزي ښوونيز نظام مثال دى، چې د تصميم نيول د مسلکي افرادو په واک کې دي او ولس يوازې په کم اهميته مسئلو باندې اغيزي لري. ښوونکى د ولس لخوا ټاکل کيږي خو د برک د مسلکى پرسونل لخوا بايد تائيد شي . په افغانستان کې د سويډن د کميټى لخوا چلوونکي ښوونځي هم ددغه ډول نظام يو مثال کيداى شي، خو د ولس په ځاى دولتي مقامات د ښوونکو تقرر تائيدوي.
د غيرمرکزي کيدنې نتايج او لاسته راوړني داسې خلاصه کولاي شو چې:
1. لګښتونه له مرکز څخه ټيټو سطحو ته انتقال ( ليږدول ) شوي وي.
2. د مخلي ولس او ښوونڅيو حاکميت ( د کوچنيو مسئلو واک ) زيات شوى وي.
3. په غټو مسئلو کې د مرکزي ادارې د کنټرول واک د نظارت او ارزوني پوسيله ساتل شوى او يا حتى زيات شوي وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery