مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شخصي سکتور ( غير دولتي ښوونځي )

په ښوونه او روزنه کې شخصى سکتور کيداى شي د نظام د غير مرکزي کيدني يوه نتيجه وي. کله چې په مرکزي نظام کې د غيرمرکزي کيدني اصلاحات رامنځته کيږي، نو په ښونيز نظام کې شخصى سکتور ته اجازه ورکوله شوي وي. شخصى ښوونځى رامنځته کيږي او زياتيږي او لږ او ډير د دولت لخوا تمويل او کنتروليږي.
شخصي سکتور د غير مرکزي کيدني په معنى نه وي. د شخصي سکتور په صورت کې هم کيداى شي د مرکزي ادارى واک کم شي. محلي ( ولايتي ) دولتي ادارى ممکن د ښوونځيو د ادارى او کنټرول بشپړ واک ولري. شخصي سکتور کيداى شي د دولتي ادارى په عوض د غير دولتي او يا مذهبي سازمانونو لخوا وچلول شي او پدغسي صورتونو کې هم د ولس واک کم او چلوونکى ادارى د ښوونځيو د کنټرول او چلولو بشپړ واک لري. يعنى دولتي واک بلې ادارى ته ورکړل شوي وي.
په ډېرو هېوادونو کې شخصي ښوونځي ځکه رامنځته شوي وي چې د ښوونې او روزنې لپاره تقاضا زياته او دولتى ښوونځى دغه تقاضا نشى پوره کولاى او يا دا چې دولتي ښوونځي د کيفيت له اړخه د قناعت وړنه وي. دغه وروستى خبره په ډيرو پرمختلونکو هېوادونو کې د شخصى ښوونځيو او په خاصه توګه د ثانوي ( ليسو ) د زده کړو، د رامنځته کيدلو او ودې يو علت دى.
په ابادو ( پرمختللو ) هېوادونو کې شخصي ښوونځي د ښوونځيو د کيفيت له وجې نه بلکه د مختلف النوع او متنوعو غوښتنو د پوره کولو له وجې رامنځته کيږي. ځينى وائى چې د شخصى ښوونځيو د جواز استدلال د ښوونې او روزنې پخواني تاريخ ته راجع کيږي، يعنى د دولتي تعليمي نظام تر رامنځته کيدلو ډېر مخکې، د ښوونې او روزنې چارې د ولسونو او ټولنو لخوا ترسره کيدلى او د شخصي ښوونځيو اوسنى غوښتنه پخوانى حالت ته د ورګرزيدلو غوښتنه بلل کيږي. ځينى نور بيا وايى چې شخصي ښوونځي د � استقلال �- د خوښى ( آزادى )، د دلايلو له وجې ضرورى دى ( موږ بايد دا خپلواکي ولرو چې د خپلې خوښى ښوونځي جوړ کړو او برخه پکې واخلو ). د شخصي ښووځيو د دفاع لپاره د نړيوالي استدلال د ګټور توب د اصل بنياد دى، يعنى د نړيوالي د اصل له مخې د ښوونيز نظام د اغيز منتوب او توليد د زياتوالي لپاره شخصي ښوونځي ضروري دي .
په لنډ ډول ويل کيږي چې شخصى ښوونځى د دوى د شکل له مخې تصنيف کيږي. ځينى شخصي ښوونځي د ارزښتونو او اخلاقي زده کړو لپاره مختص شوي وي ، خو ځينى نور بيا د مذهبي زده کړو لپاره وي. په ځينو هيوادونو کې شخصى ښوونځي د قومي او نژادي او ياژبني ګروپونو لپاره وي. ځينى شخصي ښوونځي بيا د ځانګړو پيداګوژيو له مخې ځانګړي شوي وي. مثلاً د مونتى سورى، رودولف شتاينر او نور ښوونځي.
د شخصي ښوونځيو يو ډول د عامه دولتي ښوونځيو په شان د دولت لخوا تمويليږي خو يوازې دا چې د غير دولتي موسساتو لخوا چليږي، خو ځينې نور بيا د خيريه مړسسو لخوا تمويليږي. ځينې شخصي ښوونځي د ټولنيز ممتاز قشر د اولادونو لپاره وي او يو ډول خاص حيث لري. ځينې نور بيا د ګټى اخيستنې لپاره تجارتي شکل لري. ځينى وخت د خارجي اتباعو د اولادو لپاره خاص ښوونځي وي، چې په موقتي ډول په يو هېواد کې دندي لري ( دغه ډول ښوونځي د � نړيوالو ښوونځيو � په نوم ياديږي. د معيوبو ماشومانو لپاره هم خاص ښوونځى وي.
پاکستان يو داسې هېواد دى چې د ټولو شخصي ښوونځيو مثالونه او نموني پکې ليدل کيږي. اسلامي مدرسى ( چې کله کله د دولت لخوا په نيمه ډول تموليږي )، د اسماعيليانو لپاره خاص ښوونځي چې يوازې او يوازې د دغه مذهب د پيروانو د اولادونو لپاره دي او د اغاخان فونډيشن لخوا تمويليږي. د مهاجرو په کمپونو کې د افغانانو لپاره خاص افغاني ښوونځي دي، چې يوازي افغاني ماشومان پکې زده کړه کوي. سره له دې چې ملى ژپه اردو ده، خو به ډېرو ښوونځيو کې انګليسى د تدريس د ژبي په حيث پکاريږي. د مونتى سورى ښوونځي هم موجود دي اود ټولنيزو خاصو قشرونو لپاره، مثلاً د خښتو د بتيو د کارګرو د اولادو لپاره خاص ښوونځي موجود دي. د معيوبينو لپاره د خيريه مړسسو لخوا خاص ښوونځي فعال دي. د ممتازي طبقي لپاره يو شمير خاص ښوونځي په لويو ښارونو کې فعاليت کوي او ډير لوړ فيس اخلي، چې دغه لوړ فيس د نوموړو ښوونځيو حيث لوړ ساتي. ضمناً دغه ډول ښوونځي د چلوونکو لپاره د ګټي ښه منبع هم وي.
د کيفيت او د زده کړي د سويى له اړخه عام تصور داسې دى چې شخصي ښوونځي په دولتي ښوونځيو برتري لري، اما دغه فرضيه د څيړنو لخوا په دوامداره توګه نده ثابته شوي. په هغو مواردو کې چې په شخصي ښوونځيو کې د زده کوونکو د زده کړي لوړه سويه ليدل شوي وي، د هغه عوامل په ښوونځيو کې نه، بلکه د والدينو او کورنيو په کلتوري پانګي پورې اړه لري. يعنى زده کوونکي يې د ټولنې پداسې قشر پورې اړه لري چې اقتصادي او فرهنګي سطحه يې لوړه وي .
د شخصي ښوونځيو د برترى علت د ښوونکو په معاشونو پورې تړلى وي. د دولتي ښوونځيو ښوونکي دايمي وظيفې لري، انفکاک او تقرر، د کار شرايط او نوريې د مقرراتو او اصولو له مخې صورت نيسي. اما شخصي ښوونځي په موقت ډول ښوونکي استخداموي. معمولاً ښوونکي يې نور کارونه ورسره لري. د ځينو په اصطلاح � د ټکسي ډريوران � ښوونکي هلته موقتي دندې اخلي چې پدې وسيله يې مصارف کم وي.
شخصي سکتورد غيرمرکزي کيدنې يو شکل بلل کيږي او د غير مرکزي درى ډولونه پکې تفکيک شويدي .
1. هغه شخصي ښوونځي چې هيڅ فيس نه اخلي او کاملاً د دولت لخوا تموليږي او کنتروليږي.
2. هغه شخصي ښوونځي چې هم فيس اخلي او هم ددولت لخوا يوه برخه لګښت ترلاسه کوي او نسبي آزادي لري.
3. هغه شخصي ښوونځي چې په بشپړ ډول په شخصي لګښت چليږي. بشپړه خپلواکي لري او د دولت هيڅ کنټرول ور باندي نه وي.
معمولاً شخصي ښوونځي د دولت لخوا مالي مرسته ترلاسه کوي او د لګښتونو لويه برخه پوره کوي. معمولاً د دولتي مرستې او دولتي کنترول ترمنځ اړيکي ليدل کيږي. څومره چې د دولتي مرستي مقدار زيات وي. دومره د دولت لخوا ډېر کنټرول منى .
د دولت لخوا د شخصي ښوونځيو تمويل او مرسته په مختلفو لارو ترسره کيږي. په ځينې صورتو کې د دولت لخوا د ښوونځيو د چلولو واک او مسړليت افرادو او يا مړسساتو ته ورکول شوى او د لګښتونو مصارف يې دولت ورکوي. کيداى شي دولت د ځانګړو ښوونځيو د چلولو لپاره قرار داد يان استخدام کړي. بل شکل يې له والدينو سره د ښوونځيو د مصارفو په اندازه مالي مرسته وي. کيداى شي نغدى مرسته ورکړي او يا يې په هغه اندازه ماليات را کم کړي. آخرني ډول د امريکا په متحده ايالاتو کې ليدل کيږي. د چلى په هېواد کې ښوونځي د کوپراتيفونو په شکل د ښوونکو ملکيت وي. په ځينى نورو هېوادونو کې د والدينو او يا نورو ټولنو له خوا چليږي .
د غربي ( ختيځي ) نړۍ په ډيرو هېوادونو کې د دولتي لګښتونو د راکمولو د دلايلو له وجې شخصي سکتور معرفي شوى وي. په دغو هېوادونو کې شخصي ښوونځيو او دولتي ښوونه او روزنه په مختلفو شرايطو کې سيالي کوي. په ځينو هېوادونو کې د ضعيفو زده کوونکو لپاره غير دولتي ليسې يوازينى چانس وي. يعنى هغه زده کوونکي چې په دولتي ليسو کې د ټيټو نومرو په سبب د داخيليدلو چانس نلري، نو په شخصي ښوونځيو کې داخليږي
د دولت په مالي مرسته د چليدونکو شخصي ښوونځيو لګښت د دولتي ښوونځيو په نسبت لږ وي. له ښوونځيو سره د دولتي مرستي لپاره په ډېرو هېوادونو کې د استحقاق (Voucher) سيستم معرفي شويدى. يعنى ښوونځي که شخصي وي، او که دولتي وي، د زده کوونکو د شمير په اندازه معينه اندازه پيسې ترلاسه کوي. يعنى د هر زده کوونکي لپاره ټاکلي پيسې ترلاسه کوي. داسې فرض کيږي چې د استحقاق سيستم د لګښتونو له اړخه اغيزمن وي، ځکه چې په ښوونه او روزنه کې دولتي انحصار کم او شخصي سکتور وده مومي. د استحقاق د سيستم د معرفي کولو بل دليل د ګټور توب اصل بلل شوى دى. يانې د زده کوونکو د زده کړي لاسته راوړنى ښه والى مومي. په ځينو هېوادونو کې د استحقاق سيستم په ښوونځيو کې د شمول د زياتوالي لپاره معرفي شوى وي. پدغه صورت کې يوازي د غريبو کورنيو ماشومان د استحقاق مستحق وي او شخصي ښوونځي مجبور وي چې د غريبو کورنيو ماشومانو ته يوه فيصدي ځاى ورکړي . دا چې د استحقاق سيستم د زده کوونکو په شمير پوري اړه لري، نو مقدار يې د يو کال او بل کال ترمنځ دېر تفاوت پيدا کوي. دغه کار د ښوونځيو د اوږد مهاله پلانونو لپاره ډېري ستونزې پيدا کوي، په خاص ډول د قيمتي پانګه اچونې په مواردو کې، مثلاً د ښوونځيو د تعمير جوړولو په صورت کې.
شخصي ښوونځي د غير دولتي مړسساتو ( ملي او نړيوالو ) لخوا هم چليږي. يو مثال يې ډېر افريقايي هېوادونه دي. يو مثال يې د امريکا د ماشومانو د حفاظت د ټولنې (Save the Children) لخوا چليدونکي ولسي ښوونځي دي. دغه مړسسي ( د مرکزي دولتي ادارو په اجازه ) د بورکينا فاسو، ماليا، ګانا، ګوينا او مالوي په هېوادونو کې محلي ولسونو ته مرسته ورکوي چې ولسي ښوونځي وچلوي او د خپلې خوښي تعليمي نصاب ولري او پخپله ولسي خلک د ښوونکو د تغيير او تقرر صلاحيت هم لري .
دغه ډول ښوونځي په هغو سيمو کې معرفي شول چيرې چې يا پخوا هلته دغه ډول ښوونځي نه وو او يا دا چې د دولتي ښوونځيو کيفيت ډېر ټيټ وو. په وروستي حالت کې دولتي ښوونځي وتړل شول. کيداى شي دغه کار زده کوونکو ته ګټه رسولي وي، اما ددغه ډول ښوونيز نظام دوام او بقا د سوال وړ مسئله ده.

د خپلې خوښي د ښوونې او روزنې امکانات

داسي ادعا کيږي چه د خوښي د متنوعو امکاناتو موجوديت به د خلکو او زده کوونکو قناعت حاصل کړي. نور بيا داسې ادعاکوي چې د پلرونو لپاره د خوښي د ښوونځيو امکانات له يوې خوا د دوى بشري حق دي او له بلې خوا د يوې ديموکراتيکي ټولنې لپاره لازمې شرط دى. همدا رنګه دا چې زده کوونکي مختلفي غوښتنې لري او د دوى د غوښتنو پوره کول د مختلفو ښوونځيو د موجوديت د اړتياوو بل دليل کيږي.
د خپلې خوښي د ښوونې او روزنې د ترلاسه کولو لپاره دوه طريقې موجودې وې. يوه دا چې پلرونه د مختلفو دولتي ښوونځيو په انتخاب کې مختار وي. بله طريقه دا ده چې پلرونه د دولتي او شخصي ښوونځيو تر منځ د انتخاب اختيار لري. پدې ترتيب دغه ښوونځي د زده کوونکو د جلبولو لپاره سيالى سره کوي. د مثال په توګه په ډيرو غربي هېوادونو کې مذهبي لږکيو خپل ښوونځي جوړ کړي او پلرونه اختيار لري چې خپل اولادونه عامو ښوونځيو ته ورليږي او که خاصو ښوونځيو ته. په اسلامي هېوادونو کې پلرونه د دينې مدرسي او يا عصري ښوونځي ترمځ مختاروي. د اختيار بل شکل د خاصو پيداګوژيو په اساس جوړ شوي ښوونځي، د خاصو ژبو په اساس ښوونځي او يا د کيفيت له اړخه مشهور ښوونځي وي، چې پلرونه د هغو ترمنځ د خوښوولو واک لري
د امريکا په متحده ايالاتو کې يو ي څيړنې ښودلې ده چې پلرونه د خپلو اولادو لپاره د شهرت په اساس ښوونځى انتخابوي او د ښوونځيو د شهرت دليل په هغو کې د زده کړي کيفيت نه بلکه د هغو لوړ فيس وي ( مخکينى مرجع ).
څيړنو ښودلي ده چې د ښوونځيو د انتخاب د امکان په صورت کې د والدينو ټولنيز طبقاتي انتساب د ښوونځيو په خوښولو او انتخاب کې لوى رول لرى. د مثال په ډول د چلى په هېواد کې د لوړ تعليم لرونکي پلرونه خپل اولادونه په هغو ښوونځيو کې داخلوي چې لوړي نمري لري او د والدينو تعليمي سوابق يې لوړوي. دا چې کم تعليم او يا بې تعليم والدين خپل اولادونه په دغه ډول ښوونځيو نه شاملوي، سره لدې چې امکانات هم ورسره وي، مختلف دلايل لري. له يوې خوا د دغه ډول پلرونو ناخبري او له بلې خوا د دوى طبقاتي انتساب د دې عمده عوامل بلل کيږي چې دوى خپل اولادونه نورو ښوونځيو ته ليږي. دغه ډول پلرونه خپل ځان ټيټ بولي او فکر کوي چې د دوى ټولنيز موقف دا نه ايجابوي چې دوى هغو ښوونځيو ته خپل اولادونه وروليږي ( که څه هم ډېر با استعداده وي )
ويل کيږي چې د خوښي د انتخاب امکانات په دريو لارو عملي شوى وي :
1. د داسې مالي ميکانيزم له لارې چې والدينو ته ددې امکان ورکوي څو خپل اولادونه د خپلي خوښي ښوونځيو ته وليږي.
2. د دولت لخوا د متبادلو ښوونځيو تمويل او چلول.
3. د غير دولتي مړسساتو لخوا د متبادلو ښوونځيو تمويل او چلول.
په عملي توګه د انتخاب د امکاناتود موجوديت په صورت کې هم انتخاب په جغرافيوي موقيعت پورې محدودوى، يانې پلرونه معمولاً نژدي ښوونځى انتخابوي.
د استحقاق سيستم (Voucher System) د ښوونځيو ترمنځ د سيالي د رامنځته کيدلو په منظور او هدف معرفي شوي وو. عقيده داسې وه چې د ښوونځيو ترمنځ رقابت به د ښوونې او روزنې کيفيت ښه کړي او بيله سيالي دغه ښه والي ممکن نه دي. خو ډېري کمې څيړنې دغه فرضه تصديقوي. د ځينو په عقيده دولتي ښوونځي ښايى د سيالي لپاره کوم خاص محرکات ونلري. کله چې دغه ډول ښوونځي د بودجې له کسر سره مخ شي، نو دوى د کيفيت د ښه والي له لارې له شخصي ښوونځيو سره د سيالي پر ځاى د دولت لخوا د زياتو مالي امکاناتو د پيدا کولو په لټه او هڅه کې کيږي. له بلې خوا دولتي ښوونځي ښايي د کيفيت د ښه والي وړتيا ځکه ونلري، چې د دوى ښوونکي ښايى ټيټه سويه ولري او زده کوونکي يې له غريبو کورنيو څخه وي اونوري کمزورتياوي ولري. د چلي د هېواد مثال دا راښيئ چې، په غريبو سيمو کې د درسي کتابونو د کيفيت ښه والى، پيداګوژيکي مرستي، د ښوونکو د هڅوني محرکات او نور عوامل په دولتي ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې د کيفيت د ښه والي سبب شوى، خو له نورو باکيفيته ښوونځيو سره سيالي نده رامنځ ته شوي او يا يې کومه اغيزي ندي کړي ( پورتنى ماخذ ). د زده کوونکو د شمول په هکله په ځينو هېوادونو کې ښوونځي د خپلې مربوطي سيمې ټول ماشومان مني. په ځينو نورو کې بيا د نفوس د جوړښت له مخې خاصو ټولنيزو قشرونو ته برخې ( سهمونه ) ورکول شوي وي او ځينى نور بيا پدې اړه کوم خاص مقررات او قوانين نلري.
د ډېرو څيړنو راپورونه ښيئ ددې لپاره چې پلرونه د خوښې ښوونځي انتخاب کړاى شي، دوى بايد پوره معلومات ولري. د خوښي د انتخاب حق او امکاناتو د ټولنو د ممتاز او خبير قشر اولادونو ته ګټه رسولي او غريبانو کمه ګټه ځينى اخستى ده. سيالي او رقابت معمولاً د تفاوتونو او د تفکيک علت شوى، نه دا چې د ټولو ښوونځيو د کيفيت د ښه والي سبب ګرزيدلى وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery