مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2013-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د تشريق تکبيرونه

أبوالفضل

فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۵):

مفتي  : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين ، أبوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته  .

 

مستفتي  :  دکتور عبدالحميد له سعودي نه .

 

محترم مولانا أبوالفضل صاحب ! هيله کوم چي جوړ او روغ ياستی ستاسی له درانه حضوره زما پوختنه داده چی که د تشریق د تکبیرونو او د اختر د لمانځه په اړه څه معلومات زمونګ وروڼو ته خکاره کړۍ ډيره مهرباني به مو وي ؟

 

الجواب   :


محترمه وروره !  د اختر د لمانځه په اړه  دوهمه فتوی  وګوره ، او د تشريق د تکبيرونو په اړه مختصره تشريح په لاندي ډول ده  :

(۱)   : د تشريق تکبيرونه زموږ په حنفي مذهب کي د «مفتی به» قول مطابق ، د نهم تاريخ ، يعني د عرفات د ورځي له سهار څخه شروع ، بيا د ديارلسم (۱۳) تاريخ د ماځيګر تر لمانځه پوري ، تر هر فرضي لمانځه وروسته يو يو وار ويل کيږي  ، چي ټولي پنځه ورځي او  ۲۳ لمونځونه دي  .

(۲)  :   د نوافلو ،  وترو ،او د اختر تر لمانځه وروسته یې ويل نسته ، البته که د اختر تر لمانځه وروسته وويل سي نو بهتر  دئ  .

(۳)    :  دغه تکبيرونه به له سلام ګرځولو سره متصل ويل کيږي ، که يو لمونځ کونکي له سلام ګرځولو وروسته خبري وکړې ، يا بې اودسه سو ، نو د تکبير ويل ورڅخه ساقطيږي. 

(۴)   :  تکبيرونه د تشريق پر عاقل بالغ ، که نارينه وي که ښځه ، مسافر وي که مقيم ، امام وي که مقتدي او منفرد پر هر يوه يې ځانته ويل واجب دئ  .

(۵)    :  نارينه به دغه تکبيرونه په لوړ اواز سره وايي ، او ښځي بې په کښته اواز سره  .

 (۶)   :   دا خبره دي ضرور په فهم کي ونيول سي ، چي پر نارينه باندي ددغه تکبيرو ويل په لوړ اواز سره واجب دئ ، په مساجدو کي په عمومي ډول دا سي کيږي ، چي له چا څخه د لمانځه څه برخه تيره سوې وي ، نو کله چي امام سلام وګرځوي ، او مسبوق خپل لمونځ راوګرځوي ، نو يا خو تکبيرونه بالکل پريږدي ، او يايې له ځانه سره په کښته اواز وايي   .

(۷)   :   تکبير د تشريق په دې ډول دئ  :

اللّه أكبر ، اللّه أكبر ، لا إله إلاّ اللّه واللّه أكبر ، اللّه أكبر ، وللّه الحمد.

(۸)  :  که د تکبير په ورځو کي لمونځ قضاسي ، نو که په همدغو ورځو کي راوګرځول سي ، نو وروسته بې تکبيرونه به وايي ، او که قضايي د تيرو ورځو لمونځ وي ، په همدغو ورځو کي راګرځول کيږي ، او يا ددغو ورځو لمونځ قضا سي خو د تکبير  تر ورځو وروسته راوګرځول سي ، نو د داسي قضايي لمانځه وروسته د تکبير  ويل نسته  .  

.................................................................

 فَأَمَّا ابْتِدَاؤُهُ فَكِبَارُ الصَّحَابَةِ كَعَمْرٍو وَعَلِيٍّ وَابْنِ مَسْعُودٍ قَالُوا : يَبْدَأُ بِالتَّكْبِيرِ بَعْدَ صَلَاةِ الْفَجْرِ مِنْ يَوْمِ عَرَفَةَ ، وَبِهِ أَخَذَ عُلَمَاؤُنَا فِي ظَاهِرِ الرِّوَايَةِ   .   .    .    وَقَالَ عَلِيٌّ وَابْنُ عُمَرَ فِي إحْدَى الرِّوَايَتَيْنِ عَنْهُ : انْتِهَاؤُهُ مِنْ صَلَاةِ الْعَصْرِ مِنْ آخِرِ أَيَّامِ التَّشْرِيقِ فَيَكُونُ ثَلَاثٌ وَعِشْرُونَ صَلَاةً وَبِهِ أَخَذَ أَبُو يُوسُفَ وَمُحَمَّدٌ . [العناية شرح الهداية] .

( وَقَالَا بِوُجُوبِهِ فَوْرَ كُلِّ فَرْضٍ مُطْلَقًا ) وَلَوْ مُنْفَرِدًا أَوْ مُسَافِرًا أَوْ امْرَأَةً لِأَنَّهُ تَبَعٌ لِلْمَكْتُوبَةِ (إلَى ) عَصْرِ الْيَوْمِ الْخَامِسِ ( آخِرِ أَيَّامِ التَّشْرِيقِ وَعَلَيْهِ الِاعْتِمَادُ ) وَالْعَمَلُ وَالْفَتْوَى فِي عَامَّةِ الْأَمْصَارِ وَكَافَّةِ الْأَعْصَارِ ولا بأس به عقب العيد لان المسلمين توارثوه فوجب اتباعهم، وعليه البلخيون .. . [رد المحتار] .

وأما وقته فأوله عقيب صلاة الفجر من يوم عرفة وآخره في قول أبي يوسف ومحمد - رحمهما الله تعالى - عقيب صلاة العصر من آخر أيام التشريق , هكذا في التبيين , والفتوى والعمل في عامة الأمصار وكافة الأعصار على قولهما , كذا في الزاهدي . وينبغي أن يكبر متصلا بالسلام حتى لو تكلم أو أحدث متعمدا سقط , كذا في التهذيب ولا يكبر عقيب الوتر وعقيب صلاة العيد . [الفتاوی الهندية] .

وأما الكلام في وجوب القضاء عند الفوت فهو أربعة فصول: إذا ترك الصلاة في الايام التي هو فيها، وقضى في تلك الايام، فإنه يكبر بلا خلاف، لان القضاء على حسب الاداء، وقد فاتته مع التكبير، فيقضي كذلك.ولو ترك صلاة في غير هذه الايام، فتذكر في هذه الايام، يقضي بلا تكبير، لانه فاتته بلا تكبير.ولو ترك في هذه الايام، وقضاها في غير أيام التشريق يقضي بلا تكبير، لانه ليس في وقت القضاء تكبير مشروع، على سبيل الجهر، فلا يمكنه القضاء.  [تحفة الفقهآء] .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery