دخپریدو نیټه : 2025-02-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دهندي سینما دیوه مشهور پښتون فلم جوړوونکی دمحبوب خان
ډاکټر لطیف یاد
دهندي سینما دیوه مشهور پښتون فلم جوړوونکی اودمحبوب سټدیو بنستګر محبوب خان :
محبوب خان چې د (۱۹۰۷ ) زیږدیزکال دسپتمبرپه ۹ مه نېټه دهند دګوجرات ایالت دسورت ښار اړوند په بلیمورا کې زیږیدلی و له آره پښتون و چې پلرونه اونیکونه یې له افغانستانه هند ته تللي ول اودهنددګوجرات ایالت په بلیمورا کې مېشته شوي ول.
محبوب خان وروسته له ګوجراته بمبئي (مو مبای) ته لاړ اودهغې مینې په وجه یې چې دفلمي صنعت سره درلود په ۱۹۴۵ زیږدیزکال کې یې د بمبئی (مومبای) په باندره کې د خپل فلمي اوریکارډنګ سټدیو بنسټ کېښود چې دده دغه فلمي سټډیو په (محبوب پروډکشن) او یا(محبوب سټډیو) سره مشهوره شوه.
محبوب خان دهند یو مشهور فلم ډایرکټر او پروډیوسر و او هغه مشهور هندي فلمونه چې دمحبوب سټډیو لخوا جوړشوي ول دادي :
مادرانډیا ، هم دونو .سن آف انډیا، سنګم ، ګایډ ،جانی میرانام ،آپ کا سرور ، ایک هی راسته ، علی بابا اونور....
محبوب خان ته په ۱۹۵۶ زیږدیزکال کې د(مادرانډیا ) فلم دډایرکشن په وجه دهند دحکومت لخوا دکال دغوره فلم ایوارد(جایزه) ورکړل شوه ،همداراز دهند دحکومت لخوا ده ته دپدماشري ایوارد هم ورکړل شو.
دمحبوب خان دهنري چوپړونو په بدل کې په ۲۰۰۷ زیږدیزکال کې دهند حکومت دده دهنري او فلمی خدمتونو په بدل کې یوپوستي تکټ هم چاپ کړ چې دده انځورهم پکې کښل شوی دی .
محبوب خان د ۱۹۶۴ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۲۸ مه نېټه دزړه د درېدو په وجه له دې فاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې.
اروا دې یې ښاده وي !