مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2025-02-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتنې قبیلې وپیژنئ ! ۱۴۱-برخه نورزي

ډاکټر لطیف یاد

-------------
نورزي ، نورزیان یا نور زایي د پښتنو د دراني د پنجپای په څانگی پوری تړلی یو ټبر دی او سړبني پښتانه دي چې په سویل لویدیځ ولایتونو کې یې شمیر تر (1.2) میلیون وگړو پورې رسیږي. نورزي دافغانستان دزابل ، هرات،فراه،روزگان،هیلمند،کندهار او نیمروز په ولایتونو کې د نورو سربڼي پښتني قومونو سره یو ځای میشته دي .ددی تر څنگ نورزي د جنوبي پښتونخوا په ځینو سیمو لکه :کوټه ،چمن او کې هم استوگنه لري. نورزي هم د بارکزيو په څير په شمير کې ډير دي او د دوی يو زيات شمير کوچيان دي. له کوچيانو پرته ډير شمير نورزي د کندهار نه ترهراته پورې په بېلا بېلو سيمو کې استوګنه لري. د نورزيو ډيره سيمه په فراه او شين ډندکي ترهراته پورې او پاتې یې د کندهار جنوب ته پرته ده. د هغوي کوچيان په دوبي کې د غور ولایت څړ ځايونوته چي د سياه بند په نامه ياديږي ليږد کوي. په ژمي کې د نيمروز، هلمند او فراه د کوچيانو په نامه سره ياديږي. نورزي ډير ميلمه پال خلک دي او د دوی ځيني خلک په مالدارۍ او د کرنې په چارو هم بوخت دي.
په هرات کې د نورزیو دقبیلي مشري د تور غونډۍ امان الله خان نورزي ته ورپه غاړه ده او په شینډنډ کې دنورزو دقام مشر امیر حمزه نورزی دی. .په فراه کې دنورزو دقبیلې مشري دسلطا ن محمد خان کورنۍ ته ورپه غاړه ده. په روزگان کې ددوی مشر او خان د عبدالحکیم خان په نامه یادیږي .همداراز په هیلمند کې ددې ټبردمشرۍ چارې خان عبدالرحمان خان او د هغه کورنۍ پر مخ بیایي.په نیمروز کې دنورزیو دټبر مشري د هاشم خان پر غاړه ده .په کندهار کې ددې ټبر مشري ددغه ولایت په سویلي ولسوالۍ سپین بولدک کې نعمت خان شیردلی او وکیل صمد خان او په لویدیځو ولسوالیو کې عارف خان په غاړه لري .دجنوبي پښتونخوا په چمن کې دنورزیو دقام مشران حاجي فیض الله خان ،حاجي مجاهدخان اومولانا نیازمحمد دي.
دنورزیو قبیلې څانګې:
نورزي پښتانه پر ډېروڅانګوویشل شوي دي چې دځینونومونه یې دادي :
۱-ادینزي
۲-ادوزي
۳-عليزي
۴-بادیزي
۵-بهادرزي
۶-چالاکزي
۷-غوري زي
۸-ګورګان
۹-جمالزی
۱۰-جیجي
۱۱-کوریزی
۱۲-میرګیان
۱۳-پتاز
۱۴-سمیع زی
۱۵-عمرزي

دنورزیو داستوګنې سیمې :
لکه چې دمخه مو وویل نورزي دافغانستان په هیلمند ، روزګان ، کندهار ، فراه ، نیمروز، زابل اوهرات کې ژوند کوي . تاسو ته به اوس دافغا نستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ددوی د استوګنې سیمې درو پیژنو.
۱. د زابل په ولايت کې:
هغه نورزي چي د زابل په ولايت کې استوګنه لري نو دوي د زابل د مرکز په کلات، ميزان ، ترنک او جلدک په ولسوالیو کې استوګنه لري .
۲. د روزګان په ولايت کې:
نورزيان د روزګان ولايت په لانديني ځايونو کې استوګنه لري: د زابل په مرکز ترين کوټ او د چوره، خاص روزګان، ګیزاب، کجران، دهراود او د نيش په ولسوالیو کې .
۵. د کندهار په ولايت کې:
نورزي په کندهار کې په لاندنيو سيمو کې ميشته دي: د کندهار په مرکز، د دامان، ميوند، پنجوايي ، سپين بولدک او دريګ په ولسوالۍ کيه ،مداراز دوی د ارغنداب د سيند په ختيځه غاړه په سپيروان نومي ځای کې هم استوګنه لري.
۴. د هلمند په ولايت کې:
په دغه ولايت کې نورزي په لاندنيو ولسواليو کي استوګنه لري: د هلمند په مرکز لشکرګاه، دنادعلي، موسی کلا، ګرمسير، ناوه بار کزايي، نوزاد او نهر سراج او ريګستان په ولسوالیو کې.
۵. د نيمروز په ولايت کې:
په نوموړي ولايت کې نورزي د نيمروز د ولايت په مرکز او د خاشرود رود په ولسوالۍ کي استوګنه لري .
6. د فراه په ولايت کي:
نورزي تقریبا دفراه په هره ولسوالۍ او په تېره بیا د نوموړي ولايت په مرکز د قلعه کا، بالابلوک، بکوا، ګلستان او اناردری او د خاک سفيد په ولسوالیو کېي استوګنه لري.
۷. د هرات په ولايت کې:
نورزي د نوموړي ولايت دتورغوندۍ ،شینډنډ ، انجيل، ګذري، ګلران، غوريانو، کهسان،پښتون زرغون او ادرسکن په اولسواليو کي ميشته دي.
۸- دبادغیس په ولایت کې :
همداراز د دوي يو زيات شمير د بادغيس ولایت د مرغاب او غورماچ په اولسواليو کي هم استوګنه لري..
په افغانستان کې ځیني مشهورکسان چې دنورزیوپښتنو په قبیلې پورې اړه لری دادی : دطالبانواوسنی مشرملا هبت الله ،زلمی خلیلزاد،عبدالجبار قهرمان،بشیر نورزی او محمد عارف نورزی .
همداراز دجنوبی بښتونخوا په کوټې،چمن ، کلات ،شوراب اومستونګ کې هم نورزي پښتانه میشته دي چې شمیر یې ( ۵۰۰۰ ) کورنیو ته رسیږي .دپاکستان د سند په شکار پور او ګړهي یاسین او کراچۍ کې هم ډیر نورزي پښتانه اوسیږي.په کراچۍ کې دنورزیو دقام مشر حاجي تورخان نورزی دی.دشکارپو اود سنددنورزیو مشران بغراخان او زوی یې عبدالرحمان خان نورزي دی.
همداراز دایران په کرمان، مشهد او زاهدان کې هم نورزي بښتانه استوګنه لري.
نورزي هیواد پالونکي او میړني خلک دي . دافغانستان دخپلواکۍ په جګړوکې ددوی ونډه څرګند ه اوښکاره ده .همداراز نورزیوپښتنو داحمدشاه بابا په فتوحاتو او سوبو کې دد ه ملګری قبیله پاتې شوې ده. دنورزیو یو مشر سردار نور احمد خان نورزی ددراني امپراتورۍ مشر جنرال و چې تر ملتانه پورې سیمې یې ونیولې اویو مقتدر او ځوا کمن شخصیت و.داحمدشاه بابا دتخت کښیناستلو په مراسمو کې دنورزیو دقام ستر شخصیت سردار نصرالله خان نورزی ګډون کړی و.
(لېکوال: ډاکټر لطيف یاد)
---------------------------------------------------------------

ماخذونه :
1- ۱-پښتنې قبیلې ، ۲۶۷۴- ۲۷۵مخونه.
۲-ویکیپیډیا، سردار احمدخان نورزی
۳-https://nps.edu/.../8d55b901-2a8d-4a69-a63d-2c98f240164b

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery