Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-13 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
داوداسه دسنتوپه اړه :
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوی نمبر (۵۲۵) .
________________________________________
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: جليل کندهار
:مولوي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته په اوداسه کي کوم کوم کارونه سنت دي که په دې باره کي معلومات راکړی دېرښه به وي ـ
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه
په اوداسه کي لاندي ۱۸ شيان سنت دي:
(۱):سنت دادئ چي تراوداسه له مخه به داوداسه نيت کوي ـ
(۲):سنت دادئ چي «بسم الله الرحمن الرحيم»به وايي ـ
(۳):سنت دادئ چي تراوداسه له مخه به تربندوپوري لاسونه پريولي ـ
(۴):سنت دادئ چي مسواک به وهي اوکچيري یي مسواک نه پيدانکړنوپه ګوته سره دي غاښونه پاک کړي ـ
(۵):سنت دادئ چي په خوله به اوبه رغړوي ـ
(۶):سنت دادئ چي په پزه به اوبه رغړوي ـ
(۷):سنت دادئ چي په پزه اوپه خوله به په ښه ډول اوبه رغړوي په مضمضه اوپه استنشاق کي به مبالغه کوي کچيري روژه دارنه ووـ
(۸):سنت دادئ چي هراندام به درې واره پريولي ـ
(۹):سنت دادئ چي پرټول سربه يووارمسح کوي ـ
(۱۰):سنت دادئ چي دغوږودننه اودباندي حصه به مسح کوي ـ
(۱۱):سنت دادئ چي دلاندي له خوابه ږيره خلالوي ـ
(۱۲):سنت دادئ چي دلاسواوپښوګوتي به خلالوي ـ
(۱۳):سنت دادئ چي هراندام چي پريولي نوموښي بې ـ
(۱۴):سنت دادئ چي هراندام به دبل اندام تروچېدوله مخه پريولي ـ
(۱۵):سنت دادئ چي په خپل ترتيب سره به اندامونه پريولي ـ
(۱۶):سنت دادئ چي اول به راسته لاس پرېمنځي وروسته به چپه لاس پرېمنځي دارنګه اول به اوله پښه پريمنځي او دوهم واربه چپه پښه پرېمنځي ـ مطلب راسته طرفونه به اول پرېولي
(۱۷)سنت دادئ چي دسرمسح به دمخ له خواشروع کوي ـ
(۱۸):سنت دادئ چي دغاړي مسحه به کوي ـ
الفقه الميسرص۳۲او۳۳ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ