Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-27 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
هغه ميږي چي له سليمان عليه السلام سره يې خبري ..
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (535)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
: مستفتيه:صابره سعيد ګرن اوعالیقداستاذابوالفضل صاحب الله پاک دي ستا په خدایې اومحققانه علم سره مسلمانان منورلري
زماپوښتنه داده چي هغه ميږي چي له سيلمان عليه السلام سره يې خبري وکړې اوپه قرآن پاک کښي يې په سورت نمل کښي ذکرراغلئ دئ نروواوکه ښځه؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خورې ستاددغي پوښتني چواب سراج الامه امام اعظم ابوحنېفه رحمه الله په خپله په دې ډول کړیدۍ چي
يوواريوجليل القدره بزرګ سړي وکوفې ته راغلئ ډېرخلګ ورته راجمع اوراټول سول،ده وويل چي هرڅوک که يوه پوښتنه لري ودي کړي،امام ابوحنيفة هم په دې مجلس کي حاضروواوپه دې وخت کي دَيْ نوئ ځوان وو،ده ودې عالم ته وويل چي دسليمان عليه السلام ميږي نرووکه ښځه؟
دابزرګ چي داسوال واورېدئ پټه خوله سو.
بياامام صاحب ورته وويل چي دسليمان عليه السلام ميږي ښځه وه.
ځکه چي الله(جل جلاله)په قرآن کريم کي په خپل دغه قول کښي چي:«قالت نملة»دقالت فعل مونث فعل ويلئ دئ نوکه چيري دغه مېږَی نروائ نوالله پاک به داسي فرمايلي وائ:«قال نملة» ـ
والسلام
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ