مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-03-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دحضرت محمد(ص)۱۴وزیران:

دارالافتاءابوالفضل.


فتوی نمبر(58۷).

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته

مستفتي: ډاکټرعبدالستار/دوبئ

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته زماپوشتنه داده چي مااورېدلي دي چي دحضرت محمد)صلي الله تعالي عليه وسلم په اصحابوکښي څوارلس دده مبارک رفيقان اووزيران بلل کېدل نوهغه څوارلس کوم صحابه وو نومونه يې څه وو؟

الجواب ومنه الصواب.

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

 محترمه څوارلس صحابه رضی الله عنهم نبي علیه الصلوة والسلام دخپل ځا ن وزیران بللي دي په دې لاندي ډول:
له سيدناحضرت علي رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم  فرمايلي دي چي هيڅ نبي داسي نه وو چي الله جل جلاله وده ته اوه ملګري اووزيران نه وو ورکړي،اوبېشکه ماته يعني الله جل جلاله څوارلس  ملګري،رفيقان اووزيران راکړيدي،چي هغه څوارلس ملګري اووزيران په لاندي ډول دي :حمزة،جعفر،علي،حسن،حسین،ابوبکر،عمر،عثمان،عبدالله بن مسعود،ابوذر،مقداد،عمار،سلمان،بلال.
حدیث:
روي الامام احمدوالبزازوالطبراني وابن عدي وغيرهم باختصارعن علي بن ابي طالب رضي الله تعالي عنه،قال:قال رسول الله صلى الله عليه و سلم :«انه لم یکن نبي الاوقداعطي سبعة رفقاءنجباءوزراءواني اعطيت اربعة عشر:حمزةوجعفروعلياوحسناوحسيناوابابکروعمروعثمان وعبدالله بن مسعودواباذروالمقدادوعماروسلمان وبلالا»اوکما قال النبي صلي الله تعالي عليه واله واصحابه وسلم.والسلام

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery