فتوی نمبر (۵۹۸) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : انجنير نصيب الله يوسفزی /صوبه پشتونخوا /پاکستان .
حضرت علامه أبوالفضل (حفظه الله) ته او د بينوا ادارې مسؤل محترم خالد صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم خدائ مو ژوندي او موفق لره ، ځما پوښتنه داده چي ياجوج او ماجوج د چا اولاده ده ؟ او ايا دوۍ ته د اسلام دعوت رسيدلئ دئ که يا ؟ ستاسي د جواب په انتظار .
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه وروره ! په دې خبره کښي چي ياجوج او ماجوج د چا اولاده ده درې مختلف قولونه ذکر سويدي : امام نووي (رحمه الله) ددغه سوال په جواب کښي فرمایلي دي چي د اکثرو علماؤ په نزد دوۍ د حضرت حوآء او د حضرت آدم اولاده ده . او ځينو بیا داسي ويلي دي چي دوۍ د حضرت آدم اولاد دي نه د حضرت حوآء ، نو بيا دوۍ ځموږ يواځي د پلار له طرفه وروڼه بلل کيږي وبس .
او حافظ أبوعمر بن عبدالبر پر دې خبره باندي اجماع رانقل کړېده چي دوۍ د يافُث اولاده ده کوم چي د نوح (عليه السلام) ځوۍ ؤ .
او ددوهمي پوښتني جواب دادئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم) له همدغي خبري څخه وپوښتل سو چي ايا ياجوج او ماجوج ته ستا دعوت رسيدلئ دئ ؟ ده مبارک په جواب کښي ورته وفرمايل : هو ! زه ودوۍ ته دمعراج په شپه کښي وروستل سوم او ما دوۍ د اسلام ودين ته راوبلل ، خو دوۍ قبول نکړ او انکار يې وکړ . حیوةالحیوان ج۲ ص ۴۳۱