علامه أبوالفضل .
فتوی نمبر (۵۹۹) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : محمد رحيم رحيمي / له جرمني څخه .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله کوم چي جوړ او روغ ياست ، محترم مولانا صاحب په لوڅ حالت کښي له ميرمني سره جماع کول څه حکم لري ؟ که مو جواب راکړ احسان به مو وي .
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمه وروره ! حيا او شرم د ايمان له ښاخلو څخه ده ، او په اسلام کښي ډير لوړ مقام لري ، هر مسلمان بايد حيا خپل طبيعت او عادت وګرځوي .
د جماع او نزديکت په حالت کښي پرده او ستر کول هم د حيا له جملې څخه بلل سوئ دئ بایدلوڅ لغړ دغه کارسره ونکړي، پدې باره کښي دي لاندي دوه مبارک حديثونه وکتل سي :
عن عتبة بن عبد السلمي أن رسول الله (صلی الله عليه وسلم) قال : «اذا أتی أحدکم أهله فلیستتر ولاتجردن تجردالعيرين » . رواه ابن ماجة .
يعني رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي کله چي ستاسي څخه يو و خپلي ميرمني ته ورځي نو ستر دي کوي (ځان دي پټوي) او تاسي مه يواځي کيږۍ (له پردې څخه) په ډول د يواځي والي د دوو وحشي خرو (چي له پردې ، ستر او جامې څخه خالي دي) .
وعن النبي (صلی الله عليه وسلم) قال : «اذا أتی أحدکم أهله فليلق علی نفسه ثوبا ولايتجردن تجرد العيرين» . رواه النسآئي .
يعني نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : کله چي يو له تاسي څخه و خپل أهل (کوروالا) ته ورځي نو اچوي دي پر ځان باندي يوه جامه ، او ځان دي نه يواځي کوي په ډول د يواځي والي د دوو وحشي خرو .
والسلام .